تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) پاکستان په کونړ کې پر درو سیمو د بمبارۍ ترڅنګ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم بمبارۍ کړي چې له امله یې یو دوکان او یو کور ویجاړ شوي، خو په دغو سیمو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو حکومت چارواکو دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللي او غندلي یې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا بریدونه غندلي دي.
د پاکستان پوځ د روان کال د غبرګولي په ۲۰مه هم د افغانستان په ختیځ کې د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو ځینې ملکي سیمې په بمباري کړې وې.
د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي وو چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری پکې شامل وو. همداراز ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، ټپیان شوي وو.
پاکستان د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۶مه هم په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژلي وو.
دې پېښو پراخ غبرګونونه پارولي وو او نړیوالو بنسټونو د دې پېښې د څېړنې او د سیمهییزو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه.