چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهعمران خان واشنګټن پوست ته: د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه شوای

عمران خان واشنګټن پوست ته: د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه شوای

تاند(سې شنبه، د میزان ۶) د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې د افغانستان د جګړې د نتیجې په اړه پر پاکستان د امریکا او افغانستان (اشرف غني) د حکومتونو پر تورونو نیوکه وکړه.

عمران خان خپله لیکنه په دې پیل کړې چې د امریکا د کانګریس وروستۍ استماعیه غونډه ورته بوږنوونکې وه ځکه چې د ترور پر ضد په جګړه کې یې د پاکستان د قربانیو د ستاینې پر ځای پاکستان د امریکا د ماتې عامل وباله.

عمران خان لیکلي چې د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه شوای «اجازه راکړئ چې سپینه ووایم. له ۲۰۰۱ څخه ما په تکرار خبرداری ورکړی چې د افغانستان جګړه ګټل کېدای نه شي. د دوی تاریخ ته په کتو، افغانان د بهرنیو ځواکونو حضور نه شي منلی، او د پاکستان په شمول هیڅ بهرنی دا واقعیت نه شي بدلولی.»

عمران خان د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ په اړه ویلي چې امریکا یې هم ملاتړ کړی دی.

ده لیکلي له طالبانو سره د امریکا ملاتړ په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې پیل شو. د امریکا د هماغه وخت ولسمشر رونالډ رېګن سپینې ماڼۍ ته وبلل او سي آی اې او آی ایس آی د پخواني شوروي اتحاد پر ضد وروزل.

څرګنده نه ده چې عمران خان په شعوري ډول د مجاهدینو او طالبانو توپیر نه دی کړی او که د پخوا په شان یې په دې برخه کې هم تېروتنه کړې ده.

ده څو اوونۍ مخکې حقاني شبکه د پښتنو یوه قبیله وبلله او د جمعې په ورځ (سپټمبر ۲۴) یې د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې د امریکا پخواني ولسمشر رونالډ رېګن مجاهدین (افغان) د امریکا له بنسټګر، جورج واشنګټن سره پرتله کړي وو.

د عمران پر دواړو ادعاوو ډېرې تبصرې وشوې، ځینو وویل چې عمران خان دروغ خپروي خو ځینو ولیکل چې عمران خان ذهني ثبات نه لري.

عمران خان واشنګټن پوسټ ته په خپله لیکنه کې هم پر پاکستان د امریکا د بندیزونو یادونه کړې چې داسې نه دي شوي.

ده لیکلي «له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته امریکا افغانستان ته شا واړوله، پر پاکستان یې بندیزونه ولګول، ۴ ملیونه افغان کډوال یې په پاکستان کې پرېښودل او د دې امنیتي تشې په نتیجه کې طالبان پیدا شول چې اکثره یې په پاکستان کې زېږېدلي او همدلته یې د کډوالو په کمپونو کې زده کړې کړي دي….»

عمران خان ویلي، د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د هغه چا خلاف له پاکستانه د مرستې غوښتنه کوله چې دواړو هیوادونو یې په ګډه د بهرني یرغل په وړاندې ملاتړ کړی وو.

عمران خان پر نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې اوس تر ټولو ښه دا ده چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او که طالبان ډاډه شي چې بشري مرستې ورسره دوام کوي هغوی به د نړیوالې ټولنې د غوښتنو منلو ته انګېزه پیدا کړي.

ده په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که نړیوال طالبانو ته د بدلېدو انګېزه ورنه کړي د ۱۹۹۰ یمې لسیزې بدمرغۍ به تکرار شي.

د ده اشاره د افغانستان کورنیو جګړو ته وه چې له کبله یې د القاعده په شان ترهګرو ډلو په افغانستان کې خالې جوړې کړې.

وړمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ویلي و چې که پر طالبانو فشارونه دوام وکړي پایلې به یې ښې نه وي.

متقي د ترهګرو ډلو د پياوړتيا ګواښ کړی

1 COMMENT

  1. RIGHT NOW AFGHAN NATION IN VERY BAD SITUATION;
    AFGHAN NATION IS SURROUNDED BY NEIGHBORS,
    ALL NEIGHBORS CLOSED BORDERS ON AFGHANS.
    TALIBS BY ORDER OF ISI ARREST SOME AFGHANS AND KILLING,
    FUNISHMENT BY TALIB IS NOT SOME THING NEW.
    THEY DO THAT WHAT THEY WANT, RULE IS FROM PUNJAAB.
    TALIBS GET POWER BUT CAN NOT RUN THE GOVERNMENT.
    ALL ENGIN ARE STOP /NO WORK OR NO JOBS,NO MONEY.IF NO MONEY NO FOODS
    IN LAST 50 YEARS THIS IS WORSE CONDITION FOR AFGHANS.
    ONLY AL LAH IS MERCIFULL.
    I HOPE ALL LAH HELP WITH AFGHANS OTHERWAY THIS IS VERY BAD SENARIO.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب