سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهچینايي شرکت په افغانستان کې ۱۰۰۰ میګاواټ برېښنا تولیدوي

چینايي شرکت په افغانستان کې ۱۰۰۰ میګاواټ برېښنا تولیدوي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۲مه) د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې یو چینايي شرکت په افغانستان کې د زر میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا ښوولې ده.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، راپور ورکړ چې د چین د (جي.اې. ډي. آی) شرکت مسوولانو نن د اوبو او انرژۍ له مرستیال مولوي حمدالله زاهد سره په کتنه کې د لمریزې انرژۍ په تولید کې پانګونې ته چمتووالی وښود.

د هغو سروې ګانو له مخې، چې د تېر جمهوري حکومت په مهال شوې وې، افغانستان د لمریزې انرژۍ د تولید لوړ ظرفیت لري خو عملاً افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د سیمې په کچه تر ټولو په بد حالت کې دی.

حاضردمه افغانستان په سلو کې اویا برېښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب