جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبریتانیا ته یو تازه کډوال شوی افغان په ۱۲ کاله بند محکوم...

بریتانیا ته یو تازه کډوال شوی افغان په ۱۲ کاله بند محکوم شو

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۲ مه) یو افغان پناه غوښتونکی چې د بریتانیا په یوه هوټل کې اوسیده او دوه تنه یې د خوړو په چاړه وهلي وو، په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

۴۹ کلن شېرولي د ۲۰۲۳ د جولای په نهمه د لندن په جنوب لوېدیځ کې د سربیټن ښار د کراون پلازا هوټل په هال کې پر دوو تنو حمله وکړه.

نوموړی لږ وروسته په خپله خونه کې د پولیسو له لوري ونیول شو.

ولي پولیسو ته وویل، هغو کسانو چې ده پرې حمله وکړه، پر ده او د ده د کورنۍ پر غړیو ملنډې وهلې وې.

شیرولي دا هم ویلي چې نه یې غوښتل چې هغوی ووژني بلکې غوښتل یې چې ویې بېروي.

دواړه کسان سخت ژوبل شول خو د مرګ له خطره وژغورل شول.

شیرولي د کډوالو د ادارې له لوري په هوټل کې موقتي اوسیده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...