تاند- له نن څخه ۱۲۷ کاله پخوا د ۱۸۹۷ د فبرورۍ په ۸ مه د هند یو پښتون ولسمشر ډاکتر ذاکرحسین په حیدراباد ایالت کې وزېږېد.
دی د ۱۹۶۷ کال د مې له دیارلسمې تر مرګه (د ۱۹۶۹ د مې ۳ مه) پورې د هند ولسمشر و.
ذاکر حسین په خټه اپریدی پښتون و. ده په الیګړ کې د کالج له لوستلو وروسته د جرمني په برلین کې په اقتصاد کې دوکتورا واخیسته.
ذاکر حسین د ډیلي د (جامعه ملیه اسلامیه) پوهنتون له موسسانو او له ۱۹۲۶ تر ۱۹۴۸ پورې ريیس و.
ذاکرحسین د مهاتما ګاندي نژدې ملګری و. دی د ابتدايي ملي تعلیم د کمېټې مشر هم پاتې شوی. دې کمېټې د (نيی تعلیم) یا نوي تعلیم پالیسي جوړه کړه چې پر مورنۍ ژبه یې د زده کړو پر اړتیا ټینګار کاوه.
وروسته په ۱۹۴۸ کې د الیګړ پوهنتون ريیس شو. ذاکر حسین د ښوونې او روزنې په برخه کې ډیر کار کړی او له دې کبله په ۱۹۵۴ کې د (Padma Vibhushan) میډال او همداراز د هند د پارلمان غړیتوب ورکړل شو. دی له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۷ پورې د هند د پارلمان غړی و.
ذاکرحسین په ۱۹۵۷ کې د بیهار ایالت ګورنر وګومارل شو او تر ۱۹۶۲ پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو. ۱۹۶۲ و چې د هند مرستیال ولسمشر وټاکل شو.
په ۱۹۶۳ کې د هند تر ټولو لوړ نښان (بهارت راتنا) ورکړل شو او د علیګړ د اسلامي پوهنتون د انجینیرۍ پوهنتون یې په نوم شو.
دی د هند درېیم خو لومړنی مسلمان ولسمشر ګڼل کېږي.
ذاکرحسین ګڼ کتابونه په تیره بیا د ماشومانو لپاره لیکلي دي.
مننه. ستاسی ټول مطالب په زړه پوری هړ اخیزه دی.