جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهله کره کتنې سره زموږ چلن| نازو کمال

له کره کتنې سره زموږ چلن| نازو کمال

موږ چې به په ټولګي کې سیمینارونه وړاندې کول، نو یوازینۍ هیله به مو دا وه چې څوک نیوکه راباندې ونه کړي. کله مې چې نوبت راورسېد، زما هم همدا هیله وه، خو زما د غوښتنې پر خلاف پر ما نیوکې وشوې او پر موضوع مې ډېر بحث وشو.

تر بحث وروسته ماته د استاد خبره دا وه: ((هر کله چې ستاسې پر کار بحث کېږي دا په دې معنا ده چې کار مو ارزښت لري. خو که هېچا ستاسې د کار په اړه یوه خبره هم ونه کړه یعنې ستاسې کار یې د بحث وړ ونه ګاڼه، نه چا ارزښت ورکړ.))

له بده مرغه دلته خلک آن لیکوالان د کره کتنې پر وړاندې ډېر منفي ذهنیت لري، هماغه کسان/ لیکوالان چې د نقد د زغملو خبره کوي، تر ټولو ډېر به یې پر وړاندې حساس هم وي او یو زره نقد به نه شي زغملی. لنډه خبره به یې دا وي چې زما له کار سره بخیلي کوي. 

یو اردو لیکوال لیکي: ((زه له هغې ورځې ډارېږم چې د ادب/ادبیاتو په اړه ټول سره همغږي شي او د نظر اختلاف ونه لري.)) موږ هم همدا او دې ورته خبرې کوو، خو هېڅکله  د نظر اختلاف او نقد زغم نه لرو. دا هم هېروو چې نوې خبرې او نوې مفکورې د نظریاتو له اختلافه سرچینه اخلي.

کره کتنه یا نقد هغه وخت تاوان رسوي چې د کار پر ځای پر شخص وشي یا یې شخصي حریم ته داخل شي، خو پرته له دې که د چا پر کار سالم نقد کېږي هغه کس دې د ځان توهین نه ګڼي. کره کتنه د یو د چا د کار ښېګڼې او نیمګړتیاوې راسپړي او په عین حال کې حللارې هم ورته په ګوته کوي نو دلته ولې نقد توهین او نقاد دښمن وګڼل شي؟

امریکایی لیکوال لیونارډ برېنسټین Leonard Bernstein وايي: ((زه په ټوله نړۍ کې ګرځېدلی یم، ما هېڅکله د کوم کره کتونکي مجسمه ونه لیده.)) په نوره نړۍ کې معمولاً د  نامتو سیاسي شخصیتونو، لیکوالانو او شاعرانو … د کړیو کارونو او خدمتونو ته د درناوي په پار د دوی مجسمې جوړوي، خو دلته د یاد لیکوال موخه دا ده چې نقاد که هر څومره ماهر هم وي، خلک یې نه خوښوي نو په همدې خاطر وايي چې ما د کوم کره کتونکي مجسمه ونه لیده.

یعنې ویلی شو چې نه یوازې دلته، بلکې په نوره نړۍ کې هم څوک نقاد نه خوښوي. کره کتونکی د چا شخصیت یا کار ته توهین نه کوي، بلکې د لوستونکو او لیکوال ترمنځ فاصله راکموي، د دې ترڅنګ لوستونکي د لیکوال د اثر لوستو ته هڅوي، یو چا کیسه کوله: ((پر یو کتاب مې شوې کره کتنه لوسته، کره کتنه یې دومره خوندوره وه چې زه یې د اصل کتاب لوستو ته لېوال کړی یم او دا څو میاشتې کېږي، د هغه کتاب په لټه کې يم.))

 خو دلته برعکس د هغه چا پر کار چې نقد شوی وي، توهین ته مخه کوي او په هر ډول چې کولی شي د کره کتونکي سپکاوی کوي. هېڅوک دا نه خوښوي چې په کار کې یې څوک نیمګړتیا ور په ګوته کړي، خو که کره کتنه د اصلاح او پرمختګ لار وګڼي، له دغو ډول ستونزو سره نه مخامخېږي. البته ځینې رښتیا هم د نقد په نامه انسان یا یې کړی کار توهینوي، په داسې وخت کې دې لیکوال پر منطقي دلایلو د ځان دفاع وکړي او د مقابل کس په څېر دې ورته چلن نه غوره کوي.

نو هر کله چې د کوم کس پر کار بحث کېږي، یعنې کار یې ارزښت لري، کاش د هر چا کار همدومره ارزښت ولري چې  پرې وغږېږو او بحث پرې وکړو. 

1 COMMENT

  1. ډیره ښه ، په زړه پورې او اصلاحي لیکنه مو کړې ده، هیله مند یم چې هر لوستونکی مو د دې ګټور مطلب څخه ګټه پورته کړي. ښاغلي لوستونکي کره کتنه پرته د لیکوال د سپکاوي څخه د هغه په کار او لیک د اصلاح، لارښوونې او یاهم دلیل غوښتنې او پوهېدنې په نیت وکړي، او لیکوال هم باید د کره کتونکو په اعتراض او تنقید او نوښتي فکر شریکولو احساساتي نشي، او نه کوم منفي غبرګون وښایي.
    مننه ، خیر ویسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب