Homeخبرونهتازه خبر: پر کونړ د پاکستان د نن سهار هوایي برید کې...

تازه خبر: پر کونړ د پاکستان د نن سهار هوایي برید کې ۳ کسان وژل شوي

تاند/ دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه/ د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب‌الله حنیف وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار شاوخوا درې بجې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې هوايي برید کړی دی.

حنیف وایي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه برید کې یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

دغه راز د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستان پوځي رژیم جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم پر ځینو سیمو هوایي بمبارد کړی دی.

د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې د تور کنډي په سیمه کې د فیروز په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي خالي دوکان په نښه او په بشپړه توګه له منځه تللی.

ځایي سرچینې زیاتوي چې، همدرانګه پاکستاني الوتکو د دغه ولسوالۍ د رخې په سیمه کې د صالح خان په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي یو پخوانی او خالي کور هم بمـبارد کړی، چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، یوازې کور پکې ویجاړ شوی دی.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې، څو ورځې وړاندې افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، که پاکستان بیاځلې پر افغان خاوره برید وکړي نو دوی به سخت ځواب ورکړي.

تر اوسه د طالبانو له لوري د کوم ځواب او غبرګون څرک نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...