تاند/ دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد پر کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې وایي چې، د پاکستان پوځي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په موخه یوځل بیا جنایت ترسره کړی.
هغه وایي، چې افغانان به د دې جنایت مناسب ځواب ورکړي.
مجاهد زیاتوي چې، د پاکستان «متجاوز» پوځ یو ځل بیا تېره شپه په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي ځایونو بمبار کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه سهار مهال شوي دي.
په دې بریدونو کې پاکستاني جېټ الوتکو نن سهار شاوخوا څلور بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه او تور کنډي سیمو کې دوه هوايي بریدونه کړي دي.
د ځایي سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې یو خالي کور او دوکان په نښه شوي دي، خو د مرګژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.