زه د قهققه خندا استعداد او شوق نه لرم او همیشه زما خندا د تبسم په اندازه وي خو کله چې سوچ کې لاړ شم، بیا مې ظاهري وضعیت تغییر کوي او تبسم هم سر خوري.
د قطر په دوحه کې د بحر په غاړه ولاړ وم او هغه خوا مې Sheraton هوټل ته پام شو. په سوچ کې شوم چې د دوحې د شیریټن هوټل سره د افغانستان د تاریخ او تحولاتو یوه مهمه برخه تړل شویده.
په ۲۰۰۴زکال کې د کورنیو چارو وزیر، علي احمد جلالي چې قطر ته رسمي سقر درلود، زه هم ورسره وم او په شیریټن هوتل کې اوسیدلو. اکثره کاري مجلسونه مو هلته درلودل او دا ساحه راته معلومه وه.
وروسته د طالبانو، امریکا او د جمهوریت د مذاکراتي ټیم خبرې اترې هم د دوحې په شیریټن هوټل کې وې. په همدغه هوټل کې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لیک امضا او د افغانستان د تاریخ یو نوې فصل پیل شو.
په دوحه کې د جمهوریت او هم د طالبانو د خبرو اترو د ټیمونو غړي ښه چاق او وپړسیدل. دوی ته په زرهاو زره ډالره معاشونه، کورونه او نور امتیازات قطر، امریکا او د افغانستان حکومت ورکول. مکلفه خواړه ورته په هوټل کې مهیا و. په دنیا دوی ته من او سلوا حواله وه، خو دوی د پیازو، پیتیو او شوړومبو غوښتنه کوله.
د قدرت د لاسته راوړلو لپاره طالبانو زیاتې وعدې ورکولې او داسې ښودله چې دوی بدل شوي دي ځکه جهان دیده شوي دي. د مذاکراتي ټیم غړو به هم ویل چې طالبان بدل شوي او تبلیغات دومره زیات شول که چا به د دایمې سولې لپاره معقوله خبره او نظر هم درلود، ورته به ویل کیدل چې تاسي د سولې د خبرو مخالف یاستي. د هاها ډلو او رسنیو ښه ساعت تیر و. د بندیانو په خوشې کیدو کې جعلي لستونه جوړیدل، د ټولو اړخونو لخوا تایدیدل او په لکونو ډالره ښکته پورته کیدل. ځیني د دغه معامله ګرو اوس هم ښه ساعت تیر دی. طالبانو هم د قدرت د لاسته راوړلو لپاره لکه جمهوریتیان غوندې.
مذاکراتي ټیم اکثرو غړو د طالبانو سره اړیکې جوړې کړې وې چې په راتلونکې کې به د دوی او د دوی د پلرونو او مشرانو ځایونه او ګټې خوندي وي.
په مسکو کې د کرزي صیب په شمول سیاسیونو د مولوی شهاب الدین په قیادت یو ځای لمونځ وکړ. دوی د طالبانو قیادت ومانه. امریکا هم د طالبانو سره پټې معاملې درلودې چې د هغوي په عسکرو به ډز نه کیږي او افغانان که وژل کیږي، څه فرق نه کوي.
یعنې د دوحې د سولې خبرې د افغانستان د ثبات او جنګ د ختمیدو لپاره نه وې فقط ټولو خواو د خپلو ګټو او قدرت لاسته راوړلو لپاره چنې وهلې.
د دوی په منځ کې د قطر کوربه هیت او مشران هم هک پک حیران و چې دوی خو غواړي چې د دوحې خبرې کامیابې او قطر یو ښه منځګړې اوسي خو خبره بل قسم روانه ده. د افغانستان په برخه کې د قطر د خبرو اترو مسوول، مطلق بن ماجد القحطاني، کابل ته ډیرې منډې ترړې وکړلې چې د دوحې خبرې کامیابې شي ځکه دا د قطریانو لپاره په سیمه کې حیثتي مسله وه خو څه ګټه یې ونکړله.
سوچ مې په دې کاوه چې ایا د دوحې د چنو وهلو لوبغاړي د کوربه هیواد په شمول خپل اهداف تر لاسه کړ که نه؟
افغانستان او افغانانو په کل کې د سولې په خاطر ډیر څه د لاسه ورکړل چې جبران یې په لسیزو ناممکن دی. سوله رامنځته نه شوله. پرون هم کونړ او پکتیا د پاکستان د لخوا بمبارد شول. مشروع او قانونمند حکومت ایجاد نشو. افغانستان حاشې او د انزوا حالت سره مخامخ شو. د افغانستان او افغانانو غږ څوک نه اوري ځکه افغاسنتان کې یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت نشته دی. راتلونکی حالت هم نامعلومې خواته روان دی.
امریکا نه غوښتل چې د دوی په موجودیت کې هغه جمهوریت چې دوی یې شل کاله حمایت او ملاتړ کړې و، د ویتنام غوندې سقوط شي. ویتنام کې چې کله امریکا د ماتې سره مخامخ شوله، د امریکایي عسکرو د وتلو صحنه چې هلیکوپترونو ته ختل، د امریکې د تاریخ یوه ناکامه برخه وه چې بیا تکرار نشي. خو د ویتنام حالت بیا تکرار شو. د سقوط په ورځ د سي ۱۳۰ الوتکو پورې د افغانانو نښتل او د منډو عسکونه او ویډوګانې، په بهرنیو هیوادونو کې د امریکا د ناکامې یو بل ناریخ شو چې همیشه به پرې خبرې او بحثونه کیږي.
اکثریت افغانانو او د جمهوریت مشرانو هم نه غوښته چې د جمهوریت سقوط د دوی په حضور کې رامنځته شي. خو هغه وشو. جمهور ريس غني به ویلې چې د امان الله خان غوندې د وطن نه نه وځي خو هماغه وشول.
د طالبانو مشران هم د امریکا په سی ۱۳۰ الوتکه کې د قطر نه کندهار کې ښکته شول. د دوی دا ادعا چې دنیا یې ماته کړې غلطه ثابته شوله ځکه امریکایانو دوی بیرته راوستل. د طالبانو لپاره همدا صحنه د ټولو نه لویه ناکامې وه چې د افغانانو سره یې جوړه ونکړله خو د امریکا په الوتکه کې راښکته شول. خپل ولس ته په سپکه سترګه اوس هم ګوري. طالبانو ونشو کولې چې په تیرو پنځو کلونو کې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. علت یې د دوحې د خبرو ناکامه پروسه وه.
د جمهوریت د مذاکراتو ټیم هم د افغانستان د تاریخ یوه توره صفحه ده. اکثره غړي چې نن ځانونه د ښځو د حقونو مدافعین او یا طالبانو مخالفین ګڼي، د همدغه ناکامې پروسې غړي و.
په دې سوچ کې وم چې زوی مې دا عکس واخیست. ایا ټولو خواو د تیرو ناکامو خبرو نه څه عبرت اخستلې که نه؟ ځواب تر اوسه نه دی.
ټولې خواوې باید د تیر تاریخي نیمګړتیاو نه عبرت واخلي. د اوس او راتلونکی لپاره باید په شریکه سره کار وکړي.
البته د شریک کار لپاره شریک میکانیزم پکار دی. تر څو چې شریک میکانیزم رامنځته نشي، نه به ادم خان وي او نه به یې تل اوښان وي. هیڅوک نشي کولې چې د ولس د حمایت نه په غیر قدرت تل تر تله وسانلې شي.
زما د خبرو بحث د افغانستان د ټولو دخیلو خواو سره همیشه همدا دی جې د نفې او انحصار د قدرت سیاست دوام نشي کولې. باید د قانون په چوکاټ کې ولسي مشروعیت رامنځته شي. د دې کار د پیل لپاره د افغانانو په خپل ابتکار، د لوی جرګې جوړیدل په داخل د افغانستان کې اړین دي. بله معقوله لار د افغانستان د ثبات لپاره نشته دی. د لوی جرګې د دایریدو لپاره تفصیل به د دغه سفرونو په اخره کې شریک کړم.
لویه جرګه داسې میکانیزم دي چې د ټولو خواو مشروع غوښتنې پکې منل کیدلې شي او ټول افغانان کولې شي چې د لوی جرګۍ د پریکړو نه وروسته په عزت سره ژوند، کار او سیاست وکړي. د منازعاتو د حل په فرموله کې دې میکانیزم ته Win-Win- Situation یا ټولې خواوې ګټونکي وي او بایلونکي څوک نه وي. د لوی جرګې په دایریدو سره به ټول افغانان ګټونکي شي.
پدیتوګه، د طالبانو په شمول که ټول افغانان دا فکر کوي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، د لوی جرګې دایریدل یوازنې معقوله لار ده ځکه جنګ د مسایلو د حل لار نه ده. که لویه جرګه دایره نشي، خبره پخپله جنګونو، سیمه ایز او نړیوال رقابتونو ته مساعدیږي. د راتلونکو جنګونو مسوولیت به د طالبانو په غاړه وي ځکه دوی اوس حاکم دي، او په کوم رقم چې دوی حکومتولي کوي، دا پخپله راتلونکو جنګونو ته زمینه مساعدوي.
ښاغلي میاخیل ته سلام او په درنښت!
ستاسو له لیکنو ښکاري چې تاسو طالبانو ته مشورې ورکوی او نېوکې بیا پر ټولو افغانانو کوی، خو له بل اړخه د دوحې قراردادونه منفور ګڼی او د جمهوریتیانو ډله همچنان تاسو ته منفوره ده، نو پوښتنه دا ده، چې کوم خلک یا ډله سمه ده.
تاسو یاده کړې، چې له ښاغلي جلالي سره مو د جمهوریت د استازي په توګه د دوحې په هوټلونو کې شاهانه شپې ورځې تېرې کړې دي. تاسو د جمهوریت د دفاع وزارت سرپرست وزیر وی، د ننګرهار والي وی او کېدی شي نورې دندې به مو هم تر سره کړې وي، نو څنګه تاسو چې د دومره ځواکمن وزارت سرپرست وی او د لومړۍ درجې ولایت والی وی او بیا هم پر خپل جمهوریت نیوکې کوی او پړه پر نورو اچوی! او ځان سپینه کفتره ګڼۍ! مګر استعفا مو ور نه کړه.
راځم د امریکا یرغل ته، چې د ۲۰۰۱ م کال د اوکتوبر په ۷ نېټه پیل شو، نو دغه یرغل کوم حقوقي بنسټ درلود؟ آیا په يو چا چې جرم نه وي ثابت شوی، څوک یې مجرم ګڼل شی؟ د سپتامبر د ۱۱ نېټې ننداره لیه تر ننه نه ده تثبیت شوې، چې القاعده دې دا عمل تر سره کړی وي، ځکه تر ننه کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی، صرف اتهامات دي! په هغو څو تنو کې، چې امریکا په نښه کړي ول، یو یې هم افغان نه وو، ځکه چا چې له يرغلیانو سره د جوال خوله نیولې وي، نو د ملت لپاره لاسپوڅي دي.
امریکا پښې سپکې کړې، ځکه د افغان ملت له مقاومت سره مخامخ شول، د جمهوریت په دوران کې، د افغانستان په هر ګوټ کې د خلکو او دسیمو ستونزې د طالبانو په حضور کې، صادقانه، پرته له شخړو په بېړه تر سره کېدلې، ځکه عامو خلکو پر جمهوریتیانو باور نه درلود، یا یې رشوت ترې غوښت او یا یو څه نور، ځکه ټول ترې متنفره ول. مګر طالبان ملت وساتل! که نه نو څه ډول یې نظامي، تبلیغي او د جلبوجذب چارې تر سره کولې!
آیا د اشرف غني درېدل د امریکایي عساکرو په منځ کې، چې ټرمپ ته یې جینګه خوله نیولې وه، د منلو او توجیې وړ وه! د ضعیفو چارواکو مشر هم سنډه وي، ځکه په اداره کې پراخه انارشي وه او هر یوه خپل جوب ډکاوه، خو ملت یې درباوه!
کله چې یو یرغلګر له بل ملکه وځي، نو طبیعي خبره ده، چې د مقاومت یا مقابل اړخ سره به خبرې کوي او هوکړه لیک به لاسلیکوي او د قدرت انتقال به تر سره کېږي. پوښتنه دا ده، چې د مقاومت ډله له یرغلګر سره هوکړه وکړي او که د لاسپوڅو نخرو ته وګوري؟ سر بېره پر دې چې امریکا وتښوله او جمهوریتیانو پښې سپکې کړې، نو څه به ورته پاتې وي! هم حیثیت، هم منصب او هم عزت ولاړل! امریکا لکه روسانو کونه وټپوله! بیا یې ولاکه افغانستان ته راولې.
د لویې جرګې خبره هلته او دلته یادېږي، مګر آیا لویه جرکه به ستاسو په خوښه یا فرمایش وي او که د طالبانو؟ هغه جنګسالاران یا جمهوریتي تښتولي، چې د لویې جرګې او قدرت خوبونه ویني ښه به وي، چې خیال پلو ووهي، ځکه نن سبا افغان ولس بل ډول فکر کوي، د جمهوریتیانو لمنه دوی پخپله پر سر اړولې ده!
په اسلام کې علم فرض دی، مګر د علم تعریف چا وړاندې کړی، چې علم یعنې څه؟ یو شمېر دینیات، اسلامي علوم، تفاسیر، حدیثونه علم ګڼي، چې د اجتماعیاتو برخه ده، نور بیا د شعر، ادب، ژبپوهنه… او داسې نور اجتماعي علوم ګڼي، خو ګڼشمېر بیا ریاضي، فزیک، بیولوژي، هندسه… نور د ساینسي علومو برخه ګڼي، همدا ډول د لوړ تحصیل لپاره بیا نور علوم دي، خو ستونزه دا ده، چې د دغو علومو لپاره فني او مسلکي خلک پکار دي، چې له بده مرغه د افغانستان له مشکلاتو سره ګڼشمېر په وروستیو ۵۰ کلونو کې هجرتونو ته اړ شوي دي.
د تعلیم، تربیې او تحصیل لپاره لومړی باید د ملت اکثریت قانع کړل شي او بیا پر طالبانو تحمیل شي، چې نجونو او هلکانو ته د تعلیم، تربیې او تحصیل زمینه برابره کړي! نیوکه صرف سیاسي شرلتان کولی شي، مګر د افغانستان د ۹۰ سلنې ذهنیت دې ته جوړ نه دی، چې عصري علوم دې په افغانستان کې پراخ بنسټه شي، نو هر ګام باید له احتیاط سره مل وي.
له یو او بله به یې نه پټوو، چې څومره ډاکترانې، انجینیرانې … او داسې نورې پېغلې واده شوې، مګر بیا په کور کېناستې او یا کېنول شوې! یعنې له بده مرغه هم پرون او هم نن په نرانو کې همدا ذهنیت دی! چې ښځه یا د کور او یا د ګور!
که یوه ښځه ۵ اولادونه ولري، نو د ماشومانو وړکتون، مکتب، لیسه او نورې تحصیلي مرجعې به څنګه وي، چې مور د اولادونو سره بوخته نه شي، نو څه ډول به ټولنه روغه شي، چې پلار هم خپل مسولیت لري، چې باید مېړنی او زحمتکش وي! د یو اولاد سترول ټوکې نه دي. په دې هیله چې ټولې نجونه ډاکترانې شي! مګر ژوند یو حقیقت او د ژوندانه د ستونزو او مسؤلیت یو واقعیت دی!
تاسو به غربي نجونه یادې کړی، چې تر ۳۴ کلنۍ کیف کوي، مګر دلته په یوه کورنۍ کې ۱،۲ ماشومان راوړي، ځکه یې نسل د ورکېدو له مخاطرې سره مخامخ دی او د ټولنې د زاړه او واړه د انډول لپاره یې د مهاجرتونو پروسه له یوې پېړۍ راهیسې پیل کړې ده! نو د بشر په دیموګرافي ځان پوه کړی! جنګونه دوی درباندې تپلي دي، ځکه وایي غریب مه وهه او مه یې وژنه، ډوډۍ ترې واخله، بیا دوی پخپله یو او بل ځپي! ښه بېلګه یې فلسطین، عراق، ایران، لیبیا، سوریه، افغانستان… چې ټول اسلامي ملکونه دي، چې د لوېدیز منافقت او د مسلمانانو احماقت ته نغوته کوي! ستاسو د بري په تمه! وسلام