تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د “بنو“، په نوم سیارهګۍ، چې ځمکې ته د نژدې کوچنیو سیارو په ډله کې شمېرل کېږي، په هرو شپږو کلونو کې یو ځل د ځمکې تر ټولو نژدې نقطې ته رسېږي. دا مهال، بنو له ځمکې څخه شاوخوا ۲۹۹ زره کیلومتره واټن لري.
د ځمکې سره د بنو د احتمالي ټکر په اړه اندېښنې
سره له دې، ساینسپوهان وایي چې دا سیارهګۍ کېدای شي په راتلونکي کې زموږ کُرې ته لا زیاته رانژدې شي. د محاسبو له مخې، د ۲۱۸۲ کال د سپتمبر په میاشت کې له ځمکې سره د دې کوچنۍ سیارې د ټکر احتمال شته.
د نویو کمپیوټري ماډلونو پر بنسټ، که یوه سیارهګۍ د ۵۰۰ مترو قطر ولري، لکه بنو، له ځمکې سره د ټکرېدو په صورت کې پراخ ویجاړی رامنځته کولی شي.
د دې سیاهګۍ د ټکر احتمالي اغېزې
پر هغه ویجاړي سربېره، چې په مستقیم ډول یې پېښوي، داسې ټکر به له ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ټنو پورې دوړې د ځمکې فضا ته پورته کړي. دا دوړې به له درې څخه تر څلورو کلونو پورې د ځمکې هوا، د اتموسفیر کیمیاوي ترکیب، او د نړیوال فوتوسنتیز بهیر ګډوډ کړي.
د جنوبي کوریا د پوسان پوهنتون د اقلیم فزیکي مرکز څېړونکی ډاکټر لان دای، چې د دې څېړنې مشري یې کړې، وایي:
“د لمر د رڼا کمښت، چې د دوړو له امله رامنځته کېږي، په نړیواله کچه یو ‘اغېزمن ژمی’ (Impact Winter) رامنځته کوي. دا به د تودوخې د کمېدو، د باران د کچې د ټیټېدو، او د ځمکې پر سطح د اقلیمي بدلونونو سبب شي.”
احتمالي اقلیمي بدلونونه
که داسي وشي، یعني دا لویه تیږه پر مځکه ولګېږي، د ځمکې د سطحې اوسطه تودوخه به د سانتي ګراد شاوخوا ۴ درجې راټیټه شي.
بارانونه به ۱۵٪ کم شي، او د نباتاتو د فوتوسنتیز کچه به له ۲۰٪ څخه تر ۳۰٪ پورې کمه شي.
ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د اوزون پرده به هم ۳۲٪ تخریب شي، ځکه چې دوړې د لمر تودوخه جذبوي، او دا به د ځمکې سطحه د زیات الټراوایلیټ (UV) وړانګو ته لوڅه پرېږدي.
نور احتمالي ویجاړۍ
د سیارهګۍ ټکر به ډېر قوي شوکوېوونه (ضربهموجونه)، زلزلې، پراخې اورلګېدنې، او د تودوخې خطرناک تشعشعات رامنځته کړي. دا به د ځمکې پر سطحه یوه غټ کنده جوړه کړي، او زیاتې دوړې او کنډوالې (تیږې او د مځکې ټوټې) به فضا ته پورته کړي.
د ځمکني او سمندري ژوند اغېزې
څېړونکي وایي چې دا ناوړه اقلیمي شرایط به په وچو او سمندرونو کې د نباتاتو ودې ته جدي زیان ورسوي.
ډاکټر دای وایي:
«په وچه کې د نباتاتو بیا زرغونېدل به شاوخوا دوه کاله وخت ونیسي، خو د سمندري پلانکتونونو بیا رغېدل به یوازې شپږ میاشتې دوام وکړي. سره له دې، د دې کوچنۍ سیارې له ټکر وروسته، ممکن د سمندرونو په سطحه د وسپنې له دوړو څخه د بډایه غیرمعمولي الجي (اوبړۍ) وغوړېږي.»
بهتره به دا وی چی د دی تیږی لپاره اقدامات پدی شکل سره ونیول شی. د اتمی او هایدروجنی انرژی په وسیله دی دا تیږه ټوټې ټوټې شی بیا به دا وړې ټوټې ممکن دومره تاوان ځمکی ته و نه رسوی. شاید پدی باره کی به ساینس پوهانو هم فکر کړی وی چی تا تیږه پیش لدی چی ځمکی ته راوسیږی باید همالته وړه شی او یا له منځه وړاړه شی. آیا بشر به دومره توان ولری چی د دی تیږی مسیر کومی بلی خواته برابر کړی؟
مونږه خو 52 هیوادو ته ماته ورکړی باید له ملا هیبو سره مشوره وشی چی د حل لاره راووځی.