یکشنبه, دسمبر 28, 2025
Home+له مظهرالالسلام سره مرکه| ژباړه: ع ارمان‎

له مظهرالالسلام سره مرکه| ژباړه: ع ارمان‎

مظہرالاسلام د اردو معاصر فکشن نومیالی لیکوال دی، چې په ۱۹۴۹م کال کې د پنجاب په خانیوال کې زېږېدلی. د هغه لنډې کیسې (افسانې) او ناولونه د مینې، جدایۍ او انساني احساساتو ژور انځور وړاندې کوي. د ژبې ښکلا، سمبولیزم او جادویي حقیقت نګاري یې د سبک ځانګړنې دي.

  • گھوڑوں کے شہر میں اکیلا آدمی  (لنډې کیسې)
  • گڑیّا کی آنکھ سے شہر کو دیکھو  (لنډې کیسې)
  • باتوں کی بارش میں بھیگتی لڑکی  (لنډې کیسې)
  • خط میں پوسٹ کی ہوئی دوپہر  (لنډې کیسې)
  • محبت: مردہ پھولوں کی سمفنی (ناول)

پوښتنه: په ماشومتوب کې تاسو کوم ډول کتابونه لوستل؟

ځواب: زما پلار د تاریخي ناولونو په لوست عدت شوی وو. زه به کتابتون ته ولاړم او د هغه لپاره به مې ناولونه راوړل، هم دا زما اول ځل وو چې له کتابونو سره بلد شوم او د هغو له لمسه مې خوند اخستی. په یوه معنا، ما د کتابونو حس کول له لوستلو مخکې زده کړه.

لومړی ګتاب چې ما ولوستی او ټول مې حفظ کړی، د «بايبل» اردو ژباړه وه.له دې وروسته مې د کتاب په لوستلو کې ناغیړې نه ده کړې.

لنډه دا چې په داسي کوټه کې مې ناستې ته زړه نه کیږي چیرته چې کتابونه نه وي.

پوښتنه: ایا په دې اوس ورځو کې د کتاب لستولو لپاره وخت لرئ؟

ځواب: زه په یوه وخت کې د څو کتابونو مطالعه کؤی شم، چې لږ پاریغه وخت ومومم هم مطالعې ته ئي ورکوم.

زما بې کتابونو ګزاره ډیره اړه وي. له کتاب بغیر مې هیڅ یو ځای وخت نه تیریږي، زما د ويدېدلو کوټه له کتابونو ډکه ده، زه تل ځان د کتابونو په میان کې خوشحاله حس کوم.

خو! د لیکلو لپاره اوس بیخي وخت نه لرم.

پوښتنه: تاسو د لیکلو پیل کله وکړئ؟

ځواب: زه چې کله په خپل پلارني ټاټوبي “وزیر اباد” کې د ښونځۍ زده کوونکی وم، هلته یو شاعر وو، ما ئي ډیر قدر کولی مګر خلکو دومره «سترګه نه ورته خوږه وله»او بل زموږ د رسم/ډرائنګ ښوونکی “ندیم صاحب” زما په ژوند کې د لیکلو محرک جوړ شوه.

زه د څلورم ټولګي زده کوونکی وم چې یو نظم مې ولیکه او ندیم صاحب ته مې ورښکاره کړ او هغه د ماشومانو په مجله کې خپور کړ. دا اول ځل و چې یو نظم ما ولیکه او هغه چاپ شو.

تر کومه حده چې د کیسې لیکلو خبره ده نو خپله لومړۍ کیسه مې د «تالاب» په نامه د پلار له مړینې وروسته ولیکله او د اردو په یوه مشهوره مجله «نیرنګِ خیال» کې خپره شوه. د دې کیسې لیکلو الهام مې د پلار له مړینې اخیستی و ځکه مې په کیسه کې مرګ ته د درناوي رنګ ورکړی.

پوښتنه: ستاسو له څو کیسو معلومیږي چې له “منټو” متاثره یئ؟

ځواب: په پیل کې زه له منټو متاثره شوی وم، د هغه نابغه صفته شخصیت خپل اثر په ما پریښی، مګر دا بلکل زما د ادبي سفر د پیل خبره.

د منټو اغېز يوازي په څو کیسو کې محسوسیږي، وروسته مې خپله لاره جوړه کړه، ما خپل اسلوب ومندی چې له هیڅ یوه ځائي لیکوال له سبک سره ورته نه دی.

زه خپل ځان د ځائي ادبې ماحول برخه نه ګڼم، زما هنر زما له وجوده را ټوکېدلی.

خلکو به ویل: “زما په کیسو کې د کافکا رنګ ډیر زیات ښکاري” مګر ما هغه وخت کافکا هیڅ لوستلی نه وو.

زما نثر له نورو بیخي بدل دی، د کیسې لیکلو دا غیر معمولي هنر ما له یوه خټګره زده کړی، کوم چې زموږ په علاقه کې اوسیدی او زه به د هغه له اغښل شوې خټې سره لوبدم.

پوښتنه: مرګ، یواځېتوب او خودکشي ستاسو په کیسو کې په وار وار سره راغلي موضوعات دي، یتاسو د خودکشۍ له خیال سره دومره مینه ولي ده؟

ځواب: مرګ مې خوښ دی، په ځای د دې چې تري و ډار شم زه مسروره کیږم. زما یقین دی چې مرګ د ژوند اختتام نه دی، دا د یو نوي ژوند پیل دی.

تر کومه حده چې د خودکشۍ خبره ده، دا د دې نړۍ یواځنی پاک شی دی. زه نه غواړم چې له کومې ناروغۍ دې مړ شم، زه که مړکېږم نو یوازي به د مرګ په خاطر مړ شم.

زما لپاره خودکشي یو رومان دی، ما ئي کوشش هم کړی مګر د مرګ له لمسه به محرومه پاتي شوم.

مګر په اوس عمر کې زما لپاره خودکشي هغسي کشش نه لري، دا هغه وخت ډیره پرکششه وي کله چې انسان ځوان وي او خودکشي باید تر جبر لاندي نه وشي خودکشي باید د خودکشۍ لپاره وشي.

پوښتنه: ستاسو نثر ډیر زیات له استعارو ډک وي، ایا ستا لوستونکو ته ستاسو کیسې سنزمنې نه ښکاري؟

ځواب: زه فطرتاً یو سرئلیسټ لیکوال یم، او ژوند هم سرئلیزم دی، هم دا وجه ده چې زما په لینکو کې استعاري ډیرې وي.

هغه کلیوال لوستنوکې چې ډیر لیري پرته دې، ما ته زما د کیسو له لوستلو پس د مننې لپاره لیکنه رالیږي، چې د کلي خلک زما کیسې لوستی شي نو د ښار خلکو ته هم هیڅ ستونزه نشته.

زما یو ناول په یوه میاشت کې “سنده”  کې ختم شو. اوس هم زما د کیسو لوستونکي په سندي او سرائیکي علاقو کې ډیر دي.

پوښتنه: ولې هلته ډیر دي؟

ځواب: زما په خیال کلیوال خلک “د زړه صفا دي.” د دوی مینه رښتینې وي.

 زما اصل فکر مینه کول دي او زه خپله په مینه کې د پاکیزګۍ په لټه یم؛ شاید دا وجه وي چې زه په دې علاقو کې دومره مقبول یم .

پوښتنه: تاسو ولې او د څه لپاره لیکل کوئ؟

ځواب: زه د ځان لپاره لیکل کوم، د ځان د خوشحالۍ لپاره.

دا زما لپاره یوه خوندوره مشغوله ده، بل هیڅ نه.

پوښتنه: امریتاپریتم! ستاسو د اذبي زیار په اړه ویلي وو؛ “کیسه مظهرالالسلام ده” ایا تاسو کله له امریتا سره لیدلي ؤ؟

ځواب: نه، ما هغې ته یوازي خپل کتابونه ورلیږلي وه، ما ته د امریتا دا خبره (کیسه مظهرالالسلام ده) ډیره یوه معنا لري،هغې واقعې هم زما د زیار قدر کړی. زما ډیرې کیسې ئي “پنجابې ژبې” ته وژباړلې، څو ځله ئي ما ته دعوت را کړی چې “هندوستان” ته ورشم مګر هغه وخت له ما نه وشوه چې ورشم خو کله چې ورغلم او د هغې دروازي ودریدم نو هغه زما له ورتګه مخکې مړه شوې وه.

پوښتنه: دا څنګه شونې شوه؟ چې “کرسټوفرشیکل” ستاسو کیسې “انګلیسي ژبې” ته وژباړلې.

ځواب: له کرسټوفر! سره په ۱۹۷۴ کې زما لیدنه وشوه کله چې هغه پاکستان ته د یوه تحقیق لپاره راغلی وو، له دې وروسته مو له یوه بل سره لیده کاته زیات شو، مګر د کېسو انتخاب د هغه خپل وو.

دا مجموعه په دنیا کې ډیره مشهوره شوه، د “ټائمز په ادبي سپلیمنټ/Times’ literary supplement” کې ډیرې تبصرې ورباندي وشوې.

په یوه بله تبصره کې د دې مجموعې په اړه “جان ایوان پالمر” ؤيلي؛ «دا مجموعه یو نادره مثال دی چې ادبې صلاحیتونه د ذهنونو تر میان لارې جوړوي او دا ثابته وي چې د ادب دنیا واقعي چې علمي ده »

پوښتنه: نقادانو ستاسې کار څنګه ارزولی دی؟

ځواب ښه لیکوال د نقاد اړتیا نشته. ما ځان له ټولو ادبي تنظیمونو لرې ساتلی، او نه د کومې ادبي حلقې برخه یم.

زما نقادانو ته دومره پام نه ور اوړي خو یوې عالِمې، (ډاکټر صفیه عباد) زما هنري تخلیق په کتاب کې ښه تشرېح کړي او ډېر ښه کار یې ورباندي کړی دی.

پوښتنه: د راتلونکي پلانونه مو څه دي؟

ځواب: د لنډو کیسو یوه ټولګه مې تیاره ده. ډېر ژر به خپره شي. همدارنګه، زما ټول کار په یوه ټوک کې راټولېږي. نور خو نو ژوند روان دی.

حواله:news line magazine.com

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...