یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeادبشعرد ښځو بانډار ګروپ سملاسي مشاعره

د ښځو بانډار ګروپ سملاسي مشاعره

پېل د معصومې غرنۍ په غزل:

مه شینده اغزي مې د مزله په لار
ژونده ګلابونو نه درتیره يم

ته مې په پلو کې زړه راواچوه
زه له رواجونو نه درتیره یم
معصومه غرنۍ

ما سره که ژمنې بيا له سره کړې
تېرو دروغونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ژوند دې سم دوزخ وي خو هغه دې وي
ربه! جنتونو نه درتېره یم
مقدسه احمدزۍ

ته یوه دروغجنه لار راوښييه
زه مې له خوبونو نه درتیره یم
نعيمه غني

سپينه يم چې مينه بې پروا کوم
زه له تهمتونو نه درتېره يم
آسيه محرابي

سترگې دې ډېوې دي راته وگوره
ياره څراغونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ته مې چې ارمان وې او پالمه دې
ټولو ارمانونو نه درتیره یم
نعيمه غني

ژونده بس همداسې چې يم پرې مې ږده
زه نورو خوندونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

واچوه يو دوه جامه شراب ساقي
زه له گناهونو نه درتېره يم
سهيلا حسرت نظيمی

ستا په څنګ کې ژوند دی او ساه ګاني دي
نورو راحتونو نه درتېره یم
مقدسه احمدزۍ

بیرته مې ‌‌‌‌‌‌ډهلۍ ته که څوک ولېږئ
دې پوهنتونونو نه در تیره یم
سپوږمۍ اکبرزۍ

يو وار راته وخانده پخلا مې کړه
تېر د زړه زخمونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شېنوارې

ستا حیرانې سترګې زما خیالي ادا
وایې خله نازونو نه درتېره یم
مقدسه احمدزۍ

ناز کوه, ادا کوه, عېشوې کوه
نور نزاکتونو نه درتېره يم
آسيه محرابی

ما له کبره چا ته تر خوا نه کتل
تا ته غرورونو نه درتېره يم
سهيلا حسرت نظيمی

دا د محبت ګناه مې مه لیکئ
ټولو ثوابونو نه درتیره یم
نعيمه غني

سر چې وي زما او ستا خيالي سينه
نرمو توشکونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارۍ

مینه مې د ژوند په بیه واخیسته
راشه خمارونو نه در تیره یم
حوره سپېڅلې

راشه يو ځل بيا خو لږ راغاړيوزه
ورک کړه، له شرمونو نه درتېره يم
سهيلا حسرت نظيمي

ته دې که رباب په ځنگانه کېږدې
زه هم غزلونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ته راته رباب سره ټپې کوه
زه له کنډوونو نه در تیره یم
نعيمه غني

هې، گوره په لوړ دېوال راوخېژه
زه له سترو ورونو نه درتېره يم
سهيلا حسرت نظيمی

ته تر دروازې زمونږ د کور راشه
زه هم پټ پټونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ژونده ! فقط یو گړی راحت راکړه ،
زه د ارمانونو نه در تیره یم !
عارفه بهارت

خلکو ته په جار وايم چې يار مې دى
ورکې کړه شرمونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شېنوارې

ماته دې را اوګوري لالی که وي
ځه ساقي جامونونه درتیره یم
ملاله ميوند

ستا مینې نشه کړمه زنګیږمه
ټولو نور خوندونو نه در تیره یم
حوره سپېڅلې

لار د محبت کې دي د تل په شان
راکړه آزارونو نه در تیره یم
عارفه بهارت

مينه ګناه نه ده ما خو کړې ده
نور د قيد شرطونو نه درتېره يم
آسيه محرابی

مسته په شرنګا په اتڼ ګډه سوم
خپلو قدمونو نه درتېره يم
ملاله ميوند

يو وار راته وخانده پخلا مې کړه
تېر د زړه زخمونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شېنوارې

ستا لپاره راغلمه اړتیا مې وه
تاته له شعرونو نه درتیره یم
حوره سپېڅلې

ته مې يې د مينې او وفا هستي
تاته غيرتونو نه درتېره یم
آسيه محرابی

ته دې تر سهاره کیسې وکړه ځه
ﺯه مې له خوبونو نه درتیره یم
ملاله ميوند

راشه ولور نه اخلو واده وکړه
دې بدو دودونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ستا یاري له ښو بدو نه وویستم
ورک کړه له رازونو نه درتیره یم
ملاله ميوند

زه غزل سندره کړم, نغمه يې کړم
نثر او نظمونونه درتيره يم
آسيه محرابی

ما دې د زړگي زندان ته واچوه
نورو زندانونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

راز د مينې ووايم که نه وايم?
زړه کې پټ ساتلو نه درتيره يم
آسيه محرابی

تاکې هم پریمانه نیمګړتیا شته دي
زه دې له عیبونو نه درتیره یم
ملاله ميوند

ستا په صداقت باندې باور لرم
مړه قسمونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينواېې

بيا به مې خپل سر ستا په اوږه کېدم
ستوغو ځوابونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شېنوارې

تور او سپين تصوير دې راته ولېږه
گرانه د رنگونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

راشه غرنۍ غزل ته شرنګ ورکړه
ستړې شوم بيتونو نه درتيره يم
آسيه محرابی

ته که د يعقوب د سترگو ديد شې نو
زه له کميسونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

زه د زليخا غوندې مئينه يم
زر, زيور, قصرونو نه درتيره يم
آسيه محرابی

عشقه ! په یو غړپ نشه مې واړوه
خدایږو له جامونو نه درتیره یم
معصومه غرنۍ

سترگې په ديدن خړوبوم ياره
تورو کجلونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

عشق رسوا رسوا شهره شهره کړمه
نوم د پلار نيکونو نه درتيره يم
آسيه محرابی

ته دې پل زما په خوار انگړ کېږده
زه ميخک گلونو نه درتېره يم
مريم شينوارې

اوس به ګريوان څيري څيري څيري کړم
تورو حجابونو نه درتېره يم
آسيه محرابی

صبر د ايوب خو زه کوى نشم
گله له صبرونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ته راته په زړه کې خونه جوړه کړه
زه له محلونو نه درتیره یم
معصومه غرنۍ

تا يو ځل د ديد غوښتنه وکړله
زه له واټنونو نه درتيره يم
نجيبه واجدي

ته دې فکر ووايه قربان دې شم
زه مې له سوچونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

څوک دي لیوني څوک شاعران کړله
عشقه د ظلمونو نه درتېره یم
ضحرین سهار

ټپ مې د زړه جوړ شي چې راوگورې
نورو مرهمونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ژونده بس يوه شيبه د مينې شه
ستا اوږدو کلونو نه در تيره يم
عارفه عمرلور بشير

ته مې له ځوانۍ نه ټولوه شباب
زه له تهمتونو نه درتیره یم
معصومه غرنۍ

دلته نور ناوخته دى ښادمنې شئ
ښکليو بنډارونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

ته مې په شیبې د مینې واړوه
زه له میاشت ، کلونو نه درتیره یم
معصومه غرنۍ

يو جوړه راحته کرمچ غواړمه
لوړو سينډلونو نه درتېره يم
مريم صافۍ شينوارې

زه غريبه خواره پسې نه لرم
تاته خپل بوټونو نه درتيره يم
آسيه محرابی

20.09.2018

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب