غرمه مهال له کندهاره کابل ته ورسېدم. وږی وم خو کور کې هڅ نه و. کور؟ څه کور، بس درې تشې تورې خونې وې، یو بستر، بل بني بشر نه و. رښتیا چې د کاڼي کرښه ده چې ښځه بلا ده، خدای دې کور بې بلا نه کړي. څو ګور ته شنه پیاز، په پلاستیکي کڅوړه کې څه مستې. دوه تاودې شکري( د شکرې د ناروغانو) ډوډۍ. دا غضب به اوس د مکرویانو پنځم پوړ ته خېژوم. پیازمې په پتاسو کې کېښودل . باید لس دقیقې ورته وګورم، خو هم وږی وم او هم نن د جمعې ورڅ، بهیر ته مې تلوسه وه چې په وخت ورورسېږم . نو مې د شنو پیازو ډکي همداسې ناوللي په ماستو کې واړه کړل، د تاودې ډوډۍ سره مې وخوړل سبحان الله چې څومره خواږه وو. سږ مې نه موټر و او نه د موټر تابیه. نو مې په سل او پنڅوس ټکسي وکړ، د کاروان موسسې ته یې ورسولم. غونډه، د بهیروالو په وینا، په درز کې روانه وه، د پښې اېښودلو ځای نه و، خو ځوانانو یوځای را ته خالي کړ. ما د کندهار د بهیروالو سلام ور ورساوه. د بابا ولي د زیارت او ښکلي باغ او چمن کیسه مې ورته وکړه چې د پخواني والي صیب، بېلدوزر په همت جوړ شوي دي، خو یوه بهیروال ویل چې، ګل آغا بیا دا ټوله احاطه په خپل نامه قواله کړه. ما وویل چې بې اغزي ګل خو نو نسته،زه د تفتیش له پاره نه وم تللی، مازې مې د معمارۍ د یوه شاهکار ننداره کوله. ګل آغا او شېر آغا راځي او ځي، بابا ولي او باغ به کنداري زلمو او نجونو ته پاتې وي چې مېلې ورکې وکړيٍ.
د کندهار د دوو سیمینارو یادونه مې وکړه چې ما هلته په نامه ښځینه ونه لېده، برېتور سردار ایوبخانان ډېر وو خو ملاله بيبي نه وه. کندهاریانو ته مې دا بیت هم تېر کړ چې :
ته که په ایوب باندې میوند ګټې+
پام کړه چې ملاله په سنګر کې وي.
نور ډېر سنګرونه به لا وګټې+
دا د ستوري نقش که دې سپرکې وي
جګو دېوالونو کې دې بنده کړه+
بیا دې سپین کپن ورباندې خپورکړ
ژاړنده ژوندۍ دې هدیرې ته کړه
بیا دې نوم د دې هدیرې کور کړ.
په سیمینار کې د مېلمه پالنې کمی نه و. والي ویسا او د هغه مرستیال پتيال ډېر ونازولم. چې مننه یې کوم. خو دا ارمان به تل راسره وي چې جنت نشان کندهار ته ولاړم خو د میرو یس نیکه زیارت مې په برخه نه شو.
د استاد دا لیکنه د ۲۰۱۲ د مې په ۲۶ په تاند کې خپره شوې وه.