Homeخبرونهحامدکرزي، پر کونړ او پکتیکا د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه...

حامدکرزي، پر کونړ او پکتیکا د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه وغندل

تاند/ دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو وروستي هوايي بریدونه په کلکه وغندل.

کرزي دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض بللي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستان اوسني امنیتي ستونزې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسمو سیاستونو پایله بللې ده.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې د ښه ګاونډیتوب، دوستانه اړیکو او متمدن تعامل لاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان پوځ یو ځل بیا نن سهار وختي په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي ځایونو بمبار کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د دې بریدونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې، د پاکستان پوځي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په موخه یوځل بیا داسې جنایت ترسره کړی چې افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...