پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+اولیور هارډي څوک و؟ نن یې د تلین ورځ ده

اولیور هارډي څوک و؟ نن یې د تلین ورځ ده

تاند – اولیور نوروِل هارډي د ۱۸۹۲م کال د جنورۍ په ۱۸مه زېږېدلی. هغه یو امریکایي اداکار او کومیډین و.

ژوند‌لیک، مېرمنې او د اولادونو معلومات

اولیور هارډي له خپل هنري ملګري سټن لورل سره په ۱۰۷ فلمونو، لنډو فلمونو او افتخاري نقشونو کې څرګند شوی دی. د هغه لومړی فلم «چالاک دادا» نومېده چې په ۱۹۱۴م کال کې خپور شو. هارډي په لومړیو کې په چوپ یا بې ږغه فلمونو کې له هال روچ سره تر همکارۍ مخکې، د «بیب هارډي» په هنري نوم کاراوه.

اولیور هارډي چې اصلي نوم یې نوروِل هارډي و، په هارلم کې زېږېدلی. پلار یې، چې د هغه نوم هم اولیور و، د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د کنفدراسیون پوځ پخوانی سرتېری و، چې د ۱۸۶۲ کال د سپتمبر په ۱۷مه د انټیټم په جګړه کې ټپي شوی و. هغه د «کي ډله» افسر و، او هم‌مهاله یې د کورنۍ د پنبې د فارمونو د اداره کولو چارې هم سمبالولې. وروسته یې په یوه پرچون شرکت ونډه واخیسته او په بشپړ وخت یې د مالیې راټولولو د مأمور په توګه په کولمبیا ولسوالۍ کې کار پیل کړ.

د هارډي مور، امیلي نوروِل، د توماس بنجامین نوروِل لور وه، چې د ویلیامزبرګ د سیمې د سروان هیویو نوروِل اولاده وه. د هارډي پلار او مور د ۱۸۹۰ کال د مارچ په ۱۲مه واده وکړ، چې دا د مور دوهم او د پلار درېیم واده و.

دوی له واده وروسته په ۱۸۹۱ کال کې، یعنې د اولیور له زېږون یو کال مخکې، ماډیسن ته کډه شول. د هغه د زېږېدو دقیق ځای هارلم ګڼل کېږي، خو ځینې سرچینې د هغه د مور پلرنی ځای کوینګټن یادوي. پلار یې له زېږون لږترلږه یو کال وروسته وفات شو. اولیور په پنځو اولادونو کې تر ټولو کشر و. مشر ورور یې سام د «انکي» سیند کې ډوب شو. هارډي هڅه وکړه چې ورور وژغوري، خو بریالی نه شو.

په ماشومتوب کې کله ناکله سخت‌خویه و، او د جورجیا پوځي کالج ته ولېږل شو. په ۱۹۰۵ کال کې، چې یوازې ۱۳ کلن و، د شمالي جورجیا «یانګ هریس کالج» ته ولېږل شو. هلته لا د منځنۍ زده‌کړې په پړاو کې و. هغه وخت کالجونو د ۲ کلنو لنډو کورسونو چمتووالی درلود.

هارډي له رسمي زده‌کړو سره ډېره علاقه نه درلوده. هغه له کم عمره له موسیقۍ او تیاتر سره مینه درلوده. د تیاتر له یوې ډلې سره یو ځای شو، او وروسته له یوه ښوونځي وتښتېد څو له خپل هنري ټیم سره د سندرو پروګرام ته ځان ورسوي.

مور یې چې د زوی د غږ وړتیا ته متوجه شوې وه، هغه یې اتلانتا ته واستاوه څو له استاد ادولف دام–پیټرېسن سره د غږ روزنه ترلاسه کړي. خو اولیور ځینې درسي ټولګي پرېښي وو څو د آلکازار په تیاتر کې په اوونۍ کې د ۳.۵۰ ډالرو په بدل کې سندرې ووایي.

د نوم بدلون

هارډي په ځوانۍ کې خپل نوم اولیور نوروِل هارډي ته بدل کړ، او د پلار د احترام له امله یې د «اولیور» نوم ور زیات کړ.

مېرمنې

  • مادلین سالوشن (واده: ۱۹۱۳ – طلاق: ۱۹۲۱)
  • میرتل ریوز (واده: ۱۹۲۱ – طلاق: ۱۹۳۷)
  • ویرجینیا لوسیل جونز (واده: ۱۹۴۰ – تر مرګه)

سکته او مړینه

د ۱۹۵۴ په مې میاشت کې، اولیور هارډي یوه کوچنۍ قلبي حمله تجربه کړه. په ۱۹۵۶ کال کې، هغه په لومړي ځل خپلې روغتیا ته جدي پاملرنه پیل کړه. په څو میاشتو کې یې تر ۶۸ کیلوګرامه وزن کم کړ، چې ظاهري بڼه یې بدله شوه.

د هغه هنري ملګري لورل په یوه لیک کې یادونه کړې چې هارډي په نه درمل کېدونکي سرطان اخته و، او دا دواړه هنرمندان درانه سیګرټیان وو، چې «د سیګرټو د اورګاډي» لقب یې درلود.

د ۱۹۵۶ په ۱۴ سپتمبر کې هارډي سخته دماغي سکته وکړه، چې بستر شو، خبرې یې نه‌کولې او حالت یې تر څو میاشتو نازک و. میرمنې یې لوسیل پرله‌پسې پرې پام کاوه.

د ۱۹۵۷په اګست کې یې دوې نورې سکتې هم وکړې، چې کوما شو او بېرته په هوښ رانه‌غی. نوموړی ۱۹۵۷ د  اګست په اوومه د مغزي تروومبوز له امله په ۶۵ کلنۍ کې ومړ.

د هغه د جسد ایرې د لاس انجلس د نارت هالیووډ – د والهالا د یادګاري پارک په هدیره کې، ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...