یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهسرپل: په تېرو ۶ میاشتو کې له ۱۹ زره جلده زیات پاسپورتونه...

سرپل: په تېرو ۶ میاشتو کې له ۱۹ زره جلده زیات پاسپورتونه وېشل شوي

تاند ( یکشنبه، د میزان ۲۲مه) په سرپل ولایت کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ آمریت رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې په دې ولایت کې ۱۹ زره ۱۲۸ جلده پاسپورتونه وېشلي دي.

سرچینه وایي له یاد شمیر پاسپورتونو ۱۰۳ ملیونه ۵۰۰ زره افغانۍعاید ترلاسه شوی دی.

په یاد ولایت کې د پاسپورت غوښتونکي بیا د بې نظمۍ شکایت لري او وایي سره له دې چې په خپل نمبر راغلي وي، خو بیا یې هم پر وخت کارونه نه خلاصېږي.

افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش پروسه د جمهوریت له سقوط او د طالبانو د حکومت له بیا راتګ وروسته له ستونزو سره مخ شوه آن دا چې پت لومړیو کلونو کې په ډېرو لوړو پیسو پاسپورتونه وېشل کېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب