سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد دوبۍ په “ګلوبل وېلېج” نړیوال نندارتون کې افغانستان دویم مقام ترلاسه...

د دوبۍ په “ګلوبل وېلېج” نړیوال نندارتون کې افغانستان دویم مقام ترلاسه کړ

تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) د افغانستان تولیداتو د دوبۍ د “ګلوبل وېلېج” په نړیوال سوداګریز نندارتون کې، چې ۶ میاشتې یې دوام وکړ، دویم مقام خپل کړ.

په دغه نندارتون کې د افغانستان د برخې استازي ميرخان مقري وايي، چې په تېرو دوو لسيزو کې دا لومړى ځل دى، چې افغانستان دويم مقام خپلوي.

د هغه په ​​وينا، په دې نندارتون کې د افغانستان لاسي صنايع، موسيقي، هنري پارچې، افغاني جامې، وچې او تازه مېوې، قيمتي ډبرې او افغاني خواړه نندارې ته اېښودل شوي وو.

په دغه نندارتون کې ۳زره۵۰۰ سوداګرو او ۹۳ کلتوري بنسټونو ګډون کړی و.

هر کال له ټولې نړۍ څخه څه دپاسه اوه مليونه وګړي له دغه نندارتون څخه ليدنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن کابل کې طالب چارواکو د یوه لوی کرنیز نندارتون پرانیسته وکړه او د افغان تولیداتو د ملاتړ ژمنه او ټینګار یې وکړ.

د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي، چې په افراطي قیوداتو او د واک په انحصارولو سره یې له افغانستانه د پراخې پانګې د ایستو، د صنعت د کمزورۍ او اقتصادي خرابۍ زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب