پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند وطن دریمه خاطره | استاد سعدالدین شپون

د وطن دریمه خاطره | استاد سعدالدین شپون

خدای داسې مجبور کړی یم چې د، رپقا، سره ملګری شوی یم. ما دا توری پخوانو خلقیانو ته ټاکلی چې د، رفقا، پرچمیانو سره یې فرق وشي.

د تره کي او امین د وخت چارواکي، زیاتره ډګروالان، یا نور کوز رتبه ماموران دي چې کټه سران یې یا سرکپ شوي یا هالینډ مالینډ ته تښتېدلي.

 آچې زه پېژنم، د کورونو خرڅلاو کوي، د هر یوه دوکان کې زیاتره  د دوی خپل رپکا ناست وي، له هره پلوه یې ګزوي. په رفقا مانا پراچمه و کې هم پېژندګلو لرم، خو زیاتره تر خلقیانو دمخه یې د اروپا او امریکا بهتر ځایونه اشغال کړي، د روسانو ضد ټاپې یې په ډډو وهلي ښه ښه سوسیالونه د همدو اره مونو دي. وايي یوه زړ ه سواندي ملا  جومات کې د پکانو په باب ویل چې په هغه دنیا کې الله تعالا د دوی په سر د سروزرو جوغه یا تاج کېږدي، یوه امتي غږ کړ، او والله، هلته به هم پک  ټولو ته رسوا وي. نو خلقیان کابل کې هم خواردي ، مهاجرت کې هم. مزې صمد ازهر وکړې چې کابل کې یې میوندوال داسې مرګاني وواهه چې لافې یې وهلې، یک لغت که ده ګردېش زدم، دیګه آو نخواست. او اروپا کې د مهاجرو د مشر په نامه عیشونه کوي .

هغه زما غیر خلقي یاران چې وو، اوس دومره د کرزي په جال کې ګیر دي چې زما له ښې وتلي. بده یې لا دا چې اوس هم مارې هم کوکاري.

وړمه شپه یې زه سوچ احمق وانګېرلم، راته ویې ویل، استاده، ته خارج کې یې د وطن له حالاتو ناخبره یې چې په وطن څه غمونه تېر شوي، ښځې تښتول شوي، د خلکو په سرونو مېخونه ټک وهل شوي، د وطن دارایي لوټ شوې……

دومره یې زړه راکې چاولی و چې ما جرات نه کاوه چې ورته ووایم چې همدا جنایت کاران خو تر پخوا لا اوس معتبر دي. مېخ ځکه نه ټک وهي چې سر نه دی پاتې. دا خواخوږي خو زما نژدې یاران دي.  آخرکې مې ورته وویل، تاسو چې هر څه کوئ خوښه مو، خو یو څه حیا هم ښه شی دی، ما ته خو یې مه وایئ.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د مې په ۲۲ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب