پلاره، پلاره !
پلاره، پلاره ! لمر دې راوړ
خو سپوږمۍ دي کړله هیره
ژوند دې راوړ
خود ساه پکې کمی دی
دلته شپې راځي
د ستورو، غشي نشته
چې د تورو تیارو غرونه د میین فرهاد په لاس
میده، میده کړي
دلته ناسته شیرینۍ ده
د تیارو د لوړو، لوړو غرونو شاته
دلته وړانګې د سپوږمۍ دي قتل شوي
دلته سیند، لکه بوډا د ګور پرغاړه
هسي، هسي لکه شل زمری
غړمبیږې
پلاره، پلاره لمر دې راوړ
پسرلی دې راخبر کړ
ګل دې راوړ
خو وږمې د ي شولي هیري
دسبا په اوږو ناستي
ګل رخساره معطري
تر شیدو سپینې سپیدې دي شولي هیري
انار و شیندل رنګونه
انار راوړله ګلونه
د بڼوڼو لاس کې سرې ، سرې
تر پیالو ډکي د میو خم خانې دي
لکه دلته وي لمرونه ذبح شوي
د مڼو ونو ته لمر رسیدای نه شي
د مڼو د نګهت پښو ته د ازله تر ابده زولنې دي
د مڼو په څانګو ناستو شنو مرغېو
وزرونه دي مات شوي
پښې ارې دي
پلاره ، پلاره لمر دې راوړ
ښه شو ، ښه شو
خو مسکا دې شوله هیره
بیرته ولاړ شه وبازار ته مسکا راوړه
د غم جنو ورځو شونډوته
روڼا د خندا راوړه
که ورځ ونه خاندي ،
لمر باندې څه وکړو؟
بې کالیو بې بنګړیو په اختر باندې څه وکړو ؟
بې کتابه ، بې قلمه بې دشوره
د ژوندون پر دړه تشه تابلو څه کړو
پلاره ، پلاره! لمردې راوړ
خو سپوږمۍ دي شوله هیره
۲۰۲۴ / ۵ / ۲۸
غزل
د څراغ قفس کې بندې څو سایې وړم
پراروا باندې د درد د پل شیبې وړم
خیال دې راغلی، په لمن کې ټولومه
په ټول تن مې د نګهت جوړي جامې وړم
هغه لار باندې چې ستا کوڅو ته تللي
پر اغزو باندې مې پلونه ، زړه ارې وړم
نه مې زلفې، نه مې خال پر تندی پروت دی
نه ځواني ، نه دسرو شونډو میکدې وړم
ژوند مې ټوله ستا دغم ترپښو قربان کړ
ستا د ذکر لمونځ کوم ، ډکې لیمې وړم
دبڼو په غیږکې ستوري زنګومه
د ( پروین ) په دود دشپو په څیري شپې وړم
۲۰۲۴ / ۵ / ۲۵
زرین شور
ستا د خیالونو ښکالو
د پسرلی د نګهت غیږکې راتلل
لکه دوې غبرګې سپیدې
چې د تیارو تلتک کړي لیري
لمر تر لاس ونیسي
د غره د څوکو څخه
دسیند څپو ته،
د یو شور په رنګ رنګینې،
څو شیبې ولیکې
ستا د خیالونو ښکالو
د پسرلی د نګهت غیږکې راتلل
لکه د لمر زرین لاسونه چې
ترشپو راتیر شي
کړکۍ را وټکوي
په ساړه ژمې او سړه خونه کې
د احساس اور وکري
ستا د خیالونو دوه لاسونه مې،
په خوب لیدله
چې زما تر ملا راتاو وه
اوس قدمونه پر سپوږمۍ ایږدمه
ستورو ته خیژمه
په سپینو غشو د بدرنګو تیارو پلونه ریبم
دروڼا تخم کرم
د ځنګل یبلو پښوته
د پلوشو په لاس څپلۍ جوړوم
ستا د خیالونو دوه لاسونه
مې په خوب لیدله
چې زما تر تن راتاو وه
پر هسکو، هسکو غرونو
د غرنیو شګوفو سره خبرې کوم
د زرکو شور ښکلوم
للمي ګلونو ته په لپو، لپو ساه ورکوم
کلکو ډبرو کې
د ژوندون ږغ لمسوم
پلونو کې پل پر پل روڼا ایږدم
د ستړی ، ستړی مسافر د پاره
منزل ته لار جوړوم
ستا دیادونو دوه لاسونه مې
په خوب لیدله
لکه دوې غبرګي سپیدې
چې د ګریوان تڼې کړي خلاصي
سهارونو ته
د شرابي وړانګو کاسې ورکړي
د سیند هینداره کې
د سپین سهار د سپېدو ښکلي
رخسارونه لمس کړي
ستا د خیالونو دوه لاسونه مې
په خوب لیدله
۲۰۴۲ / ۵ / ۲۶
ډېر هنر دې دی غزل کې پنځولي
له هر بيته يې خوږې خوږې نغمې وړم
دا کمزوري بيت په خپلې لويی سره قبول کړه پروين جانې خور!
د شعر مرغه لا نور هم لوړ والوزه چې دغسې ښکلي غزلونه او نظممونه دې ولولم او کېف وکړم.
ګرانې اودرنې آسيه جانې ، ستادلطف اواخلاص بدل راسره نسته چې په دي ناجوړۍ کې دي هم زه په يادوم خداى دې ژر بشپړه روغتيا درکړٸ
مينه اواخلاص
ماشآالله دتل پهه شان نابي او ښکلی مرغلري:
اوس قدمونه پر سپوږمۍ ایږدمه
ستورو ته خیژمه
په سپینو غشو د بدرنګو تیارو پلونه ریبم
دروڼا تخم کرم
د ځنګل یبلو پښوته
د پلوشو په لاس څپلۍ جوړوم
ډير دروند خوشحال جان ورورکه ، ډيره مننه نيکمرغه يم چې ستاسو په شان لوستونکي مې دتاند په رنګينه پاڼه لولي
خوښ اوسٸ
ډير دروند خوشحال جان ورورکه ، ډيره مننه نيکمرغه يم چې ستاسو په شان لوستونکي مې دتاند په رنګينه پاڼه لولي
خوښ اوسٸ