ژباړن: نوراغا رحماني
ماریو بارګاس یوسا په یوه مقاله کې د ادبیاتو لوستلو د اهمیت څرګندولو هڅه کړې. نوموړی ادبیات د انسان له ضروري کړنو څخه ګڼي. یوسا د “ولې ادبیات؟” په نوم یوه مقاله کې ادبیات د تخیل او ژبې له نظره نه، بلکې په اوسنۍ نړۍ کې د ژوند کولو لپاره یې حیاتي او ضروري عنصر بولي.
ادبیات د انسانانو د تجربو مشترک شکل دی
په اوسنۍ نړۍ کې علم او ټکنالوژي د یووالي رول نه شي لوبولای او دا دقیقاً د پوهې د چټک پرمختګ او د بدلون د سرعت له سببه دي. مګر ادبیات د انسانانو د تجربو مشترک فصل دی او وي به، چې په بنسټ یې انسانان یو بل بیا پېژندلای او یو له بله خبرې کولای شي. ادبیاتو یوه یوه ته دا موقع ورکړې چې له تاریخ لوړ ولاړ شي. د حماقت، تعصب، توکم پالنې، مذهبي او سیاسي لرېوالي او د واک د انحصار څخه د انسان ژغورلو لپاره د غټو اثارو له دې حقیقت پرته: چې د ټولو ملتونو انسانان په اصل کې برابر دي او یوازې بې عدالتي ده، چې د دوی تر منځ یې د تبعیض، وېرې او استثمار زړي کرلي دي؛ بل هېڅ هم دومره مؤثر نه دي.
ادبیات راښیي چې څوک او څنګه یو
له ادبیاتو پرته هېڅ علم په ښه ډول نه شي را ښودلای، چې قومي او فرهنګي توپیرونه د انسانانو د شتمن میراث نښه وګڼو. د ادبیاتو مطالعه بې شکه خوندوره ده، خو په عیني حال کې راښیي چې څوک او څنګه یو. انساني یووالي او نیمګړتیاوو، کړنو، خوبونو او وېرو، یوازې والي او اړیکو، ټولنیز انځور او د وجدان په خلوت او حتا په هر حالت کې مو خپل اصلیت او څرنګوالی راښیي.
ادبیات او د انسانانو په ګډه تجربه کې د ګډون احساس
په اوسنۍ نړۍ کې یوازینی راز چې د انسانانو په پوره پېژندلو کې مو لارښوونه کوي، په ادبیاتو کې پټ دی. دغه یووالي بښونکی لید او عمومیت ورکوونکې وینا نه په فلسفه کې پیدا کېږي، نه په تاریخ، هنر او ټولنیزو علومو کې. ادبیات د هغو متنونو له لارې چې تر لاسه کړي مو دي، موږ تېرې زمانې ته وړي او له هغو کسانو سره مو تړي چې په تېرو وختو کې یې فکرونه رامنځته کړي، خوندونه یې اخیستي او خوبونه یې پاللي او نن ورځ همدغه متنونه موږ ته د خوند اخیستلو او خوبونو پاللو امکان راکوي. د انسانانو د اوږدې مودې او ځای په جمعي تجربه کې دغه ګډ احساس د ادبیاتو لویه لاسته راوړنه ده او د ادبیاتو په څېر هېڅ علم نوي نسل ته د دغه حس په انتقال کې مؤثر نه دی.
کومه ټولنه چې لیکلي ادبیات نه لري خبرې یې روښانه نه دي
د ادبیاتو یو غوره تاثیر په ژبه کې حقیقت پیدا کول دي. کومه ټولنه چې لیکلي ادبیات نه لري، د هغو ټولنې په نسبت چې د تړاو مهم وسایل، یانې کلیمې او لغات یې په ادبي متنونو کې پالل شوي او تکامل ته رسېدلي؛ خبرې په لږ دقت، کمه لغوي شتمنۍ او په مبهم ډول بیانوي. له لوستلو او ادبیاتو ناخبره ټولنه د ګونګو او کڼو د ټولنې په څېر ده، چې یو بل نه شي پوهولای او د لومړنۍ او خامې ژبې په سبب د اړیکو په رامنځته کولو کې غټې ستونزې لري. دغه خبره د افرادو په اړه هم صدق کوي. کوم انسان چې لوستل نه کوي، یا لږ لولي او یا سرسري لوستل کوي، په خبرو کې به بې شکه نیمګړتیا او ګډوډي ولري. دغه انسان به ډېرې خبرې کوي، خو کم به وایي، ځکه څه یې چې په زړه کې وي د بیان لپاره به یې کلیمې نه لري.
له ادبیاتو پرته عشق او خوند بې ارزښته دي
ادبیاتو عشق، غوښتنه او هیله د هنر د رامنځته کولو سرچینه ګرځولي. له ادبیاتو پرته به اروتیسم نه و، ظرافت، ژوروالی، شوق او ګرموالی چې د ادبي خیال پردازي حاصل دي، بې ګټې پاتې کېدل. بې ځایه به نه وي که ووایو، هغه خاوند او مېرمن چې د ګارسیلاسو، پترارک، ګونګورا یا بودلر اثار یې لوستي وي، د هغو بې سواده پر نسبت، چې تلویزیوني بې ګټې سریالونو ناپوهان ترې جوړ کړي، د خوند په توانایي ډېر پوهېږي. له ادبیاتو پرته او په بې سواده نړۍ کې عشق او غوښتنه د حیواناتو له ارضا سره توپیر نه لري او هېڅکله د بدوي غرایزو له اشباع څخه لوړ نه شي تللای.
ادبیات د انتقادي ذهن تحریکوونکي دي
له ادبیاتو پرته به انتقادي ذهن، چې د تاریخي تحولاتو اصلي محرک او د ازادي غوره مدافع دی، جدي ضربه او زیان وویني. غوره ادبیات اصل دی او د اوسېدلو د نړۍ په اړه اساسي پوښتنو ته مو پام اړوي. ادبیاتو هغو انسانانو ته چې په خپلو شتو خوښ دي، د ویلو څه نه لري. ادبیات د ګنهګاره او ناخوښه روحونو خوراک دی، د مخالفانو څرګنده ژبه او له خپلو شتو ناخوښه کسانو پناه ځای دي. انسان ادبیاتو ته پناه وړي، تر څو خپه او نیمګړی نه وي.
په ادبیاتو سره له وخت او ځای څخه بې پروا او نه پناه کېږو
ادبیات یوازې خپګان تسکینوي، مګر د دې تر څنګ له ژوند سره تړاو او زموږ ادبي فکر په حرکت راولي، له تاریخ لوړ یې بیایي او له وخت او ځای نه په بې پروا انسان مو بدلوي، نه پناه کېږو؛ په دې ډول شتمن، متفکر، هر اړخیز، خوشاله، څرګند او له هغو وخت څخه چې د ورځني ژوند قید او بند یې لاس او پښې راتړلي بې پروا کېږو. کله چې کتاب ږدو او د کیسې نړۍ پرېږدو، ریښتیني ژوند ته راګرځو او دغه ژوند د هغو لوړې نړۍ سره چې نوې مو پرې ایښې مقایسه کوو، څومره به نهیلي کېږو، مګر دا لوړ درک هم تر لاسه کوو چې د داستان خیالي نړۍ ښکلې، رنګارنګ، او د ريښتیني ژوند څخه پوره او کامله ده.
ادبیات راښیي چې نړۍ ښایسته کولای شو
ادبیات مو پام کوي چې دا نړۍ بده نړۍ ده او څوک یې چې خلاف راښیي، یا قدرت لرونکي دي او یا بختور، چې دواړه دروغ وایي. دغه راز پام کوي مو چې نړۍ ښایسته او ښه کېدلای هم شي او له هغو نړۍ سره چې تخیل او ژبه مو یې جوړولای شي مشابه کېدلای هم. ازاده او دیموکراتیکه ټولنه باید مسؤل او د نقد خلک ولري، داسې خلک چې پر له پسې د خپلې غوښتنې سره سمې نړۍ جوړولو لپاره کار وکړي.