Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: د نړیوالو مرستو کمښت د افغانستان روغتیايي خدمتونو...

د روغتیا نړیوال سازمان: د نړیوالو مرستو کمښت د افغانستان روغتیايي خدمتونو ته ستونزې پېښې کړي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۷ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) یوه چارواکي ویلي، د بهرنیو بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو فعالیتونه اغېزمن کړي او ځینې روغتیايي مرکزونه یې تړل شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اډوېن سنیزا سالوادور خبرداری ورکړی چې د نړیوالو بشري مرستو کمېدو په درست افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له خنډونو سره مخامخ کړي او د یو شمېر روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو سبب شوی دی.

نوموړي همداراز ویلي، د بشري مرستو کمښت د افغانستان پر روغتیايي سکتور ورځ تر بلې زیات فشار راوړي او ګڼ روغتیايي مرکزونه د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

سالوادور زیاته کړه، د بودجې کمښت تر ډېره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د بشري بحرانونو د زیاتېدو له امله رامنځته شوی، ځکه نړیوالې مالي سرچینې له افغانستان څخه نورو بحراني سیمو ته اوښتي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي ټینګار وکړ، که څه هم د بشري مرستو دوام لا هم اړین دی، خو افغانستان باید د یوه باثباته روغتیايي نظام د جوړېدو لپاره کورنۍ پانګونه او د روغتیايي سکتور ځانګړې بودجه هم زیاته کړي.

هغه وویل، افغانستان لا هم د کلونو جګړو، طبیعي پېښو او وچکالۍ له اغېزو خلاص نه دی او بشري مرستې د دې هېواد د میلیونونو وګړو لپاره حیاتي اړتیا ګڼل کېږي.

سالوادور په عین حال کې وویل، افغانستان د ماشومانو د واکسین د پوښښ او د میندو د مړینې د کچې د کمېدو په ګډون، په ځینو مهمو روغتیايي شاخصونو کې پرمختګ کړی دی.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د روغتیايي او درملیزو خدمتونو د لاسرسي پراخول د دولتي ادارو او د افغانستان د پراختیایي شریکانو ترمنځ لا پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د ملګرو ملتونو ادارو او مرستندویو سازمانونو هم افغانستان ته د بشري مرستو د کمېدو په اړه خپلې اندېښنې زیاتې کړې دي.

مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت، د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا او د طبیعي پېښو د اغېزو زیاتوالی، کولای شي د افغانستان پر کمزوري روغتیايي نظام نور هم فشار زیات کړي او په هېواد کې بشري بحران لا ژور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...