یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+یو شپون او یو پښتون ملا له کتابه |دوکتور لعل‌پاچا ازمون‎

یو شپون او یو پښتون ملا له کتابه |دوکتور لعل‌پاچا ازمون‎

خپله به پرې ښه ښکاره شې!

ـ استاده سلام
ـ وعلیکم السلام، څنګه یې بچیه!
ـ ښه یم.
ـ شکر چې ښه یې.
ـ ستا صحت څنګه دی؟
ـ بچیه دا افغانستان کې چې اوسم، چوخ هم را نه کې نه وي.
ـ هوا یې خوږه ده.
ـ بچیه! هغه حمزه څنګه ویلي؟
ـ ګوړې چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي.
ـ افرین بچیه! خوږه خوږه وي.
څوځلې یې خوږه وي خوږه وي تکرار کړ. بیا یې را ته وویل:
ـ ګوړې نه هم خوږه وي، نو څنګه به سړی پکې خوشحاله نه وي؟
ـ استاده! دا خوشحالي ذهني وي.
ـ رښتیا ده ، ذهن چې ارام وي، هر څه ارام وي. افغانستان کې مې ذهن ارام دی.
ـ نو اوس دې زه نور هم یو ارام ځای ته بولم.
ـ چېرته؟
ـ ننګرهار ته!
ـ ته مست یې.
ـ غواړم چې دا مستي تا کې هم پيدا شي.
ـ هلته څه خبره ده؟
ـ د سیال صاحب سیمینار دی او تاسې یې ور ته بللي یاستئ.
ـ دا خو بیا ډېر ښه شو، که نور څه نه وي، هغه اشرار خو به وګورم.
ـ په اسانه.
ـ هو، نو هم ثواب او هم خرما
ـ لاره څنګه ده؟
ـ د لته بند لاره ده.
ـ ښه ده. په څه شي کې ځو.
ـ موټر کې
ـ پوهېږم موټر کې مې بیايې، ما ویل که رکشا یا کچره وي.
ـ رکشا سخته ده او د کچرې زمانه تللې ده.
ـ نو په څه شي کې ځې؟
ـ یو لنکروزر جیپ دی.
ـ هغه چې شا ته یې ټیر را زېړېدلی.
ـ هماغه
ـ په کیسه خو خبر یې؟!
ـ بالکل خبر یم.
ـ هغه زما جهادي مشر اشنا او زما استاد پورې خلکو ویلي وو چې داسې موټر را ته واخله چې ټیر یې شا ته نښتی وي.
ـ ویلي به یې وي.
ـ شک یې نشته! هغه د خدای ملنګ و.
ـ رېګن یې چې اسلام ته راباله!
ـ هو، نو دا خبرې دي. خلکو ترې مرستې وغوښتې او ده اسلام ته راباله.
ـ استاده مرکه خوږه ده ، نو سبا نه بل سبا درپسې درځم.
ـ نور څوک دي؟
ـ استاد بختانی هم ځي.
ـ میراجان سیال خو د هغه د غاښ سړی و.
ـ ساعت به دې ورسره تېر شي.
ـ بالکل، بختانی ښه سړی دی، خو شعر یې د ښوروا په څېر دی.
ـ په څېر څنګه؟
ـ ښوروا یې بېخونده ده.
ـ استاد خو ډېر خوشصحبته دی.
ـ بالکل، ما ته د سره رود د خلکو خبرې خوند راکوي.
ـ ته خو د سره رودیانو زوم هم یې.
ـ او بیا په تېره د چارواکیو، دا ورسره وایه. دین محمد نه ګورې، حاجي ظاهر یې بل.
خبره مو په دې را ټوله کړه چې د جمعې په سهار به ورپسې ورځم.

د جمعې په سهار لومړی استاد بختاني پسې ورغلو، هغه د خپل منظم خوی له مخې چمتو و، بیا همداسې په استاد پسې درېم مکرویانو ته راغلو. د اقبال سعید د سرې میاشتې موټر و، هوار پرشیده، ما استاد شپون ته وویل:
ـ زه او ته به شا ته کېنو.
هغه وویل:
ـ مخکې بختانی کېني؟!
استاد بختاني وخندل:
ـ زه به شا ته کېنم.
استاد شپون ور ته ښکته پورته وکتل:
ـ پيرجانه تا دا ږیره هسې نه ده سپینه کړې! یو عالم کار دې کړی.
استاد ور ته وخندل:
ـ کار خو تا هم ډېر کړی او ارزښمن کار دی کړی.
پر ولي یې لاس کېښود:
ـ ستا حق په دې هم دی چې یو څو خېلې ( خولې) دې تر ما زیاتې زړې کړي. بل دې ږیره تکه سپینه را پرېښې، په همدې کې دی چل و. ستاسې د سره رودیانو په خبره:

ـ ته چې په شفتله کې واښه کوې، دې کې دې هم چل دی.
استاد بختاني په ږیره لاس تېر کړ:

ـ شپون صاحب! ما دا ږیره چل ته نه ده پرېیښې.
ـ پوهېږم پیر جانه.
ـ زه د یوه اوږده سفر تیاری نیسم.
ـ بیا ما خبر کړه.
ما ور ته وویل:
ـ استاده! تاسره هم ږیره ښه ښکارېده.
په اړخ یې را وکتل:
ـ ما ته پکې ځان ښه نه ښکارېده! نو ږیره زما وه، واک یې هم باید زما وای، نه د استاد بختاني!
دې وخت کې یې تر بڼو لاندې غلي را وکتل، د شونډو په څوکو یې را ته وویل:
ـ دی پیر جان یو عالم کار موږ ته کتلی!
ـ د څه شي؟
ـ نور د څه شي؟
وروځې یې پورته وغورځولې:
ـ لومړۍ څوکۍ یې ونیوه.
وېره ورسره وه چې اورېدلي یې نه وي، ورو یې خوله ورنږدې کړه:

ـ پیر جانه ته ودرې چې ستا غوږونه زما په څېر درانه نه وي.
استاد بختاني ور ته وخندل:
ـ زه لا په غوږونو بیداره یم.
ما ته یې را وکتل:
ـ لکه چې سړي ټولې اورېدي دي؟
ما ښي او کیڼ ته سر وښوراوه. استاد را ته موسک شو:
ـ ته خو د خدای بېغمه یې، هسې نه چې ما نه خفه شي، همدا یو بختانی لرو!
بیا یې هغه ته وویل:

ـ ما دا په زړه خوړلې وه چې ته به په غوږونو بیداره یې. ځکه مې د تبر خوله لېمڅي نیولې وه، ګنې د شاعرانو په څېر مې ستا غیبت دې لعل پاچا سره کاوه.

هغه وخندل:

ـ ځه چې هر څه دې ویلي وي، زما به ګناوونه توی شي.
ـ موږ به نور څه ویلي وي، خو…

خو سره یې خوله ونیوه، استاد ور ته وویل:

ـ شپون صاحب! شعر دې مه بندوه، ستا خبرې هم خوند لري، هم پند، ته خوږ غږی توتي یې، خبرې دې شکرې دي.
ـ دغسې پیر جانه! لږ ما هم په درنو وتله.
ـ ما خو ټول عمر خلک په درنو تللي.
ـ ما همدومره خبره وکړه چې…

له هندارې یې خوله وایسته، استاد پرې غږ وکړ، له (چې) وروسته دې خبره وکړه، ته خو کیسه لیکوال یې، خبره په تلوسه کې پرېږدې.

ـ له چې وروسته مې دا خبره کوله چې: بختانی ښه سړی دی، خو …
سر یې لاندې باندې وښوراوه، استاد ور ته وویل:
ـ خو څنګه؟
ـ ځه نوره خبره دې ما لعل پاچا سره وي.
ـ ما ته یې هم وکړئ.
استاد راوکتل چې:
ـ سړی خو مې نه پرېږدي، ور ته یې وایم: پیر جانه استراحت طلبي دې ښه راځي.
استاد په خټ خټ وخندل:

ـ هر سړی همدې ته کوښښ کوي چې آرام اوسي.
ـ خو د بل خیال هم ساتل پکار دي.
استاد بختاني وخندل:
ـ نو ما خو تا ته وویل چې راځه دا لومړۍ څوکۍ کې ته کېنه.
ـ نه پیرجانه! ته ددې ټولو څېړونکیو لویه اشا یې.
استاد وخندل:
ـ زه ددوی د پښو خاورې یم.
ـ ښه نو بیا چې له اخوا راتلو بیا مخکې څوکۍ ما ته پرېږده.
ـ اوس یې هم در ته پرېږدم.
ـ نه کنه، اوس خو مو لاره ووهله، له اخوا دې بیا پام وي.
پام به مې وي، دا خو څه زما د پلار ژرنده نه ده.
ـ خیر خو وار ښه شی دی.

لږه شېبه سکوت خپور شو، استاد را نږدې شو:

ـ دی هغه خبره نه اوري چې دده سیپت (صفت) پکې نه وي. کږه خبره ډېره ژر اوري، خو د عدم تشدد پیرو دی، د کندهاریانو په ژبه تله پرې تېروي.

د لته بند کچه سړک او له خاورو دوړو ډکه لاره د استادانو په خبرو، ټوکو ټکالو او خنداوو لنډېده، استاد شپون د سروبي په سیمه کې استاد بختاني ته وویل:

ـ پیر جانه! ملا عمر څمڅې خو دې ولیدې، د خواجه صاحب بابا چې خلک یې خواجه سه بابا بولي، هغه دې هم ولیده، اوس که هغه د لغاتو عالم وای، نو په سړوبي به یې در ته اوږد تقریر کړی وای چې دا سروبی نه دي،

سړوبی دي، سړوبۍ د تتمع البیان په کتاب او څه شي څه شي کتاب په ۳۸۵صفحه په لسمه کرښه کې ذکر سوي دي چې دا یو ملنګ و، دلته به کېناست او خلکو ته به یې نېکه لاره ښودله، دا او هغه خبرې، بیا نو کېنه ورک کتابونه پیدا کوه، بیا پکې دا صفحه ګوره، په ښه دې پوهېده چې بیا یې څوک پاڼه هم نه اړوي، چې کتاب نه وي څوک به څه شی واړوي، دوی په داسې کتابونو حواله ورکوله، ډډ به کېناستل او وښکي کې به وښورول چې دا کار بل څوک نشي کولی، دا علم خو ماسره دی.

استاد بختاني تشي نیولي وو او ټول په کټ کټ یې خندل. استاد ور ته ویل:

ـ پیر جانه ته مې په دې خوښ یې چې په څېړنې پسې سیمې ته ځي او د خلکو له خولې را ته بیان کوې.
د ګرمۍ څپه ورو ورو له کاڼو بوټو را الوته، استاد شپون را ته ویل:

ـ ستاسې او د میراجان سیال د سترګو سکاره ډېر زورور وو ګنې په دې ګرمۍ کې خو خلک له جلال آباده تښي، خو بچیه! په څه به په تاسره خوارانو احسان کوم، په ما دا ګرمي هم خوږه لګي.

ما ور ته وویل:
ـ استاده! ستا خو …
هغه په څنډه را وکتل:
ـ هو زما خو….
استاد بختاني وخندل:
ـ دا څنګه دواړو یو بل سره په رمازه کې ځان پوه کړ.
استاد یې غوږ ته ور وړاندې شو:
ـ دا لعل پاچا چې دی، اپته بلا ده، خلک سره نږدې کوي.
ـ دا خو ښه کار کوي.
ـ نو ما خو نه دي ویلي چې بد کار کوي.
ـ دغه کار چې اوس سیال صاحب سیمینار ته ځو او هلته خلک ګورو، دا لوی کار دی.
استاد شپون وخندل:
ـ پیرجانه! تر دې یې بل لوی کار هم کړی دی.
ـ هغه بل کوم دی؟
ما ته یې وکتل:
ـ نه یې خبروم.
هغه ور ته را وکتل:
ـ نو اوس خو دې نیمچه خبر کړم.
ـ لا نه یې خبر.
ـ د څه شي نه؟
ـ همدغه څه شي نه.
ـ خو را ته یې ووایه.
ـ چې در ته مې وویل، بیا خبرېږې.
ـ په ښه خبره چې یار دوست خبر شي، دا خو ښه کار دی.
استاد وخندل:
ـ پیر جانه! ستا خو عمر تللی دی او پر ما ځواني راغلې ده.
استاد ور ته وخندل:
ـ دا ښه دی چې پر تا ځواني راغله، خیر دی که زه بوډا شوم.
ـ پیرجانه! ته هم ښه مست بوډا یې.
ـ مستي تللې اوس حساب وکتاب ته ځان جوړوم.
ـ په همدې کې بوخت اوسه.
ـ ستا ځواني په څه راغله.
استاد شپون ما ته وکتل:
ـ ور ته ووایه.
استاد بختاني را ته وویل:
ـ چې دی یې نه وايي، ته یې راته ووایه.
ـ استاده! د استاد مېرمن هم په ننګرهار کې ده .
استاد بختاني په کټ کټ وخندل:
ـ بېشکه چې ځوان شوی یې.

تېر مازیګر و چې له دوړن سفر نه جلال آباد ته ورسېدو، په لاره کې د استاد بختاني او شپون مرکه دومره خوږه وه چې ستړيا مو له بدنه ووته.

شپه مو د سیال صاحب لمسي فرید سیال ته ورسوله، د هغه دېره د ښار په منځ کې وچ ډنډ ته څېرمه وه، استاد بختاني ویل:
ـ په دغې ودانۍ کې مو ډېرې شپې رڼې کړې دي.
استاد شپون ور ته وویل:
ـ تاسې هم ښه ځواني تېره کړې ده.
ـ هو، په تا اوس راغله.
ـ دلته به دې ډېرې خاطرې وي.
ـ په دې ځای کې استاد الفت، استاد خادم او همداسې نور مشران مېلمانه شوي دي.
ـ نور څه وو؟
ـ سندرغاړي به همدلته دېره وو.
فرید ما ته اشاره وکړه چې استادانو ته څه شی ښه دی؟
تر استاد بختاني استاد شپون زیات مېلمه وه، نو ما له استاد شپون نه پوښتنه وکړه:
ـ استاده! په خوراک کې دې څه شي ته طبع کېږي؟
ـ بچیه! شړومبې او سابه.
ـ که غوښه ورسره وي؟
ـ خپله به پرې ښه ښکاره شې.

استاد شپون د کړايي ډېر شوقي و، کله چې ډوډۍ وخوړل شوه، نو استادانو مو سپیغره هوټل ته بوتله. استاد شپون را ته ویل:

ـ هلکه لعل پاچا هغه زما ځواني همدلته نږدې ښار کې ده، ځه چې ځو هغه را ولو. په نیمه شپه هغې پسې لاړوو.
شپه تېره شوه، سبا ته سیمینار و، زه وختي هوټل ته لاړم چې استادان وختي چای وڅښي. زبیر خاکسار او استاد میاخېل هم راغلي وو، موږ د هوټل په دهلېږ کې استادانو ته انتظار ایسته، استاد بختانی له خپلې کوټې راووت، استاد شپون په زینو کې راښکاره شو، خاکسار له استاد نه پوښتنه وکړه:

ـ شپه خو به دې ښه وه.
استاد ور ته وویل:
ـ بده نه وه.
ـ میاشې خو به نه وې؟ ځکه دلته ونې ډېرې دي.
استاد څادر په ښي اوږه ورپاوه:
ـ یوه غټه میاشه وه.
ـ غټه؟
ـ هو یو یو ټک یې راکاوه.
ما وخندل، خاکسار پوه شو:
ـ ځه ښه دی چې ډېر یې نه یې چیچلی.
استاد ور ته بیا وویل:
ـ سخت ټک یې را کاوه.
خاکسار ور ته وویل:
ـ ځه ښه دی چې په حمام دې لشکه وایسته.
ما ته یې سترګې ورپولې:
ـ دی ګوره! په لشکه پوهېږي!

د دوی د خبرو په منځ کې غږ را وشو چې سیمینار شروع شو، مکالمه بې پایلې پای ته ورسېده. د سیمینار ګډونوالو د سیال پر فن او ژوند خبرې کولې، د دوی تر څنګ استاد شپون هم د سیال په اړه لنډې ګنډې خبرې وکړې:

دا مشران د قام رښتیني خدمتګاران او قام ته د لوري ورکولو مشالونه وو. دا ښه دی دا یوه نښه یې له موږ سره شته، دغه استاد بختانی ښييم. دا ډېر نېک، په قام او ژبې میېن خلک دي. سیال د غره سړی و، له غره نه هوارې ته راغی، له هوارې نه یې د آبادۍ، تعلیم او زده کړې فکر وېوړ او خلک یې پخپلو رښتینو ویناوو کې ژوند ته را بلل. کلیوال یې ښارونو ته رابلل، په کلیو کې په ښارونو جوړولو پسې و، دغه فکر یې د عصري ژوند فکر و، و کلیوال خو په پرمختګ یې باور لاره.
له (یو شپون او یو پښتو ملا) له کتابه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...