څېړنه: ډېر پروسس شوي خواړه د زړه د حملې خطر زیاتوي
تاند- د زړه حمله (Heart Attack) هغه وخت رامنځته کېږي چې د زړه عضلې ته د وینې جریان ډېر کم یا په بشپړه توګه بند شي.
دا حالت معمولاً هغه مهال پیدا کېږي چې د وینې په رګونو کې غوړ، کولېسټرول او نور مواد راټول شي. دې راټولېدا ته پلاک (Plaque) ویل کېږي، چې کله ناکله د وینې غوټه/ ټوټه (Blood Clot) هم جوړوي او د وینې جریان بندوي.
اوس یوې نوې څېړنې موندلې چې د نننۍ زمانې یو شمېر ډېر مشهور او په پراخه پیمانه ډېر خوړل کېدونکي خواړه د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغیو د پام وړ شمېر پېښو سبب کېږي.
د امریکايي وقایوي طب (American Journal of Preventive Medicine) په علمي مجله کې خپره شوې څېړنه ښيي چې د ډېرو پروسس شوو خوړو (Ultra-Processed Foods) زیات استعمال د زړه د حملې او د زړه د نورو ناروغیو خطر لوړوي.
ډېر پروسس شوي خواړه کوم دي؟
دا هغه خواړه دي چې د تولید پر مهال څو ځله صنعتي پروسس کېږي او په کې د مالګې، بورې، غوړو او مصنوعي موادو اندازه ډېره وي، خو د بدن لپاره ګټور غذایي مواد، لکه فایبر، په کې ډېر لږ وي.
په دغو خوړو کې شامل دي:
- ډوډۍ (صنعتي برېډ)
- فاسټ فوډ
- کېک او شیریني
- چاکلېټونه
- چپس او نور مالګین خوراکونه
- د سهار تیار شوي (سیریل) غلې دانې (Breakfast Cereals)
- د چرګ او کب نګټس
- فوري (تیار) نوډلز (Instant Noodles)
- خواږه مشروبات او سوډا
څېړنې څه وموندل؟
څېړونکو په ۲۰۱۹ کال په کاناډا کې د زرګونو هغو ناروغانو معلومات وڅېړل چې د زړه په ناروغیو اخته وو.
پایلو وښودله چې:
- د زړه د ناروغیو، د زړه د حملې او فلج له ۲۳ تر ۳۸ سلنه پېښو پورې له ډېرو پروسس شوو خوړو سره تړاو درلود.
څېړونکو ویلي، که خلک د دغو خوړو استعمال له ۲۰ تر ۵۰ سلنه راکم کړي، نو هر کال به د زړه د ناروغیو او د زړه د حملې د سلګونو زرو پېښو مخنیوی وشي.
ولې دا خواړه خطرناک دي؟
کارپوهان وايي، ډېر پروسس شوي خواړه ډېره مالګه لري، چې د وینې لوړ فشار رامنځته کوي.د وینې لوړ فشار د وینې رګونو ته زیان رسوي او د زړه د حملې خطر زیاتوي. په دغو خوړو کې د بورې، غوړو، ټرانس فېټ، کالوریو او مصنوعي اضافي موادو اندازه هم ډېره وي، چې د زړه، رګونو او ټول بدن روغتیا ته زیان رسوي.
د څېړنې سپارښتنه
څېړونکي ټینګار کوي چې د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د ډېر پروسس شوو خوړو استعمال کم او پر ځای یې تازه، طبیعي او مغذي خواړه، لکه مېوې، سبزي، بشپړې غلې دانې او په کور کې پاخه شوي خواړه، زیات وکارول شي.