یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+مصنوعي ذکاوت؛ د نړۍ د راتلونکي قدرت ټاکونکی

مصنوعي ذکاوت؛ د نړۍ د راتلونکي قدرت ټاکونکی

لیکنه: سیدخان

مصنوعي ځیرکتیا

که ووایم چې د نړۍ راتلونکي قدرتونه به د ټکنالوژۍ پر مټ ټاکل کېږي، نو ښايي دا خبره ډېره تکرار وي خو په هر صورت یو داسې حقیقت دی چې سترګې نه شي ورباندې پټېدای او د بیا بیا ویلو ارزښت لري.

د مصنوعي ذکاوت یا ځيرکتیا (AI) همدا اوس را ښکاره شوي حقیقتونه دا ثابتوي چې په ډېر نژدې راتلونکې کې به په ډېرو برخو کې د بشري قوې کاري فرصتونه مصنوعني ځيرکتیا ونیسي.

که د بشر تاريخي مسیر ته کتنه وشي نو وینو چې لومړی د ډبرو زمانه وه، ورپسې د وسپنې د اختراع زمانه شوه، همداسې سوکه سوکه د ماشین زمانه او بالاخره نن سبا د ټکنالوژۍ زمانه او راتلونکې به د مصنوعي ذکاوت زمانه وي چې د رامنځته کېدو او پرمختګ اصلي لامل يې هم ټکنالوژي ده.

د بشر د ودې او پرمختګ تاریخي مسیر ته په کتلو سره دا هم معلومه ده چې د پرمختګ په هر پړاو کې هغه پخواني پرمختګونه (د ډبرو زمانه، د وسپنې زمانه….) نور پيکه شوي او حساب نه ورباندې کېږي نو د مصنوعي ځیرکتیا په اوج سره به هم تر دې دمه د بشر پرمختګونه یوازې په کتابونو او موزیمونو کې تر یادګار پورې منحصر پاتې شي او ټول حساب به په مصنوعي ځیرکتیا کېږي.

همدا وجه ده چې نن د نړۍ قدرتونه (امریکا، چین، هند، فرانسه، جاپان، روسیه …) د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یو له بل سره د سیالۍ په ډګر کې ستړي دي.

دا چې په دې ټکنالوژۍ کې له چيپونو استفاده کېږي او دغه چیپونه تر دې دمه یوازې امریکا په واک کې لري او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې تر نورو مخکې هم ده، نو غواړي چې د خپل مقام د ساتلو په موخه نورو هېوادونو ته د چیپونو پر صادرولو بندیز ولګوي.

په مصنوعي ځیرکتیا کې د امریکا مقام ته د چین د نژدې کېدو پيغام

د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د چینایانو په نوې بریاوې، چې د ډيپ سیک (DeepSeek) شرکت له خوا يې پراختیا موندلې، عملا دا وښوده چې نور هېوادونه په دې برخه کې د سیالۍ له دایرې شاته پاتې او بېجینګ او واشنګټن د سیالۍ په میدان کې پاتې شول.

له دې مخکې پر نړۍ د غرب واکمنۍ، د مصنوعي ذکاوت په ظهور او دا چې تقریبا دغه ځیرکتیا د امریکا په انحصار کې وه، خو د چینایانو نویو لاسته راوړنو غرب په ځانګړې توګه امریکا وارخطا کړه او ځينې کار پوهان خو  دې ته د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د چین او امریکا ترمنځ د ښکاره جګړې نوم ورکوي ځکه امریکا نه غواړي چې د دوی مقام څوک ونیسي.

له دې مخکې په نړۍ کې د کرونا بحران د دې لامل شوی و چې د نویو ظهورکوونکو قدرتونو پام اقتصاد ته و خو چین په دې بحران کې د ځان ساتنې په سبب وتوانېد چې ځان په اقتصادي او هم د مصنوعي ځيرکتیا په برخو په سیالۍ کې د امریکا مقام ته ور نژدې کړي.

ډېری تحلیلګران پر دې باور دي چې نور په نړۍ کې د یو قطبي نظام وخت تېر شوی او اټکل کېږي چې نړۍ به څو قطبي شي.

نتیجه:

موږ باید د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ په هڅو ځانونه خبر کړو او باید لاس تر زنې کې نه نو، بلکې علم ته باید اهمیت ورکړو.

نړۍ اوس ډېر پرمختګ کړی خو له بده مرغه زموږ په پوهنتونو کې لا هم نظري درسونه ویل کېږي، په داسې حال کې چې نه یوازې پوهنتون، بلکې په ښوونځي کې باید د ساینسي مضامینو لپاره پرمختللي لابراتوارونه او د عملي درس زمینه برابره شي.

دا باید په یاد ولرو چې په ډېر نژدې راتلونکي کې به د طب او نظامي برخو په شمول ډېری برخې د مصنوعي ذکاوت پر مټ پرمخ وړل کېږي.

ډېری کار پوهان وايي چې مصنوعي ځیرکتیا همدا اوس کولای شي چې د سرطان په اړه آن پنځه کاله وړاندوینه وکړي او ډاکټران يې د علاج لپاره اقدام وکړي، ځکه وايي د سرطان وژونکې ناروغۍ د نه درملنې یو لامل دا دی چې که دغه ناروغي په بدن کې اوج ته ونه رسېږي نو تر هغې په طبي ازموینه کې نه څرګندېږي خو که مخکې يې درک ولګېږي نو په ډېرې آسانۍ سره يې درملنه او مخنیوي کېږي.

پوهان دا هم وايي چې مصنوعي ځیرکتیا کولای شي په یوه انسان کې دا معلومه کړي چې هغه به څه وخت له مغزي سکتې یا زړه درېدو له حملې سره مخ شي.

دغه راز په نظامي برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه او آن ویلای شو چې انقلابونه را منځته کېږي.

نو دې ټولو ته په پام لازمه ده چې مصنوعي ځیرکتیا په تعلیمي نصاب کې شامله شي او له دې پرمختګه ځان شاته پاتې نه کړو، آن که دغه شروع له صفر څخه هم وي خو باید پيل شي.

1 COMMENT

  1. ګران سيد خان صاحب ډېره ښکلې او ګټوره ليکنه دي کړې ده، موږ افغانانو ته په کار ده چې راويښ او متوجې شو او د نړۍ له ازموينو او نوو اختراعګانو ګټه واخلو او کرار کرار ځانونه د نورو سره سيال کړو والسلام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....