پوهندوی آصف بهاند
(Finn Vilhelm Thiesen)
د ډنمارک، ډنمارکي ټولنې او ډنمارکي فرهنگ د پېژندنې په لړ کې نن د ډنمارک د یو داسې فرهنگي شخصیت او عالم په باب خبرې کوم چې د ډېرو ژبو د زدکړې په لړ کې یې پښتو هم زدکړې ده.
د ۲۰۲۱ ام ع کال د نومبر پر اوه ویشتمه (۲۷ مه) نېټه په جرمني کې د افغانانو د یوې فرهنگي ټولنې (افغانیک) او په ډنمارک کې د فرهنګ ټولنې په گډې مرستې سره، د گڼو افغان فرهنگیانو په گډون د مورنۍ ژبې د زده کړې، ستونزو او حللارو پیدا کولو په موخه يوه علمي غونډه جوړه شوې وه. غونډه پای ته نږدې وه چې د یو نوي میلمه د راتگ وویل شول. دا میلمه «Finn Vilhelm Thiesen» نومېده.
د فین تیسین د راتگ په خبرتیا کې وویل شول چې دی په څو ژبو خبرې کولای شي او په ختیځ کې یې ډېر وخت تېر کړی دی. فین تیسین په انگلیسي، الماني او فرانسوي ژبو او په لرغوني یونان، منځني فارسي او سنسکرت کې هم تخصص لري او د دې ژبو ترڅنگ په اردو او پښتو باندې هم غږېدلی شو.
فین تیسین غونډې ته لنډه وینا واوروله او د مورنۍ ژبې پر ارزښت وغږېد او ځينې ستونزې یې په نښه کړې. د غونډې په پای کې، د غونډې ځینې گډونوال د خبرو پوښتنو له پاره ور نږدې شول. ما ته یو بل داسې ډنمارکی (کلاوس فردیناند) را په زړه شو چې تر نن پورې یې د لیدلو ارمان زما په زړه کې پاتې شو. زړه کې راتېر شول چې فین تیسین به ضرور گورم چې لکه کلاوس فردیناند دا مې هم له لاسه ونوزي چې بیا به ارمان کوم. ډنمارکی اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند د ۱۹۲۶ کال د اپریل په نولسمه (۱۹مه) نېټه، د ډنمارک د شیلند جزیرې په «هیه لوفس هولم» (Herlufsholm) نومي ځای کې زیـږیدلی او د ۲۰۰۵ کال د جنوري په پنځمه (۵ مه) د ۷۸ کلونو په عمر مړ او د ډنمارک په آغوس نومي ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.
کلاوس په خپل هر سفر کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د پښتنو کوچیانو مېنو ته ورغلی دی، له نږدې یې د هغوی د دود او دستور ننداره کړې ده او د کوچیانو په مېنو کې ورسره ناست دی، هر څه یې لیدلي دي او بیا یې ثبت کړي دي؛ نو ځکه د کوچیانو په باب د ده ټول مالومات د اعتبار وړ گڼل کیـږي.
په ۲۰۰۷ ام کال کې خبر شوم کلاوس د ډنمارک په اغوس نومي ښار کې ژوند کوي، خو چې پوښتنه مې یې کوله سړي په ۲۰۰۵ ام کال مړ شوی و.
فین تیسین هم د اتیا کلو دی، ما ویل نه شي چې دی هم لکه کلاوس خدای مه کړه بې دیدنه او بې پېژندنې لاړ شي، نو زه (آصف بهاند) ورغلم په څنگ کې کېناسم او خبرې مې ورسره وکړې، موږ په پښتو ژبه مکالمه وکړه، دا زما او د ښاغلي فین تیسین تر منځ دیالوگ څو جملې دي:
آصف بهاند: زما نوم اصف بهاند دی پخوا مې په کابل پوهنتون کې تدریس کاوه او اوس په ډنمارک کې ژوند کوم.
فین تیسین: ډېر ښه، زما نوم فین تیسین دی او اوس په ناروې کې ژوند کوم.
آصف بهاند: ویل کېـږي چې تاسو په ایران کې زدکړې کړي دي او په څو ژبو خبرې کولای شئ، که لږ په دې باب معلومات راکړئ.
فین تیسین: هو، ما په تهران کې زدکړې کړې دي او فارسي ادبیات مې لوستي دي، پخوا په پنځه ویشت ژبو پوهېدم چې یوه په کې پښتو وه، خو اوس مې د زړبودۍ او صحي ستونزو په وجه ځینې ژبې هېرې شوې دي او اوس د پښتو ژبې په گډون په پنځلس ژبو خبرې کولای شم.
اصف بهاند: پښتو مو چېرې له چا زده کړه؟
فین تیسین: ما په ناروي کې د مشهور پښتو پوه مارگنسترن شاگردي کړې ده او پښتو مې له هغه زده کړې ده او افغانستان ته مې سفر هم کړی دی.
په پای کې مې قلم او کاغذ په مخکې ورته کېښودل او هیله ورنه وکړه چې دلته په دې کاغذ باندې خپل نوم راته ولیکه. په داسې حال کې چې لاسونه یې رپېدل خپل بشپـړ نوم راته ولیکه. دا یې د نوم د لیکلې بڼې عکس دی:
کله مې چې د همدې مقالې د بشپـړلو په موخه د ښاغلي فین تیسین په بیوگرافي پسې لټه پیل کړه، ویکیپدیا په ډنمارکي ژبه یو څه لنډ معلومات په مخکې راته کېښودل چې یوه برخه به یې دلته وړاندې کړم:
فین تیسین د ۱۹۴۱ ام میلادي کال د اگست پر څلورمه په کوپنهاگن کې زېـږېدلی دی. فین ډنمارکی ــ نارویزی تابعیت لري، د همدې له پاره ډنمارکی ــ نارویـژی عالم گڼل کېـږي، تیسین له ۱۹۷۷ تر ۱۹۷۹ کلونو پورې د ایران په تهران کې اوسېده او د تهران په پوهنتون کې یې د فارسي ادبیاتو په برخه کې زده کړې کولې. په انګلیسي، الماني او فرانسوي ژبو او په لرغوني یونان، منځني فارسي او سنسکرت کې هم تخصص لري، فین تیسین په اوسني وخت کې یو ښه حافظ پېژندونکی گڼل کېږي…»
تر ویکیپیدیا وروسته مې د خپلو خوندي کړوو معلوماتو زېرمې ته سر ورښکاره کړ، له نیکه مرغه چې د فین تیسین په باب مې په ۲۰۰۹ ام کال کې یو څه راخوندي کړي وو، هغه مې چې پرانستل که گورم چې د بي بي سي پښتو هغه مرکه ده چې سپین تڼي په اومه ستدیو له فین تیسین سره د ۲۰۰۹ ام کال د جنورۍ پر اتمه نېټه کړې وه، د دې مرکې په مقدمه کې داسې لیکل شوي دي:
«فين تيسين د اومې سټوډىو مېلمه دى
فين تيسين په ١٩٤١ کال په ډانمارک کې زيـږېدلى خو بيا په ١٩٨٢ م کال د ناورې د اوسلو پوهنتون لخوا د اردو او فارسي ژبې د استاد په توگه وگمارل شو چې له هغې راهيسې په همدې هېواد کې مېشت دى.
نوموړى له څه باندې دوه نيمو لسيزو راهيسې د نړۍ او په تېره د اسيايي ژبو په زدکړه بوخت دى، چې په هغې کى فارسي اردو، بنگالي، ترکي، سنسکريت، پښتو، تاميل او تيلگو، روسي، ایتالوي، فرانسوي او د لرغوني يوناني او لاتين په گډون گڼې نورې ژبې ويلاى شي.
دا پروگرام د دې ځاى پر کېکاږلو سره اوريدلى شئ
دا پروگرام ددې ځاى پر کېکاږلو سره اوريدلى شئ
ښاغلى تيسين نه يوازې دا چې په دې ژبو خبرې کولاى شي
بلکه د دغه ژبو په گړدود او تاريخي کلتوري اساس يې تر ډېره پوهاوى هم لري. نوموړى د فارسي ژبې د وتلي شاعر حافظ شېرازي متخصيص هم دى.
که له استاد فين تېسين څخه د هغه د ژوند او د ژبو د زدکړو په اړه پوښتنې لرى نو د خپرونې پر مهال دغه شميرې:
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ ستډيو ته زنگ ووهى او د خپلو پوښتنو ځوابونه له استاد فين تېسين نه واورئ.
د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.»
خو له بده مرغه چې له فین تیسین سره د اومې ستدیو غږیزه بڼه له لاسرسي وتلې ده.
په کوپنهاگن کې د مورنۍ ژبې په باب د علمي غونډې نه لنډه موده وروسته د ښاغلي فین تیسین په باب دوو افغان فرهنگیانو د فین تیسن په باب خپل برداشتونه او خاطرات په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړل:
د ښاغلي یوسف هېواد دوست خپور شوی متن:
«فينتیسن نوميالی نارويژي ختیځ پېژندونکی
تېره اوونۍ په کوپنهاګن کې د افغانيک (Afghanic.e.V)په همت او په ډنمارک کې د فرهنګ ټولنې په همکارئ د مورنۍ ژبې د زده کړې د ارزښتونو په باب يوه علمي غونډه جوړه شوې وه چې د سویډن٫جرمني،اطریش او یو شمېر نورو هېوادو د ځينو فرهنګي ټولنو استازو هم پکې برخه درلوده .
ما په دغه علمي غونډه کې د ناروې له هېواد څخه مشهور ختيځ پېژندونکی ښاغلی (فينتیسن) هم ولید.۸۰کلن سپين ږیری دی .ډېر زهیر و خو دغې علمي غونډې ته ځکه راغلی و چې له پښتو ژبې سره ځانګړې مينه لري .
ما او مېرمن فيضیه هوسا ورسره څو شېبې د زړه خواله وکړه .واقعا ستر علمي او فرهنګي شخصیت دی او باید د افغانستان علمي او فرهنګي کړۍ يې قدردانۍ ته ورودانګي
دی اصلا ايرانپوه دی. له ۱۹۷۷ز څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې يې د ايران د تهران په پوهنتون کې فارسي ادبیات ويلي دي. د حافظ دیوان يې په یادو ياد دی .
دی په هندي ،ترکي،فارسي،جرمني،فرانسوي،ليتواني،دنمارکي او پښتو ژبو خبرې کولای شي .
شل کاله مخکې د ناروې د مقاماتو د غوښتنې پر اساس په افغانستان کې د ناروې سرتېرو او افسرانو ته يې د پښتو ژبې درسونه ورکول.
د ښاغلي ډاکټر يحيي وردک په وينا اوس يې مغزي سکته کړي او لکه پخوا زياتې علمي بوختياوې نه لري.
ښاغلي فينتیسن وويل چې دی اصلا د مشهور پښتو پېژندونکو مارګنسټرن شاګرد دی او له هغه يې ډېر څه زده کړي.
موږ ته ډېره په زړه پورې وه چې ښاغلي فينتیسن ترپایه يې له موږ سره په پښتو ژبې خبرې کولې.
له پاک الله څخه ورته بشپړه روغتيا او اوږد ژوند غواړم.»
د ډاکتر فضل رحمن څو لنډې جملې:
«… د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې یوه اونۍ له يو بله سره کاري او نظري تجربې سره شريکې کړې د پروژې هدف د مورنۍ ژبې زده کړه او وده ده، له بېلابېلو ليکوالو او د ژبی او ادبیاتو په برخه کې له کار پوهانو سره هم حضوري او هم ان لاين بحثونه وشول له ناروژي پرفیسر سره چې ۲۶ ژبی يې زده دي، په پښتو هم بلد دی او په ۲۰۰۸ کال کې دافغان ولس کلتوري ټولنې ویانا کې يو کانفرانس ته رابللی وو، هم لیدنه وشوه.»
دغه راز په یو بل ځای کې د فین تیسین او د ده د ژبو د زدکړې په باب داسې راغلي دي:
«… او با بسیاری از زبان های هندواروپایی زنده و کهن آشناست و بیش از ۲۰ زبان را به خوبی می شناسد؛ ازجمله، علاوه بر زبان مادری (دانمارکی)، زبان های انگلیسی، فرانسوی، آلمانی، لاتین، یونانی کهن، سانسکریت، نروژی، سوئدی، اوستایی، فارسی باستان، پهلوی، فارسی، اردو، پنجابی، پشتو، ترکی استانبولی، تامیلی و تِلوگو را به خوبی می شناسد. با زبان های لیتوانیایی، ارمنی، عبری کهن، روسی، لهستانی و چندین زبان دیگر نیز آشنایی نسبی دارد.
تیسن سال ها در ترکیه، ایران، پاکستان، و هندوستان اقامت داشته و در دانشگاههای این کشورها به پژوهش، تحصیل، و تدریس مشغول بوده است…
تیسن، از جوانی، مطالعات خود را بر زبان شناسی، عروض، و ریشه شناسی زبان های هندواروپایی متمرکز کرده است. او در چندین سال اخیر، بیشترِ وقت خود را معطوف به تحقیق دربارهٔ حافظ کرده است.»
فین تیسین داسې عالم شخصیت دی چې د خپل عمر ډېره برخه یې د اسیايي ادبیاتو او ژبو زدکړې ته وقف کړې ده. ده د اسیايي ژبو په زدکړې باندې یې دومره زحمت ایستلی دی چې ځان یې د همدې ژبو د مدرس کچې ته رسولی دی او ډېره موده په پوهنتون کې د اردو او فارسي ژبو استاد هم پاتې شوی دی.
د گڼو نورو ژبو تر څنگه یې پښتو هم زدکړې ده، له ماسره چې په پښتو ژبه غږېده، نو مسکی ــ موسکی کېده او پښتو یې داسې شمېرلې ــ شمېرلې په احتیاط سره تلفظ کوله او لغتونه یې تر خولې راایستل لکه له خزانې څخه چې په حساب د سرو زرو یا الماسو دانې راوباسې.
د فین تیسین د ښې روغتیا او اوږد عمر په هیله!