سه شنبه, مې 21, 2024
Home+ایا ځنځيري سربلونه له خپلواکو کلمو سره ګډ لیکلای شو؟

ایا ځنځيري سربلونه له خپلواکو کلمو سره ګډ لیکلای شو؟

لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت

سربلونه، سرینه، پیشینه یا (Prepositions) د کلام هغې برخې ته وایي چې خپلواکه مانا نه لري او د خپلواکو مورفیمونو څخه مخکې د ارتباط لپاره لیکل کېږي. په فونولوژۍ کي فونيمونه پر دوو ډلو وېشل کېږي چې يو ځنځيري يا (Segmental) او بل ناځنځيري (Supra segmental) فونيمونه دي. ځنځيري هغه فونيمونه دي چې توري يا ګرافیمونه لري او ناځنځيري بيا هغو مورفيمونو ته وايي چې توري نه لري، بلکې اواز او مانا يې د خج، څپې، آهنګ، بېلتون او پیوستون له مخې پېژندل کېږي.

زه د ځينو ليکوالانو او خبريالانو ليکنو ته ځير شوی يم چې هغوی ځنځيري فونيمونه هم ګډ ليکي. زما په نظر په دې لړ کې دا سربلونه د يادونې وړ دي چې بايد جلا وليکل شي.

نه

په

مه

که

له

بې

څه

که

پورتني فونيمونه ټول په واول اوازونو پای ته رسېدلي چې د دې فونيمونو له پاره په پښتو کې خپل توري يا ګرافيمونه لرو، يوازې د زورکي (∂) له پاره يې نه لرو، خو که زورکی د کلمې په پای کې راشي د (ه) په بڼه يې ليکلای شو او دا بڼه یې اوس په پښتو لیکدود کې عام شوی او منل شوی دی، نو کله چې دا فونيمونه په ځنځيري فونيمونو کې شامل دي، ولې يې ګډ وليکو او ولې دا خپلواک يا واول اواز حذف کړو؟

که زورکی د کلمې په منځ کې راشي، عذر مو دا دی چې توری نه ورته لرو، لکه د (غنم) په کلمه کې چې تر (غ) او (ن) وروسته زورکی راغلی دی، خو که زورکی د کلمې په پای کې راشي باید په (ه) سره يې وليکو، لکه (زړه).

که څوک وايي چې په همدې بڼه ټول ورباندي پوهېږي، زه وايم که يې په فونيميکه الفبا وليکو، په هغه صورت کې ولې واول ګرافيمونه نه ځنې حذف کوو؟ اوس د پورتنيو دلايلو په رڼا کې د څو کلمو سمه او ناسمه بڼه څېړو.

(مکوه. مه کوه)

(مه) د نهي يا منع کولو سربل دی چې په زورکي پای ته رسېدلی او بايد جلا وليکل شي، لکه (مه خوره، مه ځه، مه ولاړېږه!)

(نلري، نه لري)

(نه) د نفي سربل دی چې په زورکي پای ته رسېدلی او په پښتو کې د نفي له پاره استعمالېږي، لکه (نه ځو، نه خوري، نه راځي، نه وايي)، خو ځيني خلک يې (نلري) ليکي چي دا بڼه يې سمه نه ده.

(نشته، نه شته)

(نسته يا نشته) کلمه له دوو دوو فونيمونو څخه جوړه شوې چې يو (نه) او بل د (سته يا شته) کلمه ده. (نه) د نفي سربل او په زورکي پای ته رسېدلی او (سته يا شته) خپلواکه کلمه ده چې د موجوديت مانا لري، نو بايد (نه سته) يا (نه شته) وليکو.

(لپاره، له پاره)

د (له) سربل هم په زورکي پای ته رسېدلی او (پار) خپلواکه کلمه ده چې د (خاطر) مانا لري، لکه (د خدای پر پار داسي مه کوه)، (زه د وطن له پاره ځان قربانوم)، نو بايد (له پاره) وليکل شي.

(پکې، په کې)

د (په) سربل هم په پای کې واول اواز لري، دلته وينو چې د (په) او (کې) سربلونه سره ګډ شوي چې بايد جلا وليکل شي. کله کله (پکې) د لنډيز په بڼه هم راځي چي د ليکلو له پاره مناسبه بڼه نه ده، مثلا يو شخص پوښتي: دا منګی راکړه! هغه جواب ورکوي: اوبه پکې نه شته. دلته په ظاهره (پکې) د موجودیت مانا لري، خو دلته (په) سربل او (کې) اوستربل دی چې تر منځ يې د منګي کلمه ليرې شوې ده، د پورتنۍ جملې بشپړه بڼه داسې ده: (په) دې منګي (کې) اوبه نه شته.

(کنه، که نه)

(کنه) له (که) او (نه) کلمو څخه جوړ شوی سربل دی چې (که) جلا او (نه) جلا ماناوي لري. په دې دواړو کلمو کې وينو چې په زورکي پای ته رسېدلي، نو بايد جلا وليکل شي، مثلا يو څوک پوښتنه کوي: زه هرات ته ځم، ته راسره ځې که نه؟ البته ځينې خلک (کنه) یا (کانه) د تکيه کلام په ډول هم کاروي، مثلا يو څوک وايي: ته هم کونړ ته راسره ځې؟ بل ورته وايي: هو کنه! يا کله کله (کنه) د مقابل لورې د تائيد له پاره هم استعمالوي چې دا ‌ډول استعمال ټکر نه پېښوي، مثلا يو څوک په خبرو کې وايي: کنه؟ ياني ايا دغسې نه ده؟

(بې)

د (بې) سربل د کلمې مانا سرچپه کوي، لکه (عقل، بې عقل)، (غيرت، بې غيرت)، (مانا، بې مانا). بايد دا سربل هم جلا وليکل شي، خو که يې بله خپلواکه کلمه جوړوله، ګډ ليکل يې ستونزه نه لري، لکه (بېنوا)، (بېوزله)، (بېکار) او داسي نور.

(څرنګه، څه رنګه)

(څه) خپلواک سربل دی چې د پوښتني له پاره راوړل کېږي او په زورکي پای ته رسېږي، نو بايد (څه رنګه) وليکو.

2 COMMENTS

  1. ډېرې ښې موضوع ته مو اشاره کړېده ، زما په شمول ډېر خلک دا سربلونه سم نه استعمالوي . ستاسو د نورو خوږو لیکلو په تمه یو.

  2. همت صاحب ډېرې ښې موضوع ته مو په پام کړی دی، په اوسني وخت کې يې يادونه ګټوره ده؛ خو د نيمه فاصلې سره ډېری ستونزې حل شوي هم دي. د بېلګې په ډول: نه‌شته، له‌پاره.
    او د څه‌رنګه خو به داسې وليکو، بيا به څرنګوالی هم (څه رنګوالی) ليکو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب