شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeدا هم ولولئد نوبل جایزې ځینې ښځینه ګټونکې

د نوبل جایزې ځینې ښځینه ګټونکې

نوبل جایزه، اوس هرکال په پينځو برخو: فزیک، کیمیا، فیزیولوژۍ او طب، ادبیاتو او سولې برخو کې په نړیوال کچ د غوره کار کولو په بدل کې ورکول کیږي.

د نوبل ګټونکو له ډلې د پولینډ او فرانسې اړوند فزیکپوهه ماریا اسکلودوسکا، د انګلستان فردریک سنګر، د امریکا جان بارډین او یو شمېر نور دوه ـ دوه ځله د نوبل جایزې په ګټلو بریالي شول.

په دوی کې ماري کوري لومړنۍ ښځه وه، چې د نوبل جایزه یې وګټله. هغه، چې د فزیک او کیمیا عالمه وه، دوه ځلې یې دغه جایزه ترلاسه او ترنورو لوړ شهرت یې وګاټه.

نوبل جایزه او ښځنیه عالمانې، لیکوالې او فعالانې
د نوبل جایزې له پيله یوه پېړۍ تېریږي، خو تراوسه یوازې 52 ښځو دغه جایزه ترلاسه کړې.
د نوبل جایزې بنسټ، د دې کمښت دلیل د علمي او بشري حقونو په برخو کې د ښځو لږ ګډون ښودلی.
ویل شوي، چې دا به د ښځو ستونزه نه وي، چې په دې برخو کې لږې فعالې دي؛ بلکې ستونزه دا ده چې ښځو ته په ډېرو هېوادونو کې د پراخو فعالیتونو فضا مساعده نه ده.

2020 کال

 ایمانویل شارپینټر او جینیفر دوندا لومړنۍ ښځې دي چې په ګډه یې د ۲۰۲۰ د نوبل د کیمیا جایزه وګتله.

د نوبل د ویبپاڼې د راپور له مخې، ایمانویل شارپینتر د مایکروبیالوجي، جنټیک او بیوکیمیا په څانګه کې فرانسوۍ څېړونکې او پروفیسره ده.

دا ۵۱ کلنه ده او له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په جرمني کې د میکس پلانک موسسې رييسه ده.

 جینیفر دوندا ۵۶ کلنه امریکايي بیایوکمیسته (د بیوکیمیا متخصصه) ده او د (CRISPR) جنټیک په انجنیرۍ کې د مهمو څېړنو په خاطر مشهوره ده. دا د کلیفورنیا د بروکلي پوهنتون د کیمیا او د مالیکولي او حجروي بیالوژۍ د دپارتمینټونو استاده ده.

دوی دوو د جنټیک انجینیرۍ (CRISPR/Cas9) بیاتي کشف کړې ده. څېړونکي د دې جنټیکي بیاتۍ په وسیله د ژوو، بوټو او مایکرو اورګانیزمونو ډي این اې په خورا بې ساري دقت بدلولی شي.

دا ټکنالوژي په ژوپوهنه کې مهم اغېز لري او پر دې سربېره د سرطاني ناروغیو د نویو درملنو له انکشاف سره مرسته کوي.

څېړونکي هیله لري چې د دې وسیلې په مرسته په راتلونکې کې موروثي ناروغۍ تداوي کړي.

په زړه پورې دا ده چې دوی دا جنټیکي بیاتي د انتظار خلاف کشف کړه. امانویل شاپینتر د (Streptococcus pyogenes) باکتریا په اړه، چې انسان ته ډېر ضرر رسوي، د څېړنې په ترڅ کې د (tracrRNA) په نوم یو مالیکول ومونده. د دې څېړنې وښوده چې د ډي این اې په غوڅولو دا ویروسونه خنثي کېږي.

شارپینتر خپل کشف په ۲۰۱۱ م کال ثبت کړ. وروسته جینیفر دوندا ورسره ملګرې شوه، چې د آر این اې په برخه کې ډېره پوهه لري. دوی د یو بل په همکارۍ په لابراتوار کې د باکتریا جنټیک بیاتي له سره جوړه او د هغې مالیکولي ترکیبونه اسانه کړل.

د نوبل جایزو په تاریخ کې تراوسه پورې ۵ ښځو د کیمیا جایزه ګټلې چې په درو مواردو کې نارینه هم ورسره ملګري ول. خو دا لومړی ځل دی چې یوازې دوې ښځې د نوبل د کیمیا جایزه ګټي.

تېر کال جان بي ګودینو، ایم سټنلي وایټینګهم او اکیریا یوشینو د چارجېدونکې یوني لیتیم بېټریو د جوړولو په خاطر د نوبل جایزه ګټلې وه.

په ( 2108) د نوبل د جایزو په ګټونکو کې درې ښځې شاملې وې.
نادیه مراد

نادیه مراد په 2018 م کال کې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه وګټله

عراقۍ نادیه مراد چې موصل ته نژدې د کرد ټبرې یزدې اقلیت څخه ده، د بشري حقونو لپاره د هڅو له کبله د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه.
کله چې د داعش وسلوالو په عراق د یزي مذهبي اقلیت پر کلیو برید وکړ، نو ددوی ګڼ سړي یې ووژل او ښځې یې له ځان سره بوتلې. نادیه وايي چې د داعش وسلوالو ددې شپږ وروڼه او مور ووژل او دا یې له ځان سره بوتله چې د څه وخت لپاره د داعش د وسلوالو له خوا د جنسي تیریو په شمول په بېلابیلو بڼو ربړول شوې ده.
هغه وروسته د داعش له اسارت وتښتیده، جرمني ته یې لاره ومونده او هلته د یزدي اقلیت د تښتول شویو ښځو د حقونو په یو سمبول بدله شوه. نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا وکړه او په ګڼو نورو غونډو کې او ټولنو کې یې د عراقیو په ځانګړې توګه د ایزدي اقلیت غږ پورته کړ.

ډانا سټریکلنډ
ډانا سټریکلنډ بیا کاناډايي فزیک پوهه ده. نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې ۵۵ کاله وروسته د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه اخلي. نوموړې د نور په برخه کې څيړنې کړي دي.

ډانا سټریکلنډ لومړنۍ ښځه ده چې ۵۵ کاله وروسته په 2018 م کال کې د فزیک په برخه کې د نوبل ګټونکې اعلان شوه

فرانسیس ارنولډ
فرانسیس ارنولډ امریکايۍ کیما پوهه هم سږ کال د رهبري شوې تکامل ( directed evolution) په اړه د څیړنو له کبله د کیمیا په برخه کې د نوبل د جایزې ګټونکې شوه.

فرانسیس ارنولډ کمیا پوهه ده. هغې د رهبري شوي تکامل برخه کې د څیړنو له برکته 2018 م کال کې د نوبل جایزه وګټله

پر دې سربېره په پخوانیو کلونو کې هم ګڼو ښځو په بېلابیلو برخو کې د نوبل معتبره جایزه ګټلې. له دوی څخه یو شمېر یې په دې توګه درپېژنو :
ملاله یوسفزۍ
په تاریخ کې له پښتنو څخه لومړنۍ څوک ده چې د سولې په برخه کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده.
ملاله یوسفزۍ په ۱۹۹۷ کال د خیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې وزېږیده. هغه د ښځو د زده کړو، ماشومانو او بشري حقونو فعاله ده.

ملاله یوسفزی لومړنۍ پښتنه ده چې د نجونو د تعلیم په برخه کې د هڅو له کبله د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې شوه.

ملاله په ۲۰۱۲ کې د تحریک پاکستان طالبان تر برید لاندې راغله او سخته ټپي شوه.
ملالې په ۲۰۱۳ کې په داسې مهال، چې ۱۶ کلنه وه د ملګرو ملتونو په عمومي كلنۍ غونډه کې وینا وکړه.
ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۴ کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
توکل کَرمان

توکل کَرمان یمنۍ ده، او د یمن په وروستیو بحرانونو کې دغلته د بشري حقونو ، بیان د ازادۍ او ښځو د حقونو یو مخکښه مبارزه ده

یمنۍ ژورنالیسته، سیاسي فعاله او د ښځو د حقونو مبارزه ده. نوموړې همدارنګه شاعره او ادیبه هم ده. پلار یې د یمن په پخواني حکومت کې وزیر و. نوموړې د ښځو د خوندیتوب لپاره د خپلو هڅو له کبله په 2011 م کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
ماري کوري

ماري کوري، هغه ښځه چې د نوبل دوه جایزې یې ګټلي. یو د فزیک او بله د کیمیا په برخه کې. نوموړې د نړۍ کې یوه نامتو ساینس پوهه وه

نوموړې په ۱۹۰۳ کې د فزیک او په ۱۹۱۱ کې د کیمیا د برخې نوبل جایزه وګټله.
ماري، چې د خپل خاوند (کوري) تخلص یې پرځان ایښی، د پولینډ او فرانسې تابعیت لري.
مېرمن کوري په ۱۹۳۴کې د وینې د کمښت د ناروغۍ له کبله مړه شوه.
بویاجیو ( مدر تریزا )

دا یوه مشهوره عیسوۍ مبلغه وه چې هند کې یې
بشري کارونه کول – پر نوموړې ډیر کله انتقاد کیده چې د بې وزلو لپاره راټولې کړې مرستې په عیسوي تبلیغاتو لګوي

مېرمن اګنس ګونجا بویاجیو په ۱۹۱۰ کې زیږیدلې او په ۱۹۹۷ کې مړه شوې ده.
هغې په ۱۹۷۹ کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
دا د کاتولیک نظریې لاروۍ او په هند کې یې رضاکارانه خیریه کارونه کول. نوموړې په مادر تریزا مشهوره وه.
دې د همدې خیریه فعالیتونو له کبله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
پر دغې نوبل ګټونکې تور و، چې د خیریه کارونو لپاره ټولې کړې مرستې یې د کلېساګانو پر جوړولو او خپلو نورو مذهبي موخو لګولې.
آنگ سان سو چي

انګ سان سوچي په برما کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د فعالیتونو او زندان تیرونې له کبله د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. خو اوس دغلته د روهنګیه اقلیت په وړاندې زور زیاتي له دې څخه د نوبل د جایزې د بیرته اخیستلو غوښتنې زیاتې کړې دي

د میانمار یار برما اړوند دغه مبارزه ښځه په ۱۹۴۵ کې زیږیدلې ده.هغه له برتانیې څخه د برما د خپلواکۍ د جګړې پرمهال ۱۵ کلنه وه، چې مور یې په هند کې د برما سفیره وټاکل شوه او دا او کورنۍ یې ورسره هغلته لاړل.
وروسته په برما کې د دیموکراسۍ د پياوړتیا په هڅو کې مخکښه رهبره او مبارزه شوه، چې له کبله یې په ۱۹۹۱ کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
سان سوچي د منتقدینوله کبله په برما کې پر مسلمان وژنې د چوپتیا له وجې تر سختو نیوکو لاندې ده، او په دې وروستیو کې له نوموړې څخه ځینې نورې جایزې او امتیازونه بیرته اخیستل شوې دي. په نړیوال کچ داسې غوښتنې هم په زیاتیدو چې په برما کې د روهنګیه اقلیت پر ډله ایزې وژنې د چوپتیا یا په کې د لاس لرلو له وجې دې له نوموړې د نوبل جایزه بیرته واخیستل شي.
شیرین عبادي
مېرمن عبادي د ایران مخکښه فعاله او بشري حقونو مبارزه ده، چې په ۲۰۰۳ کې یې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

شیرین عبادي ایرانۍ ده او د بشري حقونو په برخه کې د کار کولو له کبله یې د نوبل د سولې جایزې تر لاسه کړې. ګن خلک د نوموړې فعالیتونه ددې وړ نه بولي چې د سولې د نوبل جایزې وړتیا دې ولري

شیرین عبادي په ایران کې دننه او د باندې د ایران د سخت دریځه رژیم مخکښه منتقده ده.
وانگاری ماآتای

وانگاری ماتای واتوانیده چې د نورو کینايي ښځو په مرسته په کینا کې دوه میلونه نیالګي کینوي او هغه وپالي.

دا مېرمنه د کینیا اړونده او د چاپېریال ساتنې یوه ستره مبارزه ده. هغې په ۲۰۰۴ کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
ميرمن ماآتای لومړنۍ افریقایي ښځه ده چې د سولې نوبل جایزه یې ترلاسه کړه.

لیلما احد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب