یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+یو انځور زر خبري | غني حسن

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه:

ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي انسان ته لیږدوي او د فکر نیلی یې د تخیل دنیا ته په سرعت رسوي. لوړ انځور پر فیسبوک زما نظر جلب او جذب کړ، چي له دې سره غواړم  پر دغه هنري اثر خپل برداشت، تبصره یا یو ادبي تحلیل وړاندي کړم.

انځور پېژندنه:

د یوه هنرمند په لاس کي قلم د وني په بڼه دنګ او مستقیم ولاړ دی، چي د قلم یا وني د تنې په سر کي ښاخونه یا ښاخلې بې پاڼو ښکاري او موسم د خزان مانا لیږدوي او د قلم یا وني له څوکي پر سپین کاغذ یاني مځکي د یوې تازه پاڼي رسمول د پسرلي د زیري مانا بیانوي؛ خو یو سړی، چي تبر/ تیشه ئې په لاس کي د قلم پر څوکي ګوزار یا واری کوي. دغه هنري انځور د یوه ملت جالب حالت بیانوي: یاني له پوهي سره د جهالت جګړه، یاني د پسرلي له راتګ سره مخالفت او د رڼا پر وړاندي درېدل دا یوازي دغه څو عنصره قلم، ونه، شنه پاڼه او د وني او قلم په ماتولو کي مخکښ جاهلیت نه دی، بلکي له ځانه سره یوه دنیا نوري خبري هم لري.

لومړی قلم یا لیک په تاریخ کي :

 په اصل کي تاریخپوهان تاریخ پر دوو برخو ویشلی دی، اول تر تاریخ وړاندي دوره، چي پر ۳برخو ویشل سوې ده:

 الف: د ډبرو زمانه، چي شاوخوا  تر میلاد یو میلیون کاله مخکي پیلېږي او تر میلاد لس زره کاله مخکي پای ته رسېږي. ریفرنس ئې په افریقا کي د انسانانو پیدا سوي ککرۍ بلل کېږي.

 ب: د صیقل زمانه، دا زمانه بیا له میلاد څخه لس زره کاله مخکي پیلېږي او تر میلاد پنځه زره کاله مخکي پای ته رسېږي، چي په دې زمانه کي له ډبرو څخه وسایل او اسباب جوړېږي او انسان ته یو څه د توږولو فکر پيداکېږي.- وګورئ-( د انسان په لاس د ډبرو څخه جوړ سوي لوښي).

ج: او د فلزاتو زمانه، دا زمانه بیا تر میلاد پنځه زره کاله مخکي پیلېږي او تر میلاد ۳۲۰۰ کاله مخکي پای ته رسېږي؛ په دې زمانه کي انسان د کار کولو په جریان کي پر اوسپني پېښېږي، چي د اوسپني موندل نو  د انساني تاریخ جالب کشف دی، چي پر حیواناتو د غالب کېدو، د ښکار کولو لومړنۍ هڅي او له فلزاتو د وسایلو او تجهیزاتو د جوړېدو لومړنۍ نمونې د ژوند مسیر او بڼه بدلوي.

دوهم تاریخي دورې، چي دا دورې بیا پر ۴ برخو ویشل سوې دي، چي: لومړنۍ دوره/پيړۍ له میلاد څخه ۳۲۰۰ کاله مخکي پیلېږي او تر میلاد ۳۹۵ کاله مخکي پای ته رسېږي، چي په دې دوره کي انسان دداسي شي کشف وکړ، چي له تاریکیو څخه د راوتلو کشف و، چي د علم، پرمختګ او د افهام و تفهیم لومړنی خو خورا عظیم کشف و، دا کشف د هیروغلیف د لیک رامنځته کېدا وه، چي په انساني تاریخ کي یو داسي انقلاب و، چي انسان ته ئې دوې لاري کښېښولې د علم و منطق، سواد او رڼا لاره یا عقلانیت او بله ئې د جاهلیت، تاریکۍ او جنګ و تشدد لاره وه. هوښیاران له همهغه وخته خپل ملت وهڅوئ او له دې کشف څخه ئې عظیمه استفاده وکړه، مانا دا چي په نړۍ کي هر انساني کشف د انسان په خیر دی، که هر ملت چي له دې هنر او مهارت څخه برخمن سي که نه نو؛( چي په تمه د سپرو سي–هغه پاته له میرو سي.)

دوهم قلم په اسلام کي:

تر تاریخ وروسته په ۷مه، میلادي پيړۍ کي اسلام قلم یاني علم او پوهي ته ځانګړی او سپېڅلی مقام ورکړی دئ، چي د القلم سورت ۱ ایت انسان ته په تاکید وايي چي الله ج په قلم قسم یادوي (ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ)  دا د دې څرګندونه کوي چي قلم یوازي یو مادي شی نه دئ، بلکي یو الهي امانت دئ، د قلم قسم د دې دلیل دی چي علم، فکر، او حق لیکل د عبادت مرتبه لري. د احادیثو له مخي:رسول الله ﷺ فرمایي: »فضل العالم على العابد كفضل القمر على سائر الكواكب«   د عالم فضیلت د عبادت‌کوونکي په نسبت د سپوږمۍ د ستورو په نسبت دی. دا ښيي چي علم او قلم د عبادت له روح سره تړلي دي، ځکه علم د انسان هدایت کوي. بل حدیث کي اشاره ده:   »اول ما خلق الله القلم « – لومړی شی چي الله پیدا کړ، هغه قلم و. (ابوداؤد، ترمذي) دا مانا لري چي د خدای په نظام کي فکر، علم او لیکل د خلقت د پیل برخه ده. اسلامي تمدن د قلم پر بنسټ ولاړ نظام او قانون دئ، په دې سره ویلای سو، چي د قرآن لیکل، تفسیر، حدیث، فقه، ادب، فلسفه ټول د قلم د برکت محصول دئ. په اسلامي تمدن کي قلم د مسؤلیت، رڼا او امانت نښه بلل کېږي.

درېیم قلم په ادب او کلتور کي:

لیکوال یا هنرمند نړۍ د قلم په وسیله رنګوي، نړۍ ته علمي او هنري اثار وړاندي کوي ځکه وايي چي: پوهه د انسان د بقا شرط دئ، او جهل د فنا لامل دئ؛ خو ناپوه او جاهل انسانان دا رڼا له منځه وړي،  د رڼا د غلاکوونکو یا د رڼا د وژونکو پر وړاندي دا جګړه له زرګونو کلونو اوړي، چي د رڼا د خپرېدو، د قلم د اخیستلو، د علم د عامېدو او د وني د شنه کېدو مبارزه ټولو عالمانو، لیکوالو او شاعرانو هم د تاریخ په اوږدو کي پیل کړېده او لا روانه ده، کله په انځورونو کي او کله په شعرونو او نظمونو کي، کله په رسامۍ او کله په نقاشۍ کي، کله په تیاتر او سینما کي او کله په داستانونو او ناولونو کي، کله د شعر په استعارو او کنایو کي او کله په تشبیه او متلونو کي هر شاعر او لیکوال خصوصن په افغانستان کي په دري او پښتو کي خپل حق ادا کړی دئ. له مولانا رانیولې تر حضرت خوشحال بابا:

به دست من قلم بگذار که من کاشانه میسازم ازین ویران سرا روزی برایت خانه میـــــسازم – مولانا

افرين دې په ويلو سه خوشاله! – چي د تورو رژول کړې په قلم کي – حضرت خوشحال بابا

څوک چي خبر سي دخط له خونده – قلم به نه ږدي په حرف بې بنده – حضرت خوشحال

زه هغه سړی يم چي قلم واخلم په لاس – ناظر مې عطارد سي چي به څه کي په قرطاس- حضرت خوشحال بابا

د قلم په علم فتح د اقليم کا – چي په لاس يې د صحيح فکر سليم کا – حمید مومند

قلم په لاس غمونه کاږم – زما په لاس کي قلم دړي وړي سونه – لنډۍ

په پښتو او دري ادبیاتو کي د لرغوني، منځنۍ او معاصري دورې شاعرانو، هنرمندانو او لیکوالو قلم ته د هڅولو، لیکلو او بشر ته د څه وړاندي کولو افکار یوازي نه څرګندوي، بلکي هر فرد ئې د خپل توان په اندازه قلم په لاس نیولی او دې انسان ته ئې یو څه وړاندي کړي دي. دا لاره یوازي نارینه‌وو نه بلکي ښځینه‌وو هم پاللې ده، له نازو انا نیولې تر یوې معصومي خور راضیې، له لنډیو نیولې تر کاکړیو، که دا برخه وڅېړو نو د خاص انځور خاص خبري به راڅخه پاته سي، چا قلم سمبول او چا هنر او چا بیا علم بللی دئ.

په اصل کي دا انځور ښيي چي قلم (لیک، پوهه او هنر) د انسان د ژوند د شنوالي او ودي سرچېنه ده؛ خو هغه څوک چي بیا ددې پر  وړاندي تبر راباسي دا بیا د پوهي او هنر د دښمنۍ نښه ده .د قلم له څوکي/نوک څخه د وني د پاڼي راشنه کېدا – دا ښيي چي د قلم له برکته ژوند، زرغونتيا او وده منځ ته راځي.خو یو سړی د تبر یا تیشې سره د قلم/وني څوکه وهي — یاني هغه ځای وهي چي له هغه څخه ژوند راټوکېږي او وده کوي. قلم د علم او فکر سمبول دئ، ونه د ژوند او پوهي مانا لېږدوي.

 د وني پرېکول نه یوازي په صحي لحاظ ټولنه نقصان ویني، بلکي د وني پرېکول په ځینو ټولنو کي د فرهنګ پرېکول دي، ونه همېشه د تازه ژوند او فرهنګ نښه ده، نو د وني پرېکول د کلتور، ادب او ژبي د له منځه وړلو استازیتوب کوي. ماته بیا دا انځور داسي یو هنري فکر هم راکوي، چي کله څوک رښتیا وینا کوي، کله څوک د یوه  تخلیق یا اثار وړاندي کولو  یا هم د ازادۍ او فردي ازادۍ وینا کوي: نو یو څوک به حتماً د هغې د خاموشولو هڅه کوي او دا خاموشي پخپله یو بغاوت او خاموشه انقلاب دئ- غلی شانته  انقلاب دئ- بدلوي د زمانې رنګ- حضرت بېنوا صاحب

پایله دا چي هغه څوک چي د قلم یا پوهي د له منځه وړلو هڅه کوي، د ژوند ریښې پرې کوي، دا د ازاد فکر او بیان د دفاع ږغ دئ. دا هم ښيي چي پوهه او ادب د ټولني د زرغونتیا ونه د، او که څوک د هغې ریښه پرې کړي، ټوله ټولنه وچيږي. قلم د ژوند ونه ده؛ که پرې یې کړې، فکر، ازادي او انسانیت به له منځه ولاړ سي، قلم د انسان د شعور نښه ده او د پوهي، ادب، فکر او رڼا سمبول دی او ونه بیا د سوکالۍ او خوشالۍ نښه ده، چي د ژوند، طبعیت، دوام او زرغونتیا او ودي په سمبولونو کي په ادب او هنر کي بیانېږي. د هغه ورځي په هیله چي پر هر هنري اثر لیکني وسي او د یوه بنسټ له لوري اثر ته جایزه ورکول سي، لکه دغه هنري اثر چي سل و زر خبري له ځان سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...