پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeروغتیاد جنین سقط | زکریا رحیمي

د جنین سقط | زکریا رحیمي

Abortion

مترادفې کلیمې یې (Induced miscarriage, termination of pregnancy) دي. په هغه موده کې د اولاد لرې کولو ته وایي چې جنین له زېلانځ څخه بهر ژوند نشي کولای. که چېرې دا چاره پرته له ډاکټر یا درملو څخه په خپل سر ترسره شي د (miscarriage) نوم ورته اخیستل کیږي او که چېرې د ډاکټر په مرسته قصدا ترسره شي د (induced abortion) نوم ورته اخیستل کیږي. او که چېرې د ودې حال کې جنین د مور له زېلانځ څخه بهر ژوندی پاتې شي دې بهیر ته د (late termination of pregnancy) نوم اخیستل کیږي. خو ډېر وخت د (abortion) کلیمه په خپله خوښه د ودې حال کې جنین په داسې موده کې لرې کولو ته وایي چې د مور له زېلانځ څخه بهر ژوند نشي کولای.
 
د جنین سقط که په یو هېواد کې غېرې قانوني نه وي د اولاد لرې کولو تر ټولو محفوظه طریقه ده. په عصري طریقه کې عملیات یا درملو په ذریعه ترسره کیږي. د مایف پریسټون (mifepristone) په نامه درملو سره د پروستګلاندین (prostaglandin) ترکیب کوونه په لمړیو او دوېمو درې میاشتو کې د عملیات په څېر محفوظ طریقه ده. د اومېندواره کېدو د مخنیوي طریقه په اوس وخت کې د ګولیو او د زېلانځ داخلي الې (intrauterine devices) چې د لاتیني تورو ټي شکل لري په ذریعه کیږي. که چېرې په قانوني طریقه د اولاد لرې کول د ډاکټر په مشوره ترسره شي ښځه له اوږدمهاله اروایي او فزیکي خطر سره نه مخ کیږي. همداسې هر کال د هغو خلکو لخوا تر سره کېدونکی د جنین سقط چې وړتیا نلري د ۴۷۰۰۰ ښځو د مرګ او پنځه میلیونه روغتون ته د تګ لامل شوي. نړیوال روغتیایي سازمان (World Health Organization) ټولو ښځو ته د قانوني له خطره لرې محفوظ ابورشن سپارښتنه کوي.
 
هر کال په ټوله نړۍ کې تقریبا ۵۶ میلیونه د جنین سقط ترسره کیږي چې ۴۵% یې د غېرې مسلکي خلکو لخوا په نامحفوظه طریقه ترسره شوي. په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ تقریبا ۴۰ % ښځو په قانوني طریقه خپل اولاد لرې کولای شو. پخوا به خلکو د جنین د سقط لپاره ګېډې ته په زوره مساج ورکول کېده، بوټي او ځینې ګلان به یې کارول او له دې پرته نورې دودیزې طریقې یې هم لرلې. په ټوله نړۍ کې د اولاد د لرې کولو په اړه هر کلتور، مذهب او قانون نظر له یو بل سره توپیر لري او له همدې امله په ځینو سیمو کې د اولاد لرې کول په ځانګړو حالتونو کې قانوني دي لکه له جنسي تیري اومېندواره کېدل، زېلانځ کې ستونزه لرل، د ښځې ژوند ته خطر پېښېدل. همداسې د نړۍ په ډېرو برخو کې د جنین د سقط د اخلاقي اصولو او قانوني کولو باندې تاوده بحثونه کیږي. کوم خلک چې د اولاد لرې کولو مخالف دي داسې باور لري چې جنین ژوندی ده او د ژوند کولو حق لري او مړه کول یې له قتل سره تشبیه کوي. کوم کسان یې چې ملاتړي دي استدلال کوي چې یوه ښځه د خپل بدن په اړه د پرېکړې کولو حق لري.
 
ډولونه
په خپله خوښه د جنین سقط (Induced abortion)
په ټوله نړۍ کې هرکال تقریبا ۲۰۵ میلیونه د جنین سقط ترسره کیږي چې درېمه برخه یې په قصدي نده، خو له پنځو یوه برخه یې قصدي د جنین سقط ده. په انګلستان کې تر ۲% پورې د جنین سقط په زېلانځ کې د جنتیکي ستونزې لرلو له امله ترسره کیږي.
د جنین سقط په څو ډوله ترسره کیږي کوم چې د ښځې د اومیندوارۍ له مودې یا عمر سره تړاو لري، د طریقې تر څنګ ممکن په ځینې هیوادونو کې ښځه د قانوني پروسیجر یا کړنلارې بشپړولو سره هم مخ شي. په طب کې د جنین سقط یوه درملنه ګڼل کیږي ځکه چې د جنین د سقط پر وخت ډاکټر هڅه کوي ښځه له فزیکي او اروایي زیان څخه وژغوري.
 
په خپل سره یا بې اختیاره د جنین سقط (Spontaneous)
په انګرېزۍ کې ورته (miscarriage) هم وېل کیږي. د اومیندوارۍ له ۲۴ اوونۍ مخکې په خپل سر د جنین زېږېدلو ته وایي کوم چې له زېلانځ څخه بهر ژوندی نشي پاتې کېدای. خو که چېرې له ۳۷ اوونیو مخکې اولاد پیدا شي نو اولاد ژوندی پیدا کیږي او دې ډول زېږېدنې ته بې مودې پیدا کېدل (premature birth) وایي. که چېرې جنین د زېلانځ په داخل کې او یا هم د پیدا کېدو پر وخت مړ شي په انګرېزۍ کې ورته (stillborn) وېل کیږي. تقریبا ۸۰% په خپل سره بې مودې د جنین پیدا کېدل په لمړیو درې میاشتو کې رامنځته کیږي او تر ټولو عامه وجه یې په جنین کې کروموزمي بې نظمي ده. نور لاملونه یې د رګونو ناروغۍ لکه دیابېت، لوپوس (lupus) او یا د هورمونونو ستونزې لرل دي. همداسې که چېرې ښځه فزیکي ټپ یا ضربه وویني هم د جنین د بې اختیاره سقط لامل کیدای شي، ډېر سټرس او یا ژور خفګان هم جنین ضایع کولای شي.
 
د اولاد د لرې کولو طریقې
د درملو له لارې (Medical)
د درملو له لارې د جنین سقط لپاره ابورټیفېشنټ (Abortifacient) درمل کاریږي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې (prostaglandin analogs) درمل او په ۱۹۸۰لسیزه کې (antiprogestogen mifepristone) درمل د جنین د سقط لپاره بدیل درمل وکارول شول. تر ټولو عصري یې مایف پریسټون دي.
 
د اومیندوارۍ تر ۹ اوونیو تېرې شوې مودې کې مایف پرېسټون (mifepristone) د (prostaglandin analog, misoprostol or gemeprost) له ترکیب سره کاریږي، که د اومیندوارۍ عمر تر ۷ اوونیو پورې وي میتو ټرېکزېټ (methotrexate) د (prostaglandin analog) له ترکیب سره کاریږي او یا یوازې (prostaglandin analog) کاریږي. مایف پریسټون د میزو پروسټول ترکیب سره تر نورو درملو چټک کار کوي او د اومیندوارۍ په زېات عمر کې یې اغیز تر نورو درملو زېات ده. که چېرې د اومیندوارۍ عمر تر ۶۳ ورځو کم وي د درملو له لارې د جنین سقط تر ټولو غوره طریقه ده.
 
ابورټیفېشنټ درمل
هر هغه درمل یا توکي چې د اولاد د لرې کېدو لامل ګرځي. د څو پېړیو لپاره د اولاد د لرې کولو درمل د بوټو له پاڼو جوړېده، له پاڼو څخه تېل وېستل کېدل او یا خیشتېدلې او بیا د درملو په توګه کارېدلې لکه بیلنی (pennyroyal) چې د ډول علمي نوم یې (Mentha pulegium) ده، یا انجلیکا بوټی (Angelica) چې د ډول علمي نوم یې (Angelica species) ده او یا له تانسي زېړ ګل (Tansy) چې د ډول علمي نوم یې (Tanacetum vulgare) ده. په ۲۱ پېړۍ کې نور دا ډول د جنین سقط نه ترسره کیږي ځکه چې دا طریقه په ښځه کې زهري عکس العمل پیدا کوي لکه قی کول (vomiting)، خونریزي (hemorrhages)، عضلاتي بې نظمي او داسې نور.
 
ریښتیني د اولاد لرې کولو درمل تر ۲۰ پېړۍ پورې نه وو جوړ شوي. کله چې د حجرې د وېش او ودې تر شا په بیوکیمیکل بهیر او د مثل تولید په بهیر کې د هورمون په رول باندې انسانان پوه شول نو د ریښتینو درملو په جوړولو وتوانېدل. تر ټولو عصري درمل د مایف پرېسټون (mifepristone) او میتو ټرېکزېټ (Methotrexate) په نامه دي. د اومیندوارۍ په لمړیو اوونیو کې له مصنوعي (prostaglandin misoprostol) سره یو ځای کاریږي.
 
میسوپروسټول د زېلانځ په انقباض کې مرسته کوي. که چېرې یوازې میسوپروسټول وکاریږي له زېلانځ څخه پېروان یا پرېوان او د ودې حال کې جنین لرې کولای شي خو له (Methotrexate) یا (mifepristone) سره ډېر اغیزمن دي.
 
مایف پریسټون درمل له پروجیسټرون (progesterone) سره سیالي کوي تر د حجرې د ریسپټور (receptor) وصل کېدونکي برخه ونیسي. دا درمل هورمون مخه ډب کوي تر څو د زېلانځ داخلي استر (inner lining) سره القاح شوې هګۍ پیوند نشي. که چېرې مایف پریسټون د اومیندوارۍ په پېل کې وکارول شي د زېلانځ داخلي استر یا پوښ ته زېان اړوي. همداسې که چېرې د میسو پروسټول ډوز خوړلو ته ادامه ورکړل شي نو د ودې حال کې جنین او د زېلانځ د ځینو برخو د وتلو لامل ګرځي.
 
میتو ټرېکزېټ (Methotrexate) درمل کوم چې د تذریق له لارې کاریږي د جنین د حجرو د چټک وېش مخه نیسي، د پېروان یا پرېوان د ودې مخه نیسي. کله چې د ودې کولو مخه ډب شي له هغې وروسته بیا میسو پروسټول (misoprostol) د جنین د لرې کېدو بهیر بشپړ کوي.
 
د عملیات له لارې د اولاد لرې کول
په اوس وخت کې د اولاد لرې کولو لپاره تر ټولو عامې طریقې (suction-aspiration or vacuum aspiration) دي. د عملیات له لارې پلاسینټا، د ودې حال کې جنین او غشا د لاسي سرنج په ذریعه لري کوي. مګر په (electric vacuum aspiration) طریقه کې یو بریښنایي پمپ کاریږي. د اولاد د لرې کولو لپاره مختلف تخنیکونه کاریږي کوم چې د اومیندوارۍ له عمر سره تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب