تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۱۶ مه) د هزاره او شیعه قومونو استازو، دیني عالمانو او مخورو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له مشر څخه غوښتي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د هغو اقداماتو مخه ونیسي، چې دوی یې «سپکاوی کوونکی او تبعیضي چلند» بولي.
د خبرپاڼې لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی چې د دغه ډول چلند دوام نه د افغانستان او نه هم د طالبانو د حاکمیت په ګټه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې دوی د ملي یووالي ملاتړ کړی او له اوسني نظام سره یې همکاري کړې، خو په وروستیو کلونو، په ځانګړي ډول په تېرو څو میاشتو کې، د طالبانو د عدلیې وزیر له لوري د هزارهوو او شیعهوو پر وړاندې تبعیضي چلند زیات شوی دی.
دوی دا اقدامات «سیستماتیک تبعیض» او په ځینو مواردو کې د هزاره او شیعه اوسېدونکو د «جبري بېځایه کولو» هڅې بللې دي.
دوی له شیعه وو سره د واکمن رژیم د زور زیاتیو د بېلګو په توګه ویلي:
په دارالامان کې د افشار هدیرې تړل، د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو نیول او له هغوی څخه ژمنه اخیستل چې خپل مړي به هلته نه ښخوي.
د سناتوریم سیمې د اوسېدونکو نیول، د هغوی بېځایه کول او د سیمې د جومات ویجاړول، په غزني کې د نوآباد ښارګوټي د زرګونو کورنیو د تخلیې امر، د تمدن تلویزیون تړل.
د خاتمالنبیین جومات او مدرسې مهر او لاک کول، د شیعهوو د یو شمېر جوماتونو او فرهنګي مرکزونو تړل، په کابل کې له جوماتونو او حسینیو څخه د محرم بیرغونو ښکته کول.
په بیان کې وړاندې راغلي چې دا اقدامات، په ځانګړي ډول د محرم او عاشورا پر مراسمو لګېدلي محدودیتونه، د شیعه استازو او د طالبانو د فرهنګي کمېټې ترمنځ د مخکینیو تفاهمونو خلاف دي او د دې مذهب د پیروانو پراخه نارضایتي یې راپارولې ده.
په بیان کې د امید سبز ښارګوټي موضوع ته هم اشاره شوې ده.
لاسلیک کوونکي وايي، د طالبانو د عدلیې وزارت، سره له دې چې د طالبانو د تصفیې کمېسیون پلاوي د دغه ښارګوټي ملکیت شخصي بللی و، وروسته یې دا ځمکه «امارتي» اعلان کړه او د هغې د تخلیې امر یې صادر کړ.
دوی دا پرېکړه د طالبانو د عدلیې وزیر له لوري د هزارهوو او شیعهوو پر وړاندې وروستی تبعیضي اقدام ګڼي.
د هزاره او شیعه استازو او مخورو د طالبانو له مشر څخه غوښتنه کړې چې:
د عدلیې وزیر هغه څه چې دوی یې تبعیضي چلند بولي، ودروي.
د امید سبز ښارګوټي د تخلیې حکم لغوه کړي.
د ښارګوټي د ملکیت اسنادو د بیا ارزونې زمینه برابره کړي.
د تمدن تلویزیون، د خاتمالنبیین جومات او مدرسه او د شیعهوو نور مذهبي او فرهنګي مرکزونه بېرته پرانیزي.
ډاډ ترلاسه کړي چې هزاره او شیعه وګړي د افغانستان د نورو اتباعو په څېر له برابرو حقونو برخمن وي.
په بیان کې، لاسلیک کوونکو یو ځل بیا د ملي یووالي او د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ څرګند کړی او هیله یې ښودلې چې د طالبانو مشران به د دوی غوښتنو ته عملي ځواب ووایي.
طالبانو تر اوسه د دې اعلامیې په په اړه څه نه دي ویلي.
مهمه نه ده چی د افغانستان په سیاسی جغرافیا کی اوسیدونکی احمد یا محمود څه ډول دینی یا مذهبی باورونه په ځان کی روزلی دی بلکه مهمه دا ده چی د یو افغان تبعه پتوګه ئی باید ټول مدنی حقوق محترم او تأمین شی.
طالب مخکی لدی چی د خپلو متحجرانه افکارو د تحمیل هڅه وکړی باید یو ځل د اسلام د سیاسی تاریخ پاڼو ته هم یوه لنډه کتنه وکړی څو دا واقعیت پکی ووینی چی:
د امَوی او عباسی خلیفه ګانو په دربارونو کی د یهودی مشاورینو شتون پدی معنی ۇ چی اسلامی حکومتونو د غیر مسلمانو کسانو د حضور سره مخالفت نه درلود.
بناءً
طالب چی ځان پر اموی او عباسی خصوصا عباسی حاکمیت او تاریخ مَیَن ګڼی نو باید د وولس پر یو خاصی پرګنی باندی د خپلو پوچو افکارو او عقائدو د تحمیل څخه لاس واخلی.
همدا پرون می په کندهار کی میشت یو دوست سره مجلس کاوه،. ویل ئی د افغانستان د نورو برخو د اجتماعی – اقتصادی وضعیت د څرنګوالی په هکله دقیق معلومات نلری خو د کندهار د ولایت خصوصاً ښار اوسیدونکی خصوصاً ځوان نسل د طالب د حکومت څخه سخت ناراضه او د یو ژور او پراخ اجتماعی – اقتصادی پراخ بدلون غوښتونکی دی.
درواغجن به نه شم که ادعا وکړم چی ولی نړیوال استعمار او صهیونیزم د طالب جان په ژبه او مغز کی د “حنفی حنفی ” شعار او ادبیات تزریق کړی او د شیعه د ځپلو په هدف ئی غټ خردم پلاس ور کړیدی؟
د انګلیس چوچه پنجابی چټلستان له خوا د امریکا په چټلو ډالرو د سی آی اي تربیه شوی ستر خائین جاسوس خلیزاد تر کنترول
تربیه شوی پنجابی چړیان ( طالبان ) مسلسل هڅو کښی دی چی غیرتی جلکۍ د مکتبونو او پوهنتونو څخه بی برخی وساتی او غیرتی جلکۍ او
غیرتی میرمنی ئی په کورونو کښی زندانی کړی دی دا پنجابی چړیان د خپل بادار پنجابی چټلستان په امر او رهنمائی لګیا دی چی افغان ملت
بی سواده او کاملآ د پنجابی چټلستان تر کنترول لاندی راشی !!!
اغانانو د پنجابی چټلستان او پنجابی غلامو چړیانو ( طالبانو) تر مینځ اختلاف مصنوعی دی اوددوی دی لعنتی مخالفت کښی یوازی افغانان شهیدان کیږی !!!!