یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د افغانیو د ترویج لپاره د کرکټ بورډ نوښت

د افغانیو د ترویج لپاره د کرکټ بورډ نوښت

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د افغانیو د مرجولو لپاره یې په نړیواله کچه هڅه پیل کړې ده.

د بورډ په وینا، د افغانستان او نیدرلند ترمنځ په روانو نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه او د لوبو داسې نور جوایز په افغانۍ د ورکړې ترڅنګ په چیک هم افغانۍ چاپ شوې دي، دغه ګام به د افغانیو په مرجولو کې مهم رول ولوبوي.

کرکټ بورډ په یوه بل خبر کې ویلي چې له ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو په موخه ځوان لوبغاړي ضیا الرحمن اکبر، نجات مسعود، افسر ځاځی او عبدالرحمن قطر هېواد ته واستول.

افغان کرکټ ملي لوبغاړي اوس مهال په قطر کې راتلونکو نړیوالو سیالیو ته د چمتوالي په موخه تمریناتي لړۍ مخې ته وړي او ډېر ژر به د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د سیالیو ترسره کېدو په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب