جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرفرعون او هامان/ شاعر: عبدالباري جهاني

فرعون او هامان/ شاعر: عبدالباري جهاني

ډیر پخوا د نیل د سیند پر پوري غاړه

چي ماڼۍ د فرعونانو وه ولاړه

پر جهان یې غوړیدلی سلطنت وو

سلطانانو یې منلی منزلت وو

هر پاچا ورته لیږله سوغاتونه

په لښکر کی یې شامل وه ټول قومونه

د فرعون په سر کي تل یوه سودا وه

له هر چا یې پټه کړې مدعا وه

چي يې نوم وای تر اسمانه رسیدلی

او یو ځل وای په خدایی خلکو منلی

په نامه یې جوړیدلای معبدونه

پر سجده ورته پراته وای عالمونه

خلکو لمر سپوږمۍ د ده قدرت بللای

پر آسمان یې کرشمې د ده لیدلای

له فرعون سره وزیر نوم یې هامان وو

چي د عقل په میدان کی پهلوان وو

سر افسر د علم پوهي پر میدان وو

په چل ول کي بې جوړې لکه شیطان وو

فرعون غوټه د خپل زړه کړه  ورته خلاصه

ور څرګنده یې آرزو کړه له اخلاصه

هامان وویل زما سر ته دي امان وي

ستا تر پښو دي صدقه سر د هامان وي

چي تر څو په دې وطن کي هوښیاران وي

سترګه ور وي، ژبه ور وي عالمان وي

چي شاګرد وي چي مکتب چي معلمان وي

چي لار ښود وي چي ښوونکي استادان وي

چي د ښار په منځ کی پاته لا پوهان وي

ستا د تخت او زما د سر به دښمنان وي

اول بویه چي انسان نه وي وطن کي

د ښوونکو جامې نه وي د چا تن کي

نه له چا سره وي توان د فکر کړلو

نه هنر وي چاته پاته د لوستلو

په وطن کي نه مکتب نه مدرسه وي

نه استاد وي نه منطق نه هندسه وي

ورپسې مي اوریدلې له پوهانو

له نیکونو او له لویو استادانو

د باغلیو کښت په ګټه د سلطان دی

سر پر سر خوراک یې عقل ته تاوان دی

که جوار غنم سي بند اوه کلونه

خلک واخلي د باغلیو درمندونه

نو به کوچ وکړي د خلکو له سرونو

چي هر څه یې وي زده کړي په کلونو

ټول وطن به سي غوجل د حیوانانو

ولاتونه به سي ډک له جاهلانو

په وطن کي چی نیستي سي د پوهانو

جاهلان مني خدایی د بندګانو

ښار به نه وي یو وطن به وي د مړو

هی کوه یې لکه ډلي د اوزګړو

هم خالق یې هم سلطان یې د وګړو

ټول سرونه به پراته وي پر څپړو

ستا په نوم به خیراتونه ویشل کیږي

ستا په نوم به معبدونه ابادیږي

لوی فرعون امر وکړ پر مصریانو

د وطن پر کروند ګرو دهقانانو

نور به نه کرۍ غنم په کروندو کي

ذخیرې چي پټي نه کړی په کورو کي

زه حاصل غواړم له مځکو د باغلیو

چي جوار غنم را نه وړی له پټیو

دا په دې چي غنم عقل ته تاوان دی

په لوی لاس چي څوک غنم کري نادان دی

اوه کاله خلکو وکرل کښتونه

له باغلیو څخه ډک سول ګودامونه

استادان او شاګردان یې دهقانان کړل

د باغلیو کروندو ته یې روان کړل

استادانو چلول درانه بارونه

د باغلیو ذخیرې سوې مکتبونه

مدرسې یې د ښارونو کړلي بندي

نښانې د جهالت سولې څرګندي

یوه ورځ په ښار کي جوړه غلغله سوه

تر ماښامه پوري لویه هنګامه سوه

د دوو وروڼو ترمابین جوړه جګړه وه

د ښار خلکو ته راوړې یې دعوه وه

د ښار خلک هم پر دوو برخو ویشلي

چا د مشر چا د کشر دا منلي

کشر ورور ویل چي زه جوړوم خونه

ځایوم پکښي لس غواوي شل پسونه

خرڅوم به یې شیدې مستې ارزاني

او پیسې به را رواني وي پریماني

په لږ وخت کي به د ښار سرمایه دار سم

د ټول مصر به مالدار او دنیا دار سم

مشر ورور ویل دا هیڅ نه سي کیدلای

زه پسونه غواوي نه سمه زغملای

ستا د غواوو دي تیره تیره ښکرونه

د زامنو به مي څیري کړي نسونه

چي ته نه کړې اندیښنه زما د زامنو

زه هم نه پریږدم رمې ستا د پسونو

یو له بله یې په وینو وه لړلي

په لرګیو په چړو سره وهلي

نه د کشر ورور په جیب کي درې غیرانه

چي ماښام ته ډوډۍ رانیسی پریمانه

نه د مشر ورور کوزده نه یې عیال وو

نه پیسې یې وې په کور کي نه یې مال وو

کشر ځانته په چرتونو کی پاچا وو

هم څښتن وو د پسونو هم د غواوو

مشر هم خیالي زامن وه زیږولي

د غوایانو په ښکرونو یې وهلي

چي هامان ته خبر ورغی موسکی سو

په نقشو د شیطانت کي بریالی سو

سمسدتي د فرعون مخ کي پر سجدو سو

ویل ستوری دي د بخت په ځلیدو سو

وطن ډک دی د جاهلو ساده ګانو

پر خوبونو یې جګړې دي د خوارانو

دروازې د ښونځیو مي تړلي

استادان مي زندانونو ته لیږلي

اوس دي وخت دی د خدایی را رسیدلی

په هر کور کي د وطن به یې منلی

په سجدو به دي په پښو کي زوړ او ځوان وي

هر فرمان به دي راغلی له اسمان وي.

۲۰۱۲ مې  ۱۳

ویرجینیا

4 COMMENTS

  1. جهاني صاحب سلامونه او نیکې هیلې، ډیر خوندور نظم و، تنده مې پرې ماته شوه. نړۍ مننه، عمر دې ډیر شه. مګر زموږ د یوویشتمې پیړۍ د کورني فرعونانو ماغزه د شیطان دي؛ دوی نه ښوونځی بندوي او نه پوهنځي بلکې دواړه یې مسخه کړي، دوی ښوونخي وال او پوهنځیوال دواړه رانیسي، چې پخپله په سجدو شي.

  2. ښاغلی جهانی تاسوته تل په ګوتو کې قوت ، په قلم کې موبرکت آو په وجود کې مو همت غواړم همیشه تاند ، ځلاند اوسمسور اوسی ، دا زموږ هېواد اوس له بی عقلو او نادانو خلکو را ډک سوی دی، ځکه دا سورلنډیان په موږ حکومت کوی. په درنښت بریالی او سې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب