یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهنتانیاهو: سعودي ډېره خالي ځمکه لري، فلسطینیانو ته دې په خپله خاوره...

نتانیاهو: سعودي ډېره خالي ځمکه لري، فلسطینیانو ته دې په خپله خاوره کې دولت جوړ کړي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د اسراییل سختدریځي صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالفت وکړ او وړاندیز یې وکړ چې فلسطینیان دې خپل دولت د خپلې خاورې پر ځای په سعودي عربستان کې جوړ کړي.

نتانیاهو وویل :«سعودیان کولی شي فلسطینیانو ته په سعودي کې یو دولت جوړ کړي.»

نتانیاهو، چې د اسراییلو تر ټولو افراطی صدراعظم دی، دا څرګندونې د فبروري په ۶مه د اسراییل له ۱۴ تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل: «سعودیان یو فلسطینی دولت په سعودي عربستان کې جوړولی شي، هغوی ډېرې تشې ځمکې لري.»

نتانیاهو په دې څرګندونو د فلسطینیانو تاریخي غوښتنه چې د خپل برخلیک پرېکړه وکړي، په بشپړ ډول رد کړه.

د فلسطین د دولت د جوړېدو د اړتیا په اړه د نتانیاهو دریځ

کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د فلسطیني دولت جوړېدل ضروري دي؟
نتانیاهو دا نظر “د اسرائیل لپاره امنیتي ګواښ” وباله او په کلکه یې رد کړ.

هغه وویل:
“«په ځانګړي ډول، نه! د فلسطین دولت؟ د اکتوبر تر ۷مې وروسته؟ پوهېږئ هغه څه و؟ یو فلسطیني دولت مخکې موجود و، نوم یې غزه و. غزه چې د حماس له خوا اداره کېده، یو فلسطیني دولت و، او وګورئ چې موږ ته یې څه زیانونه واړول!»

د ده اشاره د حماس د سختدریځې ډلې له لوري پر اسراییل هغه برید ته و چې شاوخوا ۱۲ سوه اسراییلیان یې ووژل او یو شمېر نور یې یرغمل کړل او په دې توګه یې نتانیاهو ته پر غزې یرغل ته پلمه په لاس ورکړه چې له کبله یې تر ۵۰ زره ډېر بیګناه فلسطینیان ووژل شول او لکونه نور بې کوره شول.

د اسراییل او سعودي عربستان د اړیکو د عادي کېدو احتمال

نتانیاهو همداراز وړاندوینه وکړه چې د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې به ډېر ژر عادي شي.

هغه وویل:
“د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ سوله نه‌ یوازې ممکنه ده، بلکې دا به خامخا وشي.»

د سعودي عربستان رسمي دریځ

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو دا ادعا رد کړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې:
«د فلسطیني دولت له جوړېدو پرته، له اسراییل سره د اړیکو عادي کېدا ناممکنه ده.»

1 COMMENT

  1. اوس تازه امریکا مشر ټرمپ غواړی له پوتین سره د اکراین د سولی د موضوع په اړه په سعودی کې سره کیني چې به هم همدا موضوع وی ځکه د سعودی مشر محمد بن سلمان ددې خبرې کلک مخالفت کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...