دوشنبه, مې 20, 2024
Homeکلتورسینماد افغانستان د جګړې په اړه کاناډايي فلم

د افغانستان د جګړې په اړه کاناډايي فلم

تاند- د کاناډا مشهورې ډایرکټرې مري کلیمینتس (Marie Clements) د افغانستان په اړه یو نوی فلم جوړ کړی چې زموږ په هیواد کې د جګړې صحنې انځوروي.

دا فلم، چې «سره واوره» نومېږي، د یوه بومي کاناډايي (Gwich’in) سرتېري ژوند ښيي چې افغانستان ته ځي او هلته د طالبانو له لوري نیول کېږي.

مېرمن مري، چې د فلم لیکواله هم ده، سي بي سي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې د دې فلم یوه سخته برخه دا وه چې ماشومانو ته ځايي ژبې (Gwich’in, Inuvialuktun) ورزده کولې.

په کاناډا کې مېشت افغان ژورنالیست برښنا نظري وايي، په دې فلم کې لوبغاړي په انګلیسي او د کاناډا د اصلي ځايي خلکو (انډینز) په دوو ژبو (Gwich’in, Inuvialuktun) خبرې کوي. خو په ځینو برخو کې د فلم لوبغاړي پښتو هم وايي.

مشهورې افغان سندرغاړې مژده جمالزاده هم په دې فلم کې کار کړی دی. اغلې جمالزاده د (خاطره) په نوم د یوې نجلۍ په رول کې لوبېږي.

د «سره واوره» فلم ځینې برخې د کاناډا په شمال لویدیځ کې او ځینې هم په بریتش کولمبیا ایالت کې جوړې شوي دي.

ښاغلی نظري وايي، دا فلم به د راتلونکي کال (۲۰۱۹) په لومړیو کې په سینماګانو کې وښودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب