یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهواشنګټن ته د قطر د امير سفر، افغانستان یې د خبرو اصلي...

واشنګټن ته د قطر د امير سفر، افغانستان یې د خبرو اصلي ټکی و

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني امریکا ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډن، د دفاع وزیر لویډ اسټین او نورو مهمو چارواکو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي.

له نوموړي سره په لیدنه کې د امريکا ولسمشر وویل، له افغانانو د ملاتړ لپاره به دواړه هېوادونه خپل ګډ کار ته دوام ورکړي.

د امريکا دفاع وزارت پنټاګون وايي، د دفاع وزیر لویډ اسټین هم له حمد الثاني سره د دوشنبې په ورځ وکتل او د افغانستان په اړه یې د همکارۍ په ګډون د سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

جنرال اسټین د قطر له امیر څخه په افغانستان کې د امریکا د دوامداره ملاتړ له امله مننه کړې.

په دې لیدنه کې د قطر امیر هم ویلي، په افغانستان کې باید لا ډېر څه وشي.

امریکا څه موده مخکې وویل، قطر به یې افغانستان کې ډیپلوماټیکه استازولي کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، قطر د دوی او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر مهال رغنده رول لوبولی او وروستۍ هڅې یې هم ستايي.

قطر د امریکا سربېره، وروستیو کې د نورو لویدیځو هېوادونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ هم د اړیکو د جوړېدو او د ستونزو د اواري لپاره د منځګړي رول لوبوي.

دوحه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه ده او داسې هم ویل کېږي چې لا هم د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ هلته مېشتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب