جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد فرید احمد تسکین څو شـــــعرونه

د فرید احمد تسکین څو شـــــعرونه

زه هډو پوی نه وم چې زه ليونی شوی يمه

زه هډو پوی نه وم چې زه ليونی شوی يمه
له خپل ژوندون او له خپل ځان هم پردی شوی يمه
ځکه چې زه له ځان نه ورک وم فنا شوی ومه
د چا د دوو سترګو لټون پسې وتلی ومه
او د وجود هره ذره به مې اکثر بايلله
د هوش او عقل سرحدونه مې له لاسه وتل
تيارو به زور کاوه رڼا مې لکه لمر بايلله
هغې به ماته د ژوندون د رڼا لار ښودله
خو مابه نه منله وې مې ليونۍ ده ليلو
هغې به وخندل دسترګو ايتونه به يې موسک غوندې شول
هغه وړوکې پيره،هغه دنجونو ميره
هغه څه بل شانتې وه بل ډول وه
ښايي هغه زما په حال باندې خبره وه بزرګه به وه
ښايي هغه د فلسفې لويه استاده به وه
چې به يې ماته دا وينا کوله
ورسره خوا کې يې خندا کوله
يه زما بابريه يه زما ګلاب تسکينه
يه زما د ژوند دپسرلي د هر شباب تسکينه
هغه د خلکو په وينا هغه د خلکو په اند
که زه ولي نه يم خالي هم نه يم
زه پويه شوې يم پرتا ليونی شوی يې ته
چې ګډې وډې فلسفې غږوې
دا دی اوس پوی شوم په ريښتيا ليونی شوی يمه
له خپله ځانه ورک وجود يم فنا شوی يمه
داچې بې ځايه ګډې وډې فلسفې غږوم
هسې بې ځايه د خيالونو ډمامې غږوم
۱۳۹۲/۵/۷ زمری
کابل ـ ميوند روغتون

————————————————————-

د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!

يو سړی په سرو سرو ژاړي

له دوو تکو تورو غرو نه يې بهيږي

څو د اوښکو سپين رودونه

پريشان دی د هجران لمبو اخيستی

په زړګي کې يې ټوکيږي د بچي د ياد ګلونه

خپل خپلوان يې کوي وير په اضطراب دي

ربه ج دا دې چې اخته په کوم عذاب دي

ډيره سخته ده چې زوی د چا مړکيږي

د خپل پلار له غېږې شليږي فنا کيږي

مرګ خو حق دی دا منمه

موږ به هم ځو

قافله د ژوند روانه ده تېريږي

باور وکړئ وه يارانو باور وکړئ

د ځوانۍ مرګ بلا سخت وي

په ګلاب د چا زړه نه شي چې رژيږي

يو سړی په سرو سرو ژاړي

له دوو تکو تورو غرو نه يې بهيږي

څو د اوښکو سپين رودونه

دا سړی داسې سړی دی

چې د هر زړګي درمان دی

ټول ياران يې لالا بولي

خو نامه يې اسد جان دی

خدای ج دې نه کړي چې يو څوک دې بې اثرې شي

دې حالت سره چې مخ شم دا ټپه زما تر خولې شي

وړوکی يار د چا مړ مه شه

وړوکی يار د زړګي  ولې نړوينه

——————————–

ليلو زما اوستا په بيلو لارو تلل نه کيږي

چې ستا په مخ کې د خاپونو يو تصوير جوړشي

ماته راياد شي د کابل د ژړاګانو تصویر

سحر وختي دې هم ليلو غم راته وغړمبيږي

په خوب کې هم وينم د تورو بلاګانوتصوير

خيرکه وختونو درنه ليرې مسافر کړمه زه

په بل وطن يې سرګردانه در په در کړمه زه

پروا يې نشته د غه ستړې مې په ځان منمه

دا فيصلې د لوی الله ج زه په اسمان منمه

خلکو کابل پریښو؛خو ماچيرې ته پرې نه ښودې

ځکه مې زړه درڅخه نه شليږي کابل مې يې

لکه یو سور غوندې ګلاب د تور کاکل مې يې

نو! په دې وپوهيږه پويه شه پرې

چې دا دنوک نه د ورۍ جداکيدل نه کيږي

لیلو زما اوستا په بيلو لارو تلل نه کيږي

۱۳۹۲/۴/۱۸

 پيښور نارت ويس روغتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب