ادبي ټوټه
د دروي عجيبه، نرمه او خوږه نغمه مې په روح او روان دومره ښه ولګېده، چې حواس مې ټول لکه د پسرلي شاپرک (کمپلی) پسې والوتل. د لړم په څېر يې د غږ په تعقيب پسې ځير شوم، همداسې ورو ورو پسې تلم چې مبداء يې پيدا کړم.
تازه باران اورېدلی و. پاس په هوا کې ورېځې بادونو لور په لور ځغلولې يو په بل کې پاڼ پاڼ منحل کېدې. هاخوا د هسکو غرونو له پراخو شنو لمنو سپنې ورېځې کرارې کرارې په کوچېدې وې. د لمر سترګه به کله د رهي ورېځو له چولو راښکاره او کله به پټه شوه. کله به چې لمر راښکاره شو، ژېړو وړانګو به يې د صفا لندې هوا په غېږ کې د اوبو کوچينۍ ذرې لکه د الماسو غمي سپينې سپينې وڅرکوې. د ونو له پاڼو لا هم څاڅکی څاڅکی رڼې اوبه څڅېدې. د يو چم ژېړو لمرګلو، بوټو او واښو پر تکه شنو پاکو پاڼو او مخونو رڼه رڼه د باران څاڅکي لکه شبنم ځلېدل.
لږه شېبه وروسته له فصل را ووتم په ځنګله ورګډ شوم. په ځنګله سکوت پرده غوړولې وه. تور تور کارغان د دنګو ونو په سرو کې جج جج ناست وو. نابلده مرغۍ به مې په ليدو وچڼېدې وزرونه به يې ووهل له مخې به مې والوتې. د اوبو وړو ډنډو ته په رسېدو سړپ و سړوپ شو چونګښو ځانونه پکې ډوب کړل. څومره چې وړاندې تلم، همدومره د نغمې آواز تاند کېدو.
د لويو ګڼو چينارو مينځ ته ورسېدم. داسې ايسېده، چې نغمه سرا ته نور نو بيخي رسېدلی وم. د لويو چينارو په مينځ کې له کوچنيو ونو جوړ يو عجيبه غوندې مرموز ګرداب مخې ته راغی.
نغمه د ګرداب له مينځه راپورته کېده. په ګرداب ورګډ شوم، ورو ورو تر څو دايرو ور تېر شوم، نور نو مينځ ته يوازې دوې دايرې پاتې وې. غوږ مې ونيو تر نغمه سرا څو ګامه فاصله وه. د اخري ګرد کتار ونو څخه د تېرېدو په وخت مې پښه په خنډ کې بنده شوه له غورځېدو سره سم مې ناببره له خولې په لوړ اواز آخ ووتل. له دې سره د نغمې آواز يو دم خاموش شو، د مارغانو د وزرونو تړکا پړکا شوه د ګرداب له مينځه سپينې هيلۍ والوتې. په بېړه ولاړ شوم د ګڼو پاڼو له پردې مې د ګرداب مينځ ته ور ټوپ کړل، خو د ګرداب په مينځ کې پرته له يو لوی کمر او ما بل هېڅوک نه و. شاوخوا مې وکتل ګرد چاپېر رانه د ګڼو پاڼو دايروي دېوال تاو و. د الوتلو هيلو په مسير پسې مې سترګې کږې کړې، د دنګو چينارو له سرو سره مې يوازې برګ آسمان وليد او بس.
تاند ویب پاڼه چې موږ یې همیشه تعقیب وو له زیاتو معلوماتو برخمنه ده.
ښایسته لیکنه خاموش لالا قلم د روان اوسه
مننه ګران ورور فضل الحق ندا!