Homeخبرونهسمنګاني: نړیوال بشري بنسټونه دې پر موږ د راپور جوړولو پر ځای...

سمنګاني: نړیوال بشري بنسټونه دې پر موږ د راپور جوړولو پر ځای ۲۰ کلن جنایتونه وڅېړي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د طالبانو حکومت پر نړيوالو بشري ادارو نيوکه کړې، چې د دوی په وینا د تېرو شلو کلونو جنايتونه يې له پامه غورځولي او د دوی ته د منسوبو وړو پیښو ډېر پوښښ کوي.

د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر ليکلي: له امنيت ټینګیدو څخه وروسته د بشري حقونو سازمانونه دې ته په تمه دي، چې کله يو کس وژل کیږي، څو دوی یې رپوټ کړي.

نوموړي زياته کړې: دوی دې لاړشي، د ۲۰ کلن اشغال د جنايتونو قربانيان دې پیدا او د هغوی له برخليک څخه نړۍ خبره کړي.

سمنګاني تور پورې کړی، چې دغو سازمانونو د ۲۰ کلونو پر جنایتونو پردې اچولي دي.

د‌ سمنګاني دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له څه مودې راهيسې د طالبانو پر خپلسرو نیونو او ادعا شویو وژنو په نړیواله کچه تورونه زيات شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي څو ورځې مخکې د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې هغه راپورونه تاييد کړل، چې طالبانو د بيا واکمنۍ له ټينګښت سره يې د مخکيني حکومت تر سلو ډېر منسوبين وژلي دي.

طالبانو بيا دا ادعاوې ردکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...