Homeخبرونهفهیم ځاځي د بریتانیا سلطنتي مډال وګاټه

فهیم ځاځي د بریتانیا سلطنتي مډال وګاټه

 تاند (۴ شنبه، د ثور ۱۲ مه) په براتانیا کې د یوې خیریه موسسې افغان موسس او ټولنیز فعال فهیم ځاځي، د دغه هېواد یو مهم سلطنتي مډال ګټلی.
د دغه مډال ترلاسه کولو سره نوموړي « د برېتانیا د امپراتورۍ غړی» لقب هم ترلاسه کړی.
ښاغلي ځاځي ته دغه مډال، د ټولنیزو خدمتونو په درناوي یې د انګلستان د پاچا له لوري ورکړل شوی.
 ځاځي، د افغانستان په ملي لباس کې د نوموړې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د دې جایزې په لاسته راوړلو ویاړي.
یو شمېر افغانانو، د نوموړي په دې لاسته راوړنې خوښي ښودلې او ویلي، چې نور بهر مېشتي افغانان دې هم په داسې لاسته راوړنو د خپل هېواد او ملت نوم هسک کړي.

5 COMMENTS

  1. خپله انسان د الهی خلقت یو ستر او حیرانوونکی ( د احسن خالق) شهکار دی، همداسی د نننی او پرونی تجربی او اجتماعی علومو غوَړوالی هم د بشر یو ستر شهکار دی. د بشری مختلفو ټولنو د ښکلو لباسونو او جامو څرنګوالی هم یو بشری شهکار ګڼل کیږی.
    بناً د افغانانو او پښتنو لباس لا څه چی حتی د ټولی نړی د پرګنو ډول ډول لباسونه د پاملرنی او توصیف وړ دی.
    لنګوټه یا بګړی یا دستار ( یا هر څه چی وبلل سی ) زموږ د نیکونو او اجدادو د ملی لباس یوه برخه ده
    خو
    خبره دا ده چی کله یو لباس د اشرافیت او تکبر په اور تود سی نو هغه لباس توره بڼه اخلی که څه هم ظاهراً د ملی لباس برخه وی.
    څو ویشت کلونه مخکی د انګریز اوسنی باچا پیښور ته رسمی ( په حقیقت کی تلبیسی ) سفر درلود.
    په هوائی ډګر کی د مرکزی او صوبائی مقاماتو تر څنګ یو څو د پیښور د پښتنو مخورو مشرانو هم د انګریز د ارمونی شهزاده د ښه راغلی په مراسمو کی ګډون کړی ؤ، دی پښتنو مشرانو کلکی او یخی ږیری او اُتو کړی لونګیانی پر سرونو ایښی وی کومی چی تر ځړیدلو شملو ئی د آنتن برخه ډیره او جګه او شَخه وه.باور مو وسه کله چی می دا ویډیوئی صحنه ولیده د لنګوټی سره می حساسیت پیدا کړ او د پیښور د پښتون قام هغه باټی او لافی او ادعا چی یو وخت ئی د انګریز په وړاندی د جهاد ویاړ پلورئ، را ته په ټوکو بدله سوه.
    نو خبره می دا ده چی دا ځاځی زما زوی کوم چی د شیطانت او تلبیس د سفیر ( سلطنتی کورنۍ ) په وړاندی ولاړ او د خدمت! د مکافات مډال تر لاسه کوی د سختو پوښتنو وړ دی.
    جالبه ده، همدا انګریز او نور ټول غربی استعمارګر دولتمردان د فلسطینی نسل وژنی د ادامی شا ته ولاړ او د نسل وژنی سره مرسته کوی او همدارنګه د افغانانو د لوږی او مُفلسۍ او ناروغیو په وړاندی بی تفاوت دی نو ځاځی ماځی ته ئی د مډال ډالی فقط او فقط د غُل افغان ( غُل روشنفکر ) د تیرایستنی په موخه یوه شیطانی سناریو ده او بس.
    بناً
    د ځاځی غوندی کسانو کلکه لونګی هومره د کرکی او نفرت وړ ده لکه د یو افغان مارکسیسټ او لیننیسټ او سټالینیسټ او مائوئیسټ او غربی لیبرال او غربی مزاج روشنفکر آتشین سکولر کلکه نیکټائی چی د کرکی وړ ده.

  2. ښاغلي ځاځي تاسوته دد ميډال مباربي وايم دکندياريانو په ژبه د مور شيدي سه.

  3. دا به ډیره ناځواني او بې انصافي وئ چې، د ځاځي صاحب لاسته راوړنه و نه ستایل سئ. ځاځي صاحب ته دی ډیر ډیر مبارک وئ. عادتآ مونږ افغانان د بل افغان پرمختګ نشو زغملي او خامخا د منفي زاویه یې ارزیابي کوو. ځاځي صاحب په بریتانیا کې ژوند کوي، او د هغوې د امکاناتو له لارې خپلو افغانانو او بشریت سره مرسته کوئ. انګریز په افغانستان کې د ولسمشرانو او وزیرانو په سویه خلک لرئ. د متقی صاحب مشاور او ترجمان هم د انګریز تابعیت لرئ. چا سره بحث کول نه غواړم یوازې خپل نظر شریکوم. ای کاش مونږ افغانان د یو او بل په پرمختګ خوشحالیدئ.

  4. د هر هغه چا دی مخ تور سی کوم چی د خپل وطندار او افغان او مسلمان ورور په ښه ورځ خپه کیږی خو خبره د انګریز د سلطنتی شیطانی کورنی په شیطنت کی ده نه ممکن د ځاځی په فعالیتونو کی.
    تر څو چی موږ انګریز نه وی پیژندلی نو د ځان د پیژندو توان به هم را نه سلب وی.
    زموږ اکثره ځوانان او زاړه کسان دا تریخ واقعیت نه منی چی انګریز له یوې خوا لګیاء ؤ او لګیاء دی چی د خپلو شپوږنو مزدرانو پلاس زموږ مکتوبه را سوځی او له بلی خوا ئی پښتنې! ملالې یوسفزی ته د مکتب د دفاع د مبارزی پخاطر کاذب شهرت ورکړ( البته دا ټکی می فقط د یو مثال پتوګه بیان کړ ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...