Homeخبرونهولې ګرمي انسانان غوسه‌ناکه او بدخلقه کوي؟

ولې ګرمي انسانان غوسه‌ناکه او بدخلقه کوي؟

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۱۶ مه) نوې څېړنې ښيي چې سخته ګرمي یوازې د بدن پر روغتیا اغېز نه کوي، بلکې د انسان پر رواني حالت هم اغېز لري او د غوسې، عصبانیت، اضطراب او حتی تېري کوونکي چلند سبب کېدی شي. څېړنو موندلې چې په تودو ورځو کې د شخړو، تاوتریخوالي، په سړکونو کې د غوسې (Road Rage) او د رواني ناروغیو له امله د بیړنیو روغتونونو مراجعې زیاتېږي.

متخصصان وايي، کله چې بدن د تودوخې د کمولو لپاره ډېر کار کوي، دماغ هم تر فشار لاندې راځي او د ارامۍ، تمرکز او احساساتو د کنټرول لپاره لږه انرژي پاتې کېږي. له همدې امله انسان ژر غوسه کېږي، حوصله یې کمه وي او احساساتي غبرګونونه یې چټک وي.

سربېره پر دې، د بدن د اوبو کمېدا (ډیهایډرېشن) د دماغ پر فعالیت منفي اغېز کوي. حتی د اوبو لږ کمښت هم د پام، پرېکړې کولو او احساساتو د کنټرول وړتیا کموي او انسان د اضطراب، ګډوډۍ او بدخلقۍ احساس کوي.

د راپور له مخې، د تودو شپو له امله د خوب ګډوډېدل هم مهم رول لري. کله چې انسان ښه خوب ونه کړي، د فشار زغم یې کمېږي او د ورځنیو ستونزو په وړاندې ژر غوسه او احساساتي کېږي.

متخصصان وايي، هغه کسان چې رواني ستونزې لري، د سختې ګرمۍ پر وړاندې ډېر حساس وي. همداراز ځینې درمل، لکه د خپګان ضد درمل، د حساسیت درمل او د وینې د فشار درمل، د بدن د یخېدو وړتیا کموي او د ګرمۍ اغېزې زیاتوي.

متخصصان سپارښتنه کوي چې د سختې ګرمۍ پر مهال باید کافي اوبه وڅښل شي، د امکان تر حده په یخو ځایونو کې پاتې شئ، د ورځې په ډېرې ګرمۍ کې له غیرضروري وتلو ډډه وکړئ او که د غوسې، اضطراب یا ستړیا احساس مو زیات شو، خپل چاپېریال یخ او ارام وساتئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...