سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهشاه محمود قریشي: د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال باید پاکستاني...

شاه محمود قریشي: د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال باید پاکستاني استازي هم حضور ولري

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۷مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شاه محمود قریشي وايي ټولې خواوې دې دې ژر تر ژره خپلمنځي خبرې پیل او یوې مثبتې پایلې ته ورسول شي.

شاه محمود قریشي په یوه تازه ټوېت کې ویلي پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې هر راز ملاتړ کوي او اوس ددې وخت دی چې دواړه لوري ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ښاغلي قریشي اوسنی وضعیت د سولې راوستو لپاره تاریخي فرصت بللی او په خبره یې هېڅ لوری باید فرصت ضایع نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دوی نړیوال په افغانستان کې سولې ته قانع کړل او په خبره یې د سولې مېز د طالبانو راوستل څه اسانه کار نه و خو پاکستان دا هر څه ترسره کړل.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلٍي پاکستان د افغان سولې پروسه کې ډېرې هڅې کړي، نو باید د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال د پاکستان استازي هم حضور ولري.

قریشي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې لا هم د افغان سولې په برخه کې د دغه هېواد پر نیت شک موجود دی او هڅه کوي د ځان په ګټه ترې استفاده وکړي.

1 COMMENT

  1. په امریکا کی د پاکستان مخکینی سفیر حسین حقانی ویلی چی پاکستان غواړی په افغانستان کی جنګی ډلی فعالی کړی او همدارنګه هند ورته شکایت کړی وو پاکستان اوس کچیری طالبان د خپل هیواد په ګټه د پاکستان په تاوان خبره کوی نو دوی په ۹۰ دقیقو کی دا ټوله پروسه ګډه وډه کړو نو باید افغان دولت او طالبان لدی دایمی دښمن سره په احتیاط ګام پورته کړی او د سولی هر ډول خبری پټی وکړی او زیاتره خبری له دوی سره شریک نکړی ځکه اصلی دښمن برتانیه د افغانستان د بربادی نیت لری چی دی بربادی لپاره یی پاکستان ګمارلی چی تر اوسه برتانیه ، امریکا او پاکستان او نور ګاونډی او مغرض او مضر هیوادونه په دی پلان او ستراتیژی کی بریالی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب