یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه؛ راتلونکي دوشنبه د داعش د ګواښونو په اړه ناسته کوي

ملګري ملتونه؛ راتلونکي دوشنبه د داعش د ګواښونو په اړه ناسته کوي

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۰مه】د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (فبرورۍ ۱۰مه) به د داعش د ګواښونو په تړاو د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش پر شپږ میاشتني راپور ناسته وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راپور کې ویلي، چې د داعش خراسان څانګه افغانستان کې دننه او بهر ګواښ پېښوي.

راپور کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر پخواني سرپرست خلیل الرحمن حقاني برید ته په اشارې ویل شوي ږ، چې ښایي د داعش دا بریدونه به د امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د ادعاو د کمزوري کولو هڅې وي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په ځلونو په افغانستان کې د داعش د شتون خبره رد کړې ده.

دوی پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي او ملاتړې رسنۍ یې په خپلو راپورونو کې وایي، چې د داعش مرکزونه په پاکستان کې دي.

د طالبانو د حکومت پلوي رسنۍ حریت وړمه ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان اوس د داعشي خوارجو ښکاره ملاتړ کوي او زیاتوي چې: “طالبانو څو ځله په پاکستان غږ کړی، چې د داعش له روزلو او ملاتړ لاس واخلي؛ کنه په دې اور کې به تاسو لمبه شئ.”

تازه پرون یې په یوه راپور کې ویلي، چې په شمال کې طالب ځانګړو ځواکونو یوځل بیا د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمن داعش، چې طالبان یې فتنه ګر بولي په نښه او له هغوی یې ډېر حساس معلومات لاسته راوړي دي.

سرچېنې وایيو چې د داعش اړیکه د بلوچستان هغو مرکزونو سره دی، چې پاکستاني استخباراتو د ستراتېژۍ له مخې شمال کې ځېنې پېښې باید ترسره او په دې ډول شمالي ګاونډیان له اندېښنو سره مخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....