شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمتقي د ترهګرو ډلو د پياوړتيا ګواښ کړی

متقي د ترهګرو ډلو د پياوړتيا ګواښ کړی

تاند:( يکشنبه، د ميزان څلورمه) د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د پياوړتيا په اړه ضمني خبرداری ورکړی.

نوموړي ويلي، چې که نړیوال پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي، پايلې به يې ښې نه وي.

د‌ ده په وينا، د دغه وضعيت دوام به هغو ډلو ته ګټه ورسوي، چې د نړۍ لپاره خطرناک دي.

هغه نه ده واضح کړې، چې د اوسني وضعيت له دوام سره به د طالبانو امارت له خپلې مخکينۍ ملګرې ډلې (القاعدې) سره يو ځای کیږي او که په افغانستان کې د طالبانو دښمنه ډله (داعش) به پیاوړې کیږي؟

په اوسني وضعيت کې شنونکو د دواړو احتمالونو وړاندوينه کړې.

القاعدې سره د طالبانو د نيږدې کیدو وړاندوينه په دې دليل شوې، چې عملآ د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې د دې ډلې د ځینو افغان مشرانو د ازادانه ګرځیدو او طالبانو له لوري يې د بدرګه کيدو ویډیو ګانې خپرې شوي.

بل لور ته: د افغانستان د ختيځ په تر ټولو مهم ښار جلال اباد کې نيږدې هره ورځ داعش ته د منسوبو ګڼو چاودنو او نورو وژونکو اقداماتو خبرونه خپریږي.

د طالبانو او نړیوالې ټولنې ناندرۍ په دې دي، چې طالبان بې قید و شرطه په رسميت پېژندل او عاجلې مرستې غواړي، خو نړیواله ټولنه د شرطونو له عملي کیدو سره یې د غو غوښتنو منل شونی بولي.

د طالبانو د تر ټولو نيږدې ملګري او مدافع هېواد پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ کوم هیواد تر اوسه د طالبانو اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.

5 COMMENTS

  1. تاسو به بیا کوم یو خواته تېښته وکړي خو ټول مصیبت به د دې غریب ولس په سر وی دا دبدمعاشی ځای ندی د هوش څخه باید کار واخیستل شی دا یواځې ستا خبره نه ده دا د افغانستان د ولس ژوند په نظر کې باید ونیول شی.

  2. تالبان اوس د ترهګرۍ پر ضد خبر ورکوی او عجیبه خبره خو لا داده چی له نړۍ هم د مرستو غوښتنه کوی چی ترهګر وټکوی
    خو د یو عام افغان وګړی لپاره چی امارت ور باندی د ټوپک په زور خپلی غوښتنی او خواهشات تحمیل کړی دا ډول خبری هیڅ معنی نه لری
    ځکه چی دواړه ډلې چی یو د امارت په نوم او بل د اسلامی دولت په نوم په افغانانو د ټوپک په زور خپلی غوښتنې تحمیلول غواړی. یو متل دی چی اوبه له سره تیری شی نو یوه نیزه یادوه نیزی هیڅ فرق نه لری
    تالب باید لمړی د خلکو بنیادی حقوق غصب نه کړی او خلکو ته په حکومت کولو کی د رای حق ورکړی او دا ثابته کړی چی دوۍ د دنورو ترهګرو ډلو سره توپیر لری نو بیا کولی شی د ترهګرۍ په ضد خبری وکړی. اول باید د خلکو ملاتړ تر لاسه کړۍ او بیا د نړۍ د ملاتړ خبری وکړۍ.

  3. پرون مې يو پروګرام وليد ډ طالبانو او القاي دې او نورو نجسو، خو ټول پروګرام د پاکستان په چل او ول کې وو،نو بې مغزه ټر لبه تر څو چې د ولس غوښتنې ونه مني پنجاب به افغانان په ارامه پرې نږدي…

  4. له بدنيتۍ نه يې نه وايم، خو شکر الحمد لله چې له دغه خرډګ کوچي طالبي چارواکي مې واورېدل او ولوستل چې مخالفين يا په بله مانا زاړه دښمنان يې ورځ تر بلې پياوړي کيږي. وړمه ورځ يې مجاهد د رسنيو پر وړاندې له دې انکار کړی وو او داعشيان يې ناديده ګڼلي وو. ان تر دې چې ويلي يې وو ((موږ د دوی په چاره پوهيږو))، خو نن دغه لوړ پوړی سياسي طالبي چارواکي دا مني چې زاړه دښمنان يې (داعشيان) د قوي کېدو او پياوړي کېدو په حال کې دي. تېره مياشت د امريکا هغه لوړ پوړي نظامي چارواکي خپله اندېښنه څرګنده چې داعش ډله په افغانستان کې د بيرته منظم کېدو په حال کې ده او ممکن په دوو کلونو کې به بيرته د پخوا په څېر واکمنه او امريکا ته ترې خطر پېښ شي. نو دوی ټول د يوې سوړې ماران دي. پاډوګر، روزونکی او تمويلوونکی يې هماغه يوه واکمنه کړۍ ده چې دوی يې په تېر کې د افغانستان د حکومت د پرزونې لپاره روزلی وو، خو نن به دوی د ورته عمل سره مخ کيږي. مخکې به افغان حکومت ويل چې دوی چېرته روزل کيږي او د څع لپاره افغانستان ته رااستول کيږي، خو دوی به خپل ځان امارت اسلامي او هغه به يې د کابل اداره بلله، نو اوس داسې يو وخت راتلونکی دی چې هغوی به ځان خلافت اسلامي او دوی به هم اداره او د يو [ا لاسپوڅي بولي. هماغه متل دی چې :
    مه کوه پر چا چې وبه شي پر تا
    دوی چې څه ګلان کرلي، نو نن و سبا به يې خپله ريبي.

  5. او متقی او دا نور د خرو زامنو! تاسو بې وجدانه او نافغانه بوده ګان به تر څو د آی ایس آی مزدوران او د خپل مورني وطن دښمنان یاست؟ ډګه مو په دې اسلام کي وهم چي تاسو يې د عمران خان له قوله په موږ باندي تحمیلوی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی