چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد ط د حکومت څو وزارتونه د عشر او زکات په راټولولو...

د ط د حکومت څو وزارتونه د عشر او زکات په راټولولو جنجال سره لري

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې دولسمه)‏ د طالبانو د حکومت یو شمېر ادارې د دوی د حکومت له لوري د عشر او زکات د راټولولو په اړه په جنجال اخته دي.

د طالبانو حکومت اوس د دې جنجال د حل او د عشر او زکات د راټولولو د ادارې د مشخصولو لپاره يو کميسيون ټاکلی دی.

د طالبانو د ماليې او حج او اوقافو وزارتونو دواړو د عشر او زکات د راټولولو په اړه د لاس په کار کيدو خبر ورکړی.

د‌ طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د عشر او زکات د راټولولو په اړه کوم مشخص بنسټ نه جوړيږي، خو يو کميسيون ټاکل شوی، چې د عشر او زکاتو د ټولولو برخليک مشخص کړي.

له دې سره کروندګر د دغه عشر او زکاتو د ټولولو په اړه نیوکې لري او پر ځان یې ظلم ګڼي.

دوی زیاتوي، چې د حاصلاتو د کموالي له کبله به عشر او زکات ورکول ورته ستونزمن شي.

4 COMMENTS

  1. بیا دی پر کروندګرو مالیه لری شی نه چی هم مالیه وی او هم ذکات. ښځی کُس مو پداسی حمارت غی.

  2. چه مسلمان وی هغه دزکات له ورکولو انکار نکوی. هغه چه افغان وی هغه دی بیا دملک جوړولو خنډ نه لویږی. ځینی دولتو کی تر پنځوس سلنه مالیه ورکول کیږی او شکایت نوی. افغانان باید ملی احساس ولری او ددولت دجوړولو یوازنی لیاره مالیه ورکول دی. زکات دټولګټو کارو لپاره ده چه تر مالیه دهغه مصرف محدود دی. مالیه دعامو ضروریاتو لپاره ده او زکات دخاصو. نن سبا اسلامی دولتونه نه تنها د زکات راټول پیل کړی دی بلکه دوقف دډیرولو او ښه اداره کولو ته هم متوجه دی. ځینی دولتونه چه مسلمان او کفار لری زکات تنها په مسلمانو او له هغوی راټول کیږی او بیا دهغوی په ضرورتو باندی مصرفیږی.

  3. د زکاة ورکړه د مسلمان کس او د مالیې ورکړه د مسلمانی ټولنی لپاره یوه وجیبه ده
    خو
    زکاة او مالیه خصوصاً مالیه باید په یو منظم دولتی او قانونی او اصولی سیسټم کی تصویب او تثبیت سی او دا کار هیڅ شریعی جواز نلری چی مثلاً د مَلَک بازو بیسواده زوی شالوبالو کیږی او د خیرن توپک او خیرنی څېرې سره د یو باغ یا مځکی د څښتن یا تجار مخته ودرېږی او د زکاة او مالیې غوښتنه ترې وکړی، دا کړنه په حقیقت کی غصب ګڼل کیږی او حرامه کړنه ده.

  4. د یو ډیر ښه اقدام دی ، خو زکات او عشر باید په اصل کی فقیرانو او مسکینانو ته توزیع شی ، پدی سره دا باید په دولتی او نظامی مصارف کی و نه لږول شی. دا فنډ باید په لاندی برخو کی د بیل پروګرام له لاری مصرف شی لکه :

    د یتیمانو او فقیرو کورنی ته ، وروسته د تاید شوی لیست څخه توزیع او ورکړل شی
    غریب او معلول کسانو ته پکی اولیت ورکړل شی
    یتیم خونی او بی سرپرسته ماشومان او معتادین پری وساتل شی
    غریبو خلکو ته پری وړیا روغتیای خدمات ، کورونه او د تعلیم شرایط مساعد شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب