Homeخبرونهښه خواړه د بیولوژیکي عمر (زړښت) د کمولو لپاره مهم دي

ښه خواړه د بیولوژیکي عمر (زړښت) د کمولو لپاره مهم دي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د ښې روغتیا او د عمر د زیاتېدو د بهیر د ورو کولو لپاره د متوازنې غذا له اهمیت څخه انکار نه شي کېدای. ان تر دې چې یوازې د څلورو اوونیو لپاره سالم خواړه کول هم ښايي د بیولوژیکي عمر په سوکه کولو کې مرسته وکړي.

په اسټرالیا کې یوې څېړنې ښودلې چې هغو کسانو، چې عمرونه یې د ۶۵ او ۷۵ کلونو ترمنځ وو، یوازې د څلورو اوونیو لپاره بېلابېل او نسبتاً سالم خواړه وخوړل، چې له امله یې د دوی په بدن کې د عمر له زیاتېدو سره په تړلو ځینو مهمو نښو کې د ښه والي بدلونونه ولیدل شول.

د اسټرالیا د سیډني پوهنتون څېړونکو په دې څېړنه کې ۱۰۴ کسان شامل کړي وو چې عمرونه یې له ۶۵ تر ۷۵ کلونو پورې وو. ټول ګډونوال په څلورو ډلو ووېشل شول او هرې ډلې ته بېلابېل خواړه ورکړل شول.

یوې ډلې داسې خواړه خوړل چې د حیواني او نباتي سرچینو دواړه ډولونه پکې شامل وو، په داسې حال کې چې دوهمې ډلې ته تر ډېره له نباتاتو ترلاسه کېدونکی پروټین ورکړل شول.

درېیمې ډلې ته د ډېرو غوړو او لږو کاربوهایډرېټونو لرونکي خواړه ورکړل شول، او څلورمې ډلې ته د لږو غوړو او ډېرو کاربوهایډرېټونو لرونکي خواړه ورکړل شول.

په هغې ډلې کې چې ډېره غوړ لرونکې او له عادي غذا سره ورته خواړه یې خوړل، د بیولوژیکي عمر په اټکل کې د پام وړ بدلون ونه لیدل شو. خو په نورو درېیو ډلو کې د بیولوژیکي عمر په اټکل کې کموالی ولیدل شو.

تر ټولو ډېر بدلون په هغې ډلې کې راغلی و چې لږ غوړ او ډېر کاربوهایډرېټ لرونکي خواړه یې خوړل او په غذا کې یې د نباتي او حیواني سرچینو دواړه ډولونه شامل وو.

د بېلابېلو محاسبو له مخې، د دې ډلې د کسانو د بیولوژیکي عمر اټکل د بلې ډلې پرتله شاوخوا ۳.۵ تر ۴.۱ کلونو کم و.

بیولوژیکي عمر څه ته ویل کېږي؟

زموږ عادي عمر د هغو کلونو له شمېر څخه معلومېږي چې له زېږون وروسته مو تېر کړي دي. دې ته تقویمي یا تاریخي عمر ویل کېږي.

خو بیولوژیکي عمر دا ښيي چې زموږ بدن د خپل تاریخي عمر پرتله په کوم حالت کې دی او د عمر له زیاتېدو سره یې په بدن کې څومره بدلونونه راغلي دي.

د بیولوژیکي عمر د اټکل لپاره د وینې فشار، د وینې د شکر کچه، کولېسټرول، انسولین، په بدن کې التهاب، د ملا چاپېره اندازه، وزن او نور عوامل ارزول کېږي.

ایا خلک رښتیا هم څلور کاله ځوان شوي؟

د دې پوښتنې ساده ځواب نه دی.

دا ډېره مهمه ده چې پوه شو، دغه څېړنه دا نه ثابتوي چې د خلکو اصلي عمر څلور کاله کم شوی یا د زړښت بهیر یې څلور کاله شاته تللی دی.

د څېړونکو په وینا، دقیقه خبره دا ده چې د دغو کسانو په بدن کې د روغتیا ځینې داسې نښې رامنځته شوې چې عموماً په نسبتاً ځوانو کسانو کې لیدل کېږي.

یعنې د هغوی په وینه، میتابولیزم او د بدن په نورو برخو کې مثبت بدلونونه لیدل شوي دي.

په څېړنه کې د ډېرو کاربوهایډرېټونو مطلب دا نه و چې ګډونوالو دې کیک، خواږه شیان، ګاز لرونکي مشروبات یا سپینه ډوډۍ ډېره خوړلې وي. دوی کاربوهایډرېټونه تر ډېره له بشپړو او لږ پروسس شوو خوړو ترلاسه کول.

څېړونکو ټینګار کړی چې د دې څېړنې پایلې باید هغو خوړو ته ونه غځول شي چې ډېره بوره او غیرصحي کاربوهایډرېټونه لري.

هغو کسانو چې غوره پایلې یې لرلې، د خپلې عادي غذا پرتله ډېر فایبر، لږ غوړ او د حیواني سرچینو لږ پروټین کارولی و.

یوه مهمه احتمالي وجه دا ده چې د غذا بدلون د وینې د شکر، کولېسټرول، انسولین، د وینې فشار او په بدن کې د التهاب په څېر عوامل ښه کړي دي.

څرنګه چې همدا عوامل د بیولوژیکي عمر د اټکل لپاره کارول کېږي، نو د بیولوژیکي عمر اټکل شوې شمېره هم کمه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...