جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د اجمل پسرلي په "څراغ" لنډه کيسه کي د ايګزيسټينشياليزم شننه/ نقد:...

د اجمل پسرلي په “څراغ” لنډه کيسه کي د ايګزيسټينشياليزم شننه/ نقد: انفال

په يوه ورانه، مبهمه او لالهانده نړۍ کي په شعوري توګه ځان پېژندل، ځان ته ارزښت ورکول او په خپل ذهني او جسمي ځواک سره خپل وجوديت ثابتول د ايګزيسټينشياليزم له عمده مفاهمو څخه دي. ايګزيسټينشياليزم ته موږ “وجود پالنه” يا “وجودي فلسفه” اصطلاحات هم کاروو. دا فلسفه راښيي، چي ژوند د ښکلا او روښانه اړخونو پر څنګ بدرنګ او تیاره اړخونه لري، خو ورسره انسان ازاد او د انتخاب اختيار لري او له همدې اسيته دا خپله د انسان مسؤليت دئ، چي د ژوند له ناخوالو ځان خلاص او  روښانه اړخ ته ځان وباسي. ژوند له کړاونو ډک دئ او په دغو کړاونو کي معنا پيدا کول ژوند دئ.

ايګزيسټينشياليزم ته يوازي د يوې فلسفې په سترګه نه کتل کېږي، بلکي د عملي ژوند تګلاره باله سي. هم دا سبب دئ، چي په ادبياتو کي ئې ښه سم ځای نيولی دئ او د کرکېګارډ، ژان پل – سارتر، سايمن دي بيور، البرټ کامو، فريدريک نېچه، فرانز کافکا او نورو اوڅارو ليکوالو په اثارو کي انعکاس لري. دلته په دې ليکنه کي موخه دا ده، چي د ښاغلي اجمل پسرلي په “څراغ” لنډه کيسه کي ايګزيسټينشياليزم و څېړو.

د ښاغلي پسرلي صاحب د دغي کيسې محتوا تر ډېره حده پر يوه مبهم او وران حالت راڅرخي او د کيسې عنوان “څراغ” دئ. څراغ د روښنايي په معنا دئ. چيرته چي روښنايي وي، هلته ژوند وي او هلته اميد. ايګزيسټينشياليزم هم په يوه ورانه نړۍ کي انسان ته اميد ورکوي، چي دی د دې ځواک لري، چي ځان له تيارو څخه رڼا او له ورانۍ څخه ابادۍ ته وباسي. د کيسې لومړی پاراګراف داسي شروع کېږي:

د کاږه واږه خوړ څنګ ته د لویدلي دیوال نخښې یونیم ځای ورکې شوې دي. نه پوهیږم چې د کومو وختونو به وي خو د خوړ ډډ ته د دنګو ونو د پنډو پنډو ډډو له ګونځو ښکارې چې په دې سیمه زمانې اوښتي دي.

د ايګزيسټينشياليزم په محوطه کي د دغه پاراګراف څو نقطې د پام وړ دي. لومړی، خوړ سيده نه دئ، کوږ وږ دئ او دېوال هم لوېدلی دئ. ايګزيسټينشياليزم هم ژوند له پېچومو ډک بولي، چي لوړي او ژوري لري. دوهمه نقطه دا ده، چي د دېوال ورکي نخښي او پر ځای ولاړي وني دواړه تېر وخت ښيي. په ايګزيسټينشياليزم کي وخت خپل ارزښت لري. ايګزيسټينشياليزم انسان په وخت پوري تړلی بولي. يوازي حال او راتلونکی مهم نه دئ، بلکي تېر وخت هم اهميت لري. زموږ حال وخت زموږ په اوسني حالت کي کافي رول نه سي لوبولای، بلکي زموږ هغه تېر وخت هم مهم دئ او پېښو ئې پر موږ اغېز پرې ايښی دئ. د ايګزيسټينشياليستانو په اند زموږ د اوسني ژوند هر اړخ، چي څنګه دئ، زموږ د کړنو او انتخاب پايله ده. سايمن دي بيور وايي: زموږ حال وخت چي هر ډول دئ، خو که ئې زموږ د تېر او راتلونکي له نقطه نظره وګورو، زموږ اوس وخت، چي موږ پکښي موجود يو، هيڅ دئ. مطلب دا، چي د هر فرد کارونه يو له بل سره تړلي او يو بل ته معنا ورکوي. تېر، حال او راتلونکی بېلي نقطې نه دي، بلکي د يوې تجربې بېل بېل اړخونه دي.

د کيسې دوهم پاراګراف:

د دیوال له دې یوې لږ پاتې برخې سره یو لویدلی قبر دی، پلاستیکي کڅوړې، یوه شکیدلې جرابه ، د یوې نانځکې تن او یو موټ ویښته پراته دي…

دوهم پاراګراف راته ښيي، چي دېوال ټول نه دئ لوېدلی، لږ برخه ئې پاته ده، خو دغه لږ برخه ئې هم ښکلې نه ده. “خواته ئې لوېدلی قبر”، “پلاستيکي کڅوړي”، “شکېدلي جرابي”، “د نانځکي تن” او “يو موټ وېښته” پراته دي. يعني د ژوند کومه برخه چي نه ده لوېدلې له هغه سره هم ناخوالي، بدرنګۍ او کړاونه ملګري دي. “شکېدلې جرابه”، ” د نانځکي تن” او “يو موټ وېښته” موږ ته پای، منځ او سر ښي، چي ټوله ژوند رانغاړي. دغه درې فقرې په ترتيب را اخيسته سوي، خو سرچپه راغلي يعني اول جرابي، چي پای دئ، بيا تن او وروسته وېښته، چي سر دئ، راغلي. دغه سرچپه ترتيب هم د ژوند ګډوډي ښيي. دا پاراګراف پر درو ټکو پای ته رسېدلی. معلومه نه ده، چي لا به څومره نور څيزونه پراته وي. په ژوند کي هم معلومه نه ده، چي لا به څومره ناخوالي مخ ته پرتې وي.

درېيم پاراګراف:

د نم بوی دی، د سرو خښتو بیخونه سپین رنګه چڼاسن ښکاري، مني سپیره کړي ازغي شاوخوا دریدلي دي…

درېيم پاراګراف هم زموږ مخ ته د ژوند ستونزي ايښي. نم دېوال ته تاوان رسولی، خښتي ئې بدرنګه کړي او شا وخوا ټوله اغزيو نيولې. ايګزيسټينشیاليزم د ژوند رنګينو او خوږو اړخونو ته ډېر پام نه کوي، بلکي له فرده غواړي ژوند ته ارزښت ورکړي او خپل وجوديت ثابت کړي. پاراګراف بيا هم پر درو ټکو پای ته رسېدلی، بيا هم د ايګزيسټينشياليزم هغه د نړۍ د مبهموالي خبره راته کوي.

څلرم پاراګراف:

د دیوال له شا راتیر شوم. د جګو ونو لور ته ورروان شوم. له لرې مې احساسوله چې لمر د ونو له سرونو پورته کیږي، پورته کیږي…

راوي د دېوال له شا تېر سوی. کوم دېوال؟ په لومړي او دوهم پاراګراف کي راته ويل سوي، چي دېوال لوېدلی دئ. یعني راوي د ژوند له کړاونو راتېر سوی. په دې پاراګراف کي جګي وني او د لمر پورته کېدل د ژوند د سمېدو اميد راکوي. د لمر د پورته کېدو خبره تکرار سوې. يعني د ژوند د سمېدو چانسونه ډېر دي. څومره دي؟ بيا هم درې ټکي. ايګزيسټينشياليزم چي د ژوند د کړاونو خبره کوي، خو انسان دې ته نه هڅوي، چي ژوند څنګه دئ، بايد هغسي ومنل سي، بايد مبارزه ورسره وسي. په هر حالت کي يو چانس سته او له هغه چانس څخه بايد استفاده وسي. دا چي اوس راوي څه کوي. د کيسې ورپسې برخه به وګورو:

د یوې ونې لاندې کښیناستم. له هغه ځایه دا د دیوال لوری داسې ښکاریده لکه یو غار، لکه یو متروک ځای، خو پناهځای. زړه مې وشو چې ورشم:

“خو دغه دی ترې راغلې”

په ايګزيسټينشياليزم کي اراده (intention)، انتخاب (choice) او ازادي له کليدي موضوعاتو څخه دي. هر ډول حالت چي پر انسان راغلی، د ده د کړنو نتيجه ده. د تقدير مسئله پر خپل ځای، مګر کوم څه چي ده په تېر وخت کي انتخاب کړي، په خپل انتخاب کي ازاد وو، او د هم هغه کړني انتخاب وو، چي دی ئې اوس نتيجه ويني او کوم انتخاب، چي دی اوس کوي او يو کار سر ته رسوي، هغه به ئې پر راتلونکې اغېز کوي. د کيسې په دې برخه کي راوي تر وني لاندي کښېني. ونه د ښېرازۍ سمبول دئ. دلته ئې ښېرازۍ ته ځان نيزدې کړی، خو خپل تېر حالت بيا هم اغېز پر لري. له کومه ځايه چي راغلی، هغه پناه ځای ورته معلومېږي او زړه ئې غواړي، چي بيرته ورسي. ورځي که نه؟ په زړه کي ئې ورګرځي، چي اوس ځني راغلی. نه ځي. بيا هم د ده انتخاب. د کيسې په دوام راځي:

د زړې ونې پر ډډ مې لاس تیر کړ ځای ځای یې پوټکی اوښتی و او د ښویه سپین لرګي مینځ ته یې وینې ورننوتې وې. د لرګي دوړه لاندې پرته وه. د خوړ پورې غاړه د کلي خواته یوڅراغ بل شو. داسې کمزوری ښکاریده لکه د لوګي وهلې شیشې ترشا د لمپې لمبه.

د کيسې دا برخه ښيي، چي ښېرازۍ ته د نيزدې کېدو حالت هم له ستونزو خالي نه دئ. اوښتي پوټکي او وينه بيا هم شواخون ځپلی حالت ښيي. لکن له دغه شواخون سره سره بيا هم يو هيله سته، چانس سته او د رڼا یو څرک سته، چي کيسه ئې د خوړ پوري غاړي د کلي خواته په څراغ کي انځوروي. دلته دوو نورو نقطو ته هم تم کېږو. یو دا چي، د خوړ بل طرف ته د کلي خوا ته څراغ بلېږي. يعني د خوړ دا خوا، چي راوي پکښي موجود دئ، له ستونزو ډک دئ، او پوري خوا څراغ او د رڼا څرک. دوهمه خبره د انتخاب ده. دلته نو د راوي اختيار دئ. ځان له دې کړاونو باسي، د رڼا پر لور ځي او که نه؟ څه انتخابوي؟ د دې له پاره به د کيسې ورپسې برخه وګورو.

د زاړه دیوال لوری تیاره شو:

هاغه سر پرې کړې نانځکه به له چا پاتې وي؟

جرابه به د چا له پښې ختلې وي؟

دا دیوال چا جوړ کړی؟

ویښته د چا شکیدلې؟

دا قبر به د چا وي؟

د کلي خواته د څراغ د تيتي رڼا د ښکاره کېدو سره، چي يوه کوچنۍ هيله ښيي، د زاړه دېوال يا په مخکنيو پاراګرافو کي د لوېدلي دېوال خوا تياره کېږي، لوېدلي دېوال ستونزي او ناخوالي ښوولې؛ يعني د څراغ له تتي رڼا د ښکاره کېدو يا اميد پيدا کېدو سره ستونزي هم سپکېږي. له دې وروسته د راوي له ذهني بهير (stream of consciousness) سره مخ کېږو. راوي له ځان سره د هغو ناخوالو (بې سره نانځکه، جرابه، دېوال، وېښته او قبر) په اړه، چي ورسره مخ وو، فکر کوي. موږ ډېر کله چورت هغه وخت ډېر وهو، چي له ستونزو سره مخ يو، په ډيپريشن اخته يو او…. دلته هم راوي له دې کشالې سره مخ دئ. د کيسې وروستۍ برخه داسي ده:

په څانګو کې څرپ څروپ شو لکه څه شی چې ونې ته ختلی وي. راولټیدم، شاته مې د دیوال خواته وکتل. څو ګامه مې واخیستل بیا مې د دیوال خواته سترګې واړولې.. لږ چټک شوم د شمال شپیلکی شو. د کلي په خوا د څراغ لور ته روان شوم، داسې احساس مې کاوه لکه شمال چې دا ډیوه له ما لرې کوي، لرې کوي… او زه د شمال په لور د شمال غوندې ورروان وم…(پای)

دلته د ايګزيسټينشياليزم له هغه ټکي سره مخ کېږو، چي وايي په هر ډول کړکېچن حالت کي انسان بايد مبارزه وکړي، حرکت وکړي او بالاخره خپلي موخي ته ورسېږي او خپل ارزښت ثابت کړي. د کيسې په دغه اخيره برخه کي راوي په وار وار خپلو ستونزو ته ګوري او د خپلو ستونزو سره سره د رڼا پر لور د ګام اخيستلو انتخاب کوي. له دې انتخاب سره هم ستونزي له منځه نه دي تللي. شمال ډېوه ورڅخه ليري کوي. يعني د ژوند ناخوالي ئې هدف ته رسېده ستونزمن کوي. راوي “د شمال پر لور د شمال غوندي ور روان” دئ. يعني غواړي له موجوده ستونزو سره د هغو ستونزو پر لور ولاړ سي، چي هدف ته د رسېدو په مخکي پرتې دي. څه کېږي؟ ځواب درې ټکي دئ. يو نامعلوم حالت. ايګزيسټينشياليزم هم له انسانه حرکت غواړي. وايي انسان خپلواک دئ، د انتخاب اختيار لري او د دغه خپلواکۍ او اختيار له اسيته خپله انسان مسؤل دئ، چي له ناخوالو ځان وباسي، خپل ژوند ته معنا ولټوي او خپل ارزښت ثابت کړي.

 

References

Beauvoir, S. d. (2004). Philosophical Writings. (M. Simons, M. Timmerman, & M. B. Mader, Eds.) United States of America: University of Illinois Press.

Crowell, S. (Ed.). (2012). The Cambridge Companion to Existentialism (First ed.). New York, United States of America: Cambridge University Press.

Fankl, V. E. (2004). Man’s Search for Meaning. (I. Lasch, Trans.) Britain, Britain: Rider, An Imprint of Ebury Publishing.

Flynn, T. R. (2006). Existentialism: A Very Short Introduction (First ed.). New York, United States: Oxford University Press.

Solomon, R. C. (2005). Existentialism (Second ed.). New york: Oxford University Press INC.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب