شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد ننگیال «يو باد يو منصور» او زما ورک یادداشتونه

د ننگیال «يو باد يو منصور» او زما ورک یادداشتونه

آصف بهاند 

یــــو بـــاد رالــگــیــدلــی مــــا لـــه ځــانـــه سـره وړي

د زړه اس مـــې لــــه بـــاره، لـــه ارمــانـــه سره وړي

د شپــو پـــر اوښ یــو غــل دی زمـــوږ کلي ته راغلی

گــلــونـــه او بـــاغـــونــه، لـــه باغـــوانـــه سـره وړي

نه پوهیږم چې ولې مې دا څو ورځې اسحق ننگیال خوږ، خوږ پر زړه وریږي او نوستالژیک یادونه یې داسې رانه چاپیر دي چې د سترگو په رپ کې مې له ډنمارک نه ماسکو او بیا کابل ته بیایي او بیرته مې ډنمارک ته راولي. ده کړي او ما کړي مې داسې یادیږي، لکه یوه شیبه مخکې مې چې ورسره لیدلي وي، یوه شیبه مخکې مې ورته ویلي وي او یوه شیبه مخکې مې ورنه اوریدلي وي.

ورومې خپل آرشیف پرانست، په لټولو مې پیل وکړ، یوازې د استاد بریالي باجوړي یو څو کرښې په مخه راغلې چې په فیسبوک پاڼه کې یې خپرې کړې وې او یو مې هم د «سیندونه هم مري» بریښنايي کاپي ومونده، نور هیڅ. تنده مې ماته نه شوه، خپل واړه کاغذي کتابتون ته ودریدم چې د «سیندونه هم مري» چاپي بڼه مې تر سترگو شوه. را وامې خیسته، که گورم څه زیړ بخونې پاڼې په کې ایښې وې، خلاصې مې کړې چې له خپلو ورکو یادداشتونو سره مخ شوم. دا هغه یادداشتونه و چې ما په ماسکو د دې له پاره لیکلي وو چې غوښتل مې د ننگیال د لومړي تلین په پار څه خپاره کړم، خو…

زه نه غواړم پر دې یاداشتونو نوې کتنه وکړم، کټ مټ به یې دلته خپاره کړم او ورسره هغه څو خاطرې چې څنگه مې د ده لومړنۍ شعري ټولگه ولیده او څنگه عملاً له ننگیال سره مخامخ شوم او…

ما تر اوسه پورې د ننگیال په باب یوازې یوه مقاله خپره کړې ده چې اوس یې پرته سرلیک نه، بل څه نه شته راسره. زه په ماسکو کې د یو لوي فزیکي او رواني فشار تر پیټي لاندې وم چې د ده د مرگ خبر راغی او په ډیرې خواشینۍ سره فاروق فردا را ته په تیلیفون کې وویل:

« ننگیال هم  ولاړ او ته به…»

ما هغه وخت د ده د ناڅاپي مړینې په پار د «او نور اسحق بزغلي نه راوړي» تر سرلیک لاندې یوه مقاله ولیکله چې په هماغه وخت کې په ماسکو کې خپره شوه. هلته ما لیکلي وو چې:

د ژمي په یوه ساړه ماخوستن کې، په پلرني کور کې په توده صندلي کې ناست وم، څه شی مې لوستل چې لطیف لالا پر صندلی یوه دوسیه کېـښوده او را ته وې ویل چې:

«دغه پریږده، یو ځلې دا له نظره تیر کړه!»

دوسیه مې چې پرانستله، په لومړۍ پاڼه یې لیکلي وو:

«سپیره ډاگونه او غوړیدلي بزغلي»

څو پاڼې مې چې ولوستې، په ریښتیا یې کوم بزلي او کوم پسرلي ته ور وستم او د شعر د نویو ترکیبونو او انځورونو په یو بڼ کې یې ودرولم. لالا نه مې پوښتنه وکړه چې دا ښاغلی څوک دی، هغه راته وویل چې څوک یې څه کوې شعر یې څنگه دی؟ ما ویل عالي.

میاشت یې را نه هیره ده خو کال ۱۳۶۵ و چې په کابل پوهنتون کې د راحت زاخیلي سیمینار جوړ شوی. تفریح محال د ودانۍ نه د باندې استاد صدیق روهي یوه ولاړ جگ ډنگر ځوان ته لاس ونیو راته کړل یې چې: بهاند صاحب دا اسحاق ننگیال نومیږي. ما سمدلاسه ورته وویل: ښه ده چې مخامخ مې ولیدې، په شعر کې مې لیدلی وې، ډیر خوشاله یم چې مخامخ سره معرفي شوو.

بیا نو گوره چې په څومره مشاعرو او سیمینارونو کې مو سره ولیدل، خو هرځلې به دی هماغه یو ټیپ، یو کرکتر: خوله له خندا ډکه او اکتیف.

بیا نو بادونه او رنگونه په گډه سره راغلل او ټولنه یې داسې سره گډه وډه کړه چې له هیڅ شي سره یې سړی تشبیه کولای نه شي. موږ هم له بادونو او رنگونو نه د خلاصون په خاطر، په تیښته شوو او:

«زه چیرته کې لرې په پردي وطن کې

ستا د یادو د اور خلیل یم

خو گلزار کې سوځم.»

په نوې ټولنه او نوي چاپیریال کې داسې ونښتم لکه جولا چې خپل ښکار په تارونو کې را گیر کړي. په همدې گیر پاتې کیدو کې مو لاس پښې ښورول چې د ننگیال د مرگ خبر تر ماسکو پورې را ورسید.

د ننگیال د خپلې شاعرۍ وروستۍ بیلگې ته «یو باد یو منصور» سرلیک ټاکلی و. وروسته له مرگ نه یې په ماسکو کې هم خپور شو.

په هغه اخبار کې چې دا شعر چاپ شوی و، دا اخبار په لاس د میترو په سورلۍ کور ته روان وم. په لاره کې مې میترو بدله کړه، بلې میترو ته ولاړ وم. ما اخبار مخ ته نیولی و او د ننگیال د زړه وروستۍ خبره مې د زړه په وینو او د سترگو په اوښکو پریوله چې میترو په چټکتیا راغله. «یو باد یو منصور» او زما اوښکو، زما لاسونه دومره را سست کړي وو چې د میترو باد اخبار رانه وتښتاوه او ښکته یې د میترو کرښې ته وغورزاوه او ما داسې وانگیرله چې همدا اوس مې لکه دا اخبار، ننگیال له لاسه ووت:

یو باد یو منصور

یــــو بـــاد رالــگــیــدلــی مــــا لـــه ځــانـــه سـره وړي

د زړه اس مـــې لــــه بـــاره، لـــه ارمــانـــه سره وړي

د شپــو پـــر اوښ یــو غــل دی زمـــوږ کلي ته راغلی

گــلــونـــه او بـــاغـــونــه، لـــه باغـــوانـــه سـره وړي

یـــو پــل وم چیـرتــه لرې ستا پـر لاره زرغــون شوی

یــو لـــوټ مــې اوس لــه بــاد و لــه بارانه سـره وړي

یو څوک دی ستا د لاس شراب یې ټول راځنــې وڅښل

دا ســره کـیـږدۍ د خـوب مې لـه تـوپـانـــه سـره وړي

زمــــوږه یې په سترگــو کــې د شپــو دوړې شـینــدلي

دا لــوی کـــاروان مــو ځکه له څــاروانــه ســره وړي

نـــارې د انــاالحق یــې ورتـــه وچــې کــړې پـر ژبـې

منــصـور وطــن مــې دار تـــه له ایـمانــه ســره وړي

د اسحق ننګیال د لومړي تلین له پاره چې ما څه یادداشتونه لیکلي وو، د ماسکو په «هره میاشت کډه بار» کې رانه ورک شوي وو، وروسته له کلونو اوس په لاس راغلل. لکه څنگه چې مخکې مې هم وویل، زه د هغه وخت لیکلو یاداشتونو کې لاس نه وهم، کټ مټ یې خپروم:

‎ــ د سیندونو د شنیلیو شاعر نه مري.

ــ او دا دی موږ د دردونو او غمونو نسل یو. موږ دا غرونه، غرونه غمونه په چا وچلوو. موږ باید د زړه پر واړه کورگي باندې، د غرونو په څیر درانه غمونه وزغمو. دا دې د ننگیال ویر یو کلن شو، خو زه یې داسې انگیرم چې پرون فردا په تیلیفون کې را ته وویل: « ننگیال هم  ولاړ او ته به…»

ــ ننگیال په داسې چاپیریال کې شعر وایي چې ده ته د خپل کلي چنارونه دار شوي دي.

ــ او دا دی پوره شل ورځې واوښتې چې د اسحق ځنازه، د دویم ځل له پاره پر اوږو گرځوم، د ده د سیندونو ځنازه، او د ده د بهارونو ځنازه، د ده د گودرونو ځنازه او د ده د درمندونو ځنازه؛ خو په دې ځنازه کې د ننگیال د ژوند د ورا گردونه هم وینم، د ده د شعر زلمیان وینم چې تلپاتې نڅا کوي.

ــ دې ځوانیمرگ د خپل ټپي وطن، وچو گودرونو، پرې ونو او… په ویر کې، له خپل وچ کلک او زیړ زبیښلي وجود نه؛ نه ایساریدونکي آهونه را ایستل او «یو باد یو منصور» یې وروستی آه دی.

ــ د ننگیال هدیره، د ده په شعرونو کې ده؛ دی په خپلو شعرونو کې خښ دی.

ــ د ننگیال سپیڅلې موسکا، خندا یې د شونډو په څنگ کې کنگل کیده.

ــ ننگیال د غمونو او دردونو په کنډواله کې هغه راشین شوی گل دی چې اوسنۍ پښتو شاعري پرې ویاړي. ننگیال خپل هر شعر د زړه په وینو خړوب کړی دی.

ــ د ننگیال شاعري زموږ پر اولس د تپل شوې غمیزې په تور څادر کې په خاپوړو شوې، د نادودو د زهرجنو پیالو په څښلو زلمۍ شوې او د ناروا په سوزنده اور کې پخه شوې او بیا پښتو ژبې ته ډالۍ شوې ده؛ خو افسوس چې دغه ډالۍ ډیر ژر له پښتو ژبې او پښتنو نه بیرته واخستل شوه او د مرگ تر ستوني تیره شوه.

ــ د ننگیال شاعري که په دریو برخو وویشو، په دې ډول به وي:

۱ـ د تنکیو بزغلیو دور (په دې دور کې شعارونه تر شعرونو ډیر دي)،

۲ـ د سپیرو ډاگونو شنه کیدل (له شعاریت نه شعریت نږدې کېدل)،

۳ـ د فصلونو پخیدل او ټولول (د ۱۳۷۱ له ثور نه تر پایه پورې)،

ــ د ننگیال د شاعرۍ د دریمې دورې د شعرونو په لوستلو سره د ټوپکیانو ټولې هغه نادودې، ناکردې، تیري او ظلمونه، ورانی او کنډوالې، بې لاسو او بې پښو انسانان، سوځیدلې او ټپي ودانۍ، گدايي ته اوږده لاسونه، سو تغذي انسانان او… د لوستونکو سترگو ته په ژوندۍ بڼه درول کیږي او پر خلکو او وطن باندې روانې نادودې، د هغو اورونو د لمبو په آیینه کې گورو چې د اسحق بدن، د اسحق روح او روان او د ننگیال اولس او وطن په کې سوزیدلی دی.

ــ ننگیال د غمیزو په زړه کې ژوند وکړ او د همدغو غمیزو په زړه کې ومړ.

ــ ننگیال د ټولو ویرونو او نادودو لیدونکی شاعر پاتې شوی دی چې وروستۍ شعرونه یې د دغې خبرې ښه سند کیدای شي.

ــ ننگیال د افغانستان د غمیزو انځورگر شاعر پاتې شوی دی.

ـــ او…

1 COMMENT

  1. ننگیال هغه نه هېرېدونکی شخصیت دی، چې خپله په سپین زین کړي اس کېناست او د
    !سپوږمۍ په لوري ولاړ او موږ یې سېره بادونو او سپېره ډاګونو ته یوازې پرېښودو
    د ننګیال دا شعر مې زیات ژړوي
    تاته یاد شي مازدیګره
    هغه شنې دېره دې کلي
    پکې هسک د شملو غرونه
    پکې ورېځې د چلمو
    نه نه کلی وران دی
    یوه ځاله پکې نه شته
    ها د ښکلو توتکیو
    یو نغری هم آباد نه دی
    لښتي وچ شول ویالې ورانې
    سیند د تورو کاڼو غر شو
    اوس حیران یم چې د کلي
    دا هېلۍ به چېرته لامبي

    په مینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب