تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۱۶ مه) د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ۲۰۲۶ کال د جولای میاشت د وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې ده. د جنوبي اسیا د ترهګرۍ د څېړنیز مرکز (SATP) د معلوماتو له مخې، په دې میاشت کې ۱۷۶ بریدونه شوي چې پکې ځانمرګي بریدونه، کمینونه، همغږي شوي بریدونه او د بېپیلوټه الوتکو عملیات شامل وو.
د دغو بریدونو له امله ۴۳۸ کسان وژل شوي چې ۱۲۷ یې امنیتي ځواکونه وو. د همدې شمېر له مخې، بلوچستان د تاوتریخوالي له اړخه د خیبر پښتونخوا ځای نیولی او د پاکستان تر ټولو ناامنه ایالت ګرځېدلی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او جولای ترمنځ په بلوچستان کې ۷۶۵ تاوتریخجنې پېښې او ۱۶۰۰ مرګژوبلې ثبت شوې، په داسې حال کې چې په همدې موده کې په خیبر پښتونخوا کې ۵۷۴ بریدونه او ۱۱۹۶ تلفات ثبت شوي دي.
تاوتریخوالی یوازې په بلوڅ بېلتونپالو پورې محدود نه دی
راپور څرګندوي چې د بلوچستان امنیتي وضعیت یوازې د بلوڅ بېلتونپالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو پایله نه ده، بلکې څو نورې وسلهوالې ډلې هم په دې ناامنۍ کې رول لري.
د لیکوال په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) فعالیتونه د بلوچستان تر پښتون مېشتو سیمو هم غځېدلي دي. دا ډله د افغانستان د پخواني ملي پوځ (ANA) له هغو غړو سره په نښتو بوخته ده چې د راپور له مخې، په بلوچستان کې بیا تنظیم شوي او غواړي د طالبانو پر ضد خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
راپور ادعا کوي چې افغان طالبانو، تحریک طالبان پاکستان ته دنده سپارلې چې د پخواني افغان پوځ د غړو فعالیتونه مهار کړي. د همدې شخړو له امله په پښتني سیمو کې مرګژوبله او ولسي اعتراضونه هم زیات شوي دي.
د داعش خراسان څانګې حضور
د لیکنې له مخې، د داعش خراسان څانګه (ISKP) هم په بلوچستان کې فعاله ده او د مستونګ ولسوالۍ د یوه قاضي او د هغه د پولیس ساتونکي د وژنې مسوولیت یې منلی دی.
راپور زیاتوي چې داعش له ۲۰۱۵ کال راهیسې په بېلابېلو بڼو په بلوچستان کې حضور لري او د مرکزي اسیا او ترکیې له لارې یې د جذب شبکې پراخې کړې دي. همداراز، دې ډلې د جندالله او لشکر جهنګوي په څېر له نورو سختدریځو ډلو سره هم اړیکې ساتلې دي.
سیمهییز عوامل او امنیتي وضعیت
د لیکنې په باور، د بلوچستان د امنیتي بحران تر شا څو سیمهییز عوامل هم شته.
لومړی، د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ روانه جګړه د ایران او پاکستان پر پوله امنیتي تشې رامنځته کړې چې وسلهوالې ډلې ترې ګټه اخلي.
دوهم، لیکوال ادعا کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نیابتي جګړه اوس د بلوچستان پښتني سیمو ته غځېدلې ده. د هغه په وینا، پاکستان له ډیپلوماسۍ، سرحدي بندیزونو، د افغان کډوالو له ایستلو او هوايي بریدونو وروسته اوس د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پخواني افغان پوځ له غړو څخه استفاده کوي.
راپور دا هم ادعا کوي چې افغان طالبانو په ځواب کې تحریک طالبان پاکستان ته مالي او پوځي ملاتړ زیات کړی، چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ وسلهوالې نښتې پراخې شوې دي.
د بلوڅ بېلتونپالو د پوځي وړتیاوو زیاتوالی
راپور وایي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په وروستیو کلونو کې خپلې پوځي وړتیاوې پراخې کړې دي.
د لیکنې له مخې، دا ډله له ۲۰۲۴ کال راهیسې د “هیروف” (Herof) په نوم د عملیاتو لړۍ پر مخ وړي او توانېدلې چې په یو وخت کې په بېلابېلو سیمو کې همغږي شوي بریدونه ترسره کړي.
لیکوال ادعا کوي چې دغه ډله اوس د امریکا له خوا په افغانستان کې پرېښودل شوې M4 او M16 وسلې، حرارتي دوربینونه، سپوږمکۍ ټیلیفونونه، سټارلنک انټرنېټ او سوداګریزې بېپیلوټه الوتکې کاروي، او ښایي د “هیروف ۳” عملیاتو ته هم چمتووالی نیسي.
د سیاسي حل نشتوالی
د لیکنې په وروستۍ برخه کې د پاکستان پر حکومت نیوکه شوې چې د بلوچستان د ستونزې د حل لپاره یې یوازې پوځي تګلاره غوره کړې او سیاسي حل ته یې پام نه دی کړی.
راپور وايي، د اجباري بې درکه کسانو مسئله، د بلوڅانو د سولهییزو سیاسي فعالیتونو محدودول، د رسنیو سانسور او د خلکو د استازو پر ځای د کمزوري سیاسي جوړښت رامنځته کول د ناامنۍ د زیاتېدو مهم عوامل دي.
د لیکوال پایله
د لیکوال په باور، که پاکستان د پخواني افغان پوځ له غړو ملاتړ او د پوځي تګلارې دوام وساتي، نو په بلوچستان کې به تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
هغه سپارښتنه کوي چې د ستونزې د حل لپاره باید له سیاسي خبرو، ډیپلوماسۍ او د خلکو پر استازیتوب له ولاړ سیاسي نظام څخه کار واخیستل شي، څو بلوچستان د اوږدمهاله امنیت او ثبات پر لور ولاړ شي.
د راپور لیکونکی عبدالباسط، د سینګاپور د نړیوالو مطالعاتو د انستیتیوت څېړونکی دی چې په جنوبي اسیا کې د سختدریځۍ، ترهګرۍ او وسله والو بریدونو په اړه څېړنې کوي.