شنبه, مارچ 22, 2025
Homeخبرونهیواځې په جنوري کې تر ۱۸ زره زیات افغانان له پاکستانه ایستل...

یواځې په جنوري کې تر ۱۸ زره زیات افغانان له پاکستانه ایستل شوي

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۰مه】د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري وایي، یوازې د روان ۲۰۲۵ عیسوي کال په جنوري کې زرګونه افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان په تېره میاشت کې له پاکستانه راستانه شوي دي.

یاده کمېشنري زیاتوي، چې په دغو راستنو شویو کډوالو کې کابو زر تنه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو.

د سرچینې په راپور کې راغلي، چې په راستول شویو زرو کسانو کې شاوخوا ۸۰۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي.

افغانستان ته راغلي کډوال ډول ډول اسناد لري.

راپور زیاتوي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.

پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی، چې له افغان کډوالو سره له هر ډول بشري قوانیو خلاف چلند کوي.

سره له دې چې په ځلونو له دوی غوښتل شوي، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار اخلي خو دوی ورځ نه بلې ته وضعیت سختوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...