د ژبپوه ستونزي او د متنپوه مسئولیتونه
پر خطي نسخو باندي د اعتبار ستونزه:
له موجودو پښتو متونو څخه د ژبي اساسي څېړنه که ناممکنه نه ده، نو گرانه خو هرومرو ده. له یوې خوا د متن د لیکوال یا شاعر په لهجه باندي پوهېده غواړي او له بلي خوا د متن په لوستلوکي دقت او احتیاط. پر پښتو متونوباندي بشپړ اعتماد په څو دلیله گران دئ.
یو دا چي لکه وړاندي چي مو ویلي دي، د پښتو الفبې د ایجاد له زمانې څخه بیا تر ننه پوري د ټولو آوازو او حرکاتو د افادې او ښوولو له پاره کافي نه ده.
په زړه پوري خبره دا ده چي د دغي علمي نیمګړتیا ماهیت ته د خوشحال دانشمند زوی عبدالقادرخان خټک هم متوجه سوی دئ. دی وایي:
د حرفونو لوښی تنگ معنی وي ډېره
پـــه بیان نه ادا کیږي صفت ستاسې
(۳۳۸مخ )
دی د حروفو لوښی تنګ ګڼي او گویا د ده په نظر د الفبې حروف د لغت یا معنا د افادې او بیان تر عهدې سم نه سي وتلای.
رحمان بابا هم دې ته ورته مطلب بیان کړی دئ (۱۶۴مخ مثال باید رانقل سي )
پښتو لیکدود د واولونو (vowels) په افاده کولو کي خو بیا بېخي زیاتي ستونزي لري. په پخوانیو خطي نسخو کي د واولونو د افادې له پاره له عربي حرکاتو (فتحه، کسره، ضمه) څخه کار اخیست سوی دئ.
علامه رشاد د خپل ناچاپ اثر “ادبي قاموس” د دریم ټوک پر اوله پاڼه باندي د یوه یاداښت په ترڅ کي کښلي دي:
“د متنونو په لوستلو کي سختۍ:
۱ – په پخوانیو متنونو کي د څ او ځ توپیر نسته، ځکه نو اوس د څ او ځ په ږغونو (تورو) کي چي له محاورو څخه لغت نه وي اخیستل سوی او له زړو متنونو څخه اخیستل سوي وي،گډون راځي.
۲ – د حرکتونو مسأله:
په پخوانیو متنونو کي ځیني حرکتونه چي اوس په تورو ښوول کېږي، نه ښوول کېده.
اوس مشکله ده د هغو تورو صحیحه ادا پیدا کړو. په تېره بیا چي هغه لغت له محاورې لوېدلی وي”.
له بده مرغه د پښتو آثارو قلمي نسخې د شاعر یا مؤلف په خپل قلم ډېري نادري او د نشت په شمار دي. د حنان بارکزي دېوان له دې لړ څخه مستثنی دئ. د ده دېوان ټولي خطی نسخې چي زما تر نظر تېري سوي دي، ټولي د ده په خپل قلم خطاطي سوي دي.
هغه نسخې چي بیا د کاتبانو په لاس کښل سوي دي، نوري دنگلې لري.
د هجري په دېوان کي هغه کلمات چي په شین باید ولیکل سي، په ښین ئې لیکي او برعکس ئې لا هم. دوی ته هره (ژ) ږې (ږ) ایسېدلې ده او برعکس ئې هم. دا عملیه په نورو دېوانوکي هم لیدل کېږي.
د عبدالقادر خان په دېوان کي لولو:
د سرونو نردبان ساز کړه باندي خیږه
مرتبې ته ختل نه په اســــــــــــاني دي
(۴۴۸مخ)
دلته د شاعر په خپل کلام کي باید “خیژه” وي خو په “خیږه” راغلی دئ. “خیږ” د دانې یا زخم وچ پوستکي ته وایي.
(د کشینې، کښینې،…) مثالونه تاسي وړاندي ولوستل.
د هجري په دېوان کي حتي د یوه بیت په دوو نیم بیتیو کي د “اوري” او “اروي”دوه رازه املاوي راغلي دي:
هجري غــــاو کله څوک اوري د بتانو
چي به اروي اوس وګړې ستا غیاث
(۲ / ۳۰۹مخ)
پر دغسي نامتجانسه املاء به څوک څرنګه د هغه وخت ژبه تحلیل کړای سي.
په دې څېړنه کي ما د رحمان بابا د دېوان له هغه چاپ څخه استفاده کړې ده چي د ارواښاد سید رسول رسا په تصحیح او مقدمه چاپ سوی دئ. دا چاپ د پادري هیوز ( ) د هغي نسخې افسیټ دئ چي نوموړي مستشرق په ( ) کال کي خپور کړی او د اشنغر د تنگي اوسېدونکي مولوي احمد ئې تصحیح کړې وه. دې چاپ ته ارواښاد سید رسول رسا یوه جامعه او مغتنمه سریزه کښلې ده او په هغې کي ئې د رحمان بابا پر ژونداو شعر ښه خوندور تحقیق کړی دئ. په دې څېړنه کي ئې د رحمان بابا هغه مشهور بیت دوه واره راوړی دئ، چي لومړی نیم بیتی ئې “چي منکر پرې اعتراض کولای نه شي” دئ. خو دواړه واره رانقل سوی بیت نه دا چي یو له بله سره فرق لري، بلکي د ده په لاس له خپور سوي متن سره هم توپیر لري. دا بیت د سریزي په (۳مخ) کي داسي دئ:
چه منکرپرِ اعتراض کــــولی نه شی
اې رحمانه!دا دِ شعر دی که اعجاز؟
په (۱۹مخ) کي بیا داسي دئ:
چه منکر پرِاعتراض کــــولی نه شی
دا دِ شعر دی اې رحمانه! که اعجاز؟
د متن په (۵۴مخ) کي داسي دئ:
چه منکر پرِ اعتراض کولی نه شي
دا دِ شعر دي رحـــــــــمان َ که اعجاز
سید رسول رسا د پښتو ژبي نقاد محقق وو. د فارسي ادب پراخه مطالعه ئې درلوده او د انګرېزي ژبي د زده کړي له برکته ئې له لوېدیځو ادبیاتو سره هم بلدتیا درلوده. د ژبي او متونو په باب ئې لیکني تر زیاتي اندازې دقیقي او پخې دي. د داسي چا په څېړنه کي چي متون دونه (دومره) بدل سوي وي، له نورو به څوک څه ګیله وکړي.
د همدې چاپ په ۱۳۴مخ کي (خوښ خورم، خوش خورم) په یوه بیت کي راغلی دئ.
د متونو د مسخه کېدو په جریان کي ناقلینو خپله شخصي سلیقه هم پر شاعر باندي تپلې ده. احمدشاه بابا ته یو ځای د خپلي سلیقې له مخي د “شها” پر ژیړه غاړه باندي تار تار زلفي ښکلې ښکاره سوي دي او ویلي ئې دي:
همېشه پـــــــــــــر ژیړه غاړه
دوی خفته لکه ښامار دي
(۱۵۹مخ)
خو د (ل) کاتب یا مرتب د خپل ذوق پر اساس له هغه څخه “همېشه پر سپینه غاړه” جوړ کړی دئ او (م) هم کټ مټ اخیستی دئ.
علامه رشاد W د پښتانه مصنفین په لومړي ټوک ۵۸ مخ (ناچاپ) کي د شېرخان سوري له خولې لیکي چي نوموړي په متونو کي لاسوهنه “خیانت ” بللی دئ. د شېرخان سوري خپل بیان داسي دئ:
“التماس از درگاه واهب العطیات چنان است که این مخدره؟ جلباب افکار را در نظر فاضلان سخنور و سخنوران فضیلت گستر بطرزی جلوه دهد که در عصمت خانه او هیچ خاینی دست نیابد چرا که چون اکثریت کتب متقدمین و متاخرین بنظر این داعی درآمده منحرف شده و اصلا بر هیئت اصلی خودنمانده.
این گلدسته هر چند که دستمال هر ناکس نگردد باطراوتست، و گوهر هر چندکه از لوث دست اندازی هر خسیس مصئون ماند بالطافت)۱(“.
ما ته یوخت داسي په زړه کي راگرزېده چي د پښتو متونو پر هغه ثبت باندي ډېر حساب کېدلای سي چي مستشرقینو راوړي دي ځکه مستشرقین د متن بدلولو له پاره هیڅ راز انګېزه نه لري. که د هغوی په متن کي تېروبېر راغلی وي، ملامتیا ئې د خطي نسخې کاتب ته وراوړي. خو بیا هم د مستشرقینو په انتخاب کي بیا نور عوامل هم شامل کېدلای سي. دا چي نوموړي د پښتونخوا په کومه سیمه کي، د کومي لهجې له ویونکي یا ویونکو سره ډېر وخت اوسېدلی دئ. د پښتو د زده کړي معلم یا استاد ئې په کومه لهجه ږغېدی، … دا ټولي خبري د مستشرق پر قضاوت باندي اغېزه کوي.
د پخوانیو متونو ژبنۍ څېړنه د ژبي د متخصصینو کار او مسئولیت دئ هغوی ئې په تحول او تطور تر بل هر چا ښه پوهېږي. مگر دا خبره باید هم په یاد ولرو چي د ژبي ماهران خو هم د چا خبره جادوګران نه دي چي پټي دي پر معلومي وي. هغوی ځان ته د څېړني ټاکلي اصول لري او له دغو اصولو څخه په کار اخیستلو کي لازمو وسایلو ته اړتیا لري. د ژبپوه له پاره په لازمو وسایلو کي یو هم پخواني متون دي. هر څونه چي دا متون له غل وغشه پاک وي او د لیکوال یا شاعر ژبه تمثیل کړای سي، هغونه (هغومره) د ژبي د متخصص کار اسانه کوي. د متونو مقایسوي څېړنه د ژبي له متخصص سره د لهجو په پېژندنه کي هم مرسته کوي. متون د ژبني ماهر له پاره د اومو موادو یا په بل عبارت د لابراتواري معایناتو کار ورکوي. لکه یو طبیب چي د دقیقو او باوري معایناتو له مخي د رنځ په تشخیص کي نه خطا وزي دغه راز ژبپوه ته هم که دقیق متون برابر سي، دی ئې په ژبني تحلیل کي پر کږه نه ځي.
د متونو په ناسم تفسیر کي د ملامتیا ګوته ژبپوه ته دونه نه نیوله کېږي لکه متنپوه ته چي نیوله کېږي. پر ناسم متن چي ژبپوه د خپل استدلال ماڼۍ ودروي، معنا به ئې دا وي چي پر لوټه ئې تاداو ایښی دئ.
د متونو څېړنه که د داسي چا له خوا سوې وي چي د متن د لیکوال یا شاعر د ژوند زمانې ته ئې نزدې ژوند کړی وي دا خو به تر ښو لا هم ښه وي ځکه د متن څېړونکي او متن لیکونکي تر منځ ژبنی واټن پراخ سوی نه وي. هر څونه چي دا واټن پراخېږي، هغونه ئې د ژبنیو تحولاتو د بدلون امکان ډېرېږي. له بده مرغه زموږ کلاسیک متون د شاعر تر زمانې درې څلور پېړۍ وروسته په انتقادي توګه برابرېږي. کاشکي داسي وای چي د شاعر یا لیکوال په خپل لاس کښلي متون موږ ته د زمانې له آفاتو څخه خوندي پاته سوي وای. دا کار خو په پښتو متونو کي، لکه مخکي چي مي هم اشاره ورته کړې ده، د “کرک اګۍ” ده چي موندل ئې د ناممکناتو تر سرحده ناشونی کار ایسي. ځکه نو ژبپوه ته په کار ده چي د متن په تحلیل کي هري راغلي کلمې، لغت او قاعدې ته سم دلاسه تسلیم نه سي.
د دغه حقیقت په پام کي نیولو سره ژبپوه ته په کار ده چي د متن د کره شکل موندلو پېټي ته هم اوږه ورکړي. که دا کار ونه کړي او په خپل تحلیل کي پر یوه ځانګړي متن باندي تکیه وکړي، نو تر څو چي حقیقت معلومېږي، اوز کلي به وران سوي وي.
د متونو د مسخه کېدو په باب به د دې اوږده بحث له پای سره د ښاغلي غضنفر له یوې مقالې څخه یو پاراگراف ونښلوم، چي ما د ۲۰۱۰ع کال د می میاشتي پر۱۶مه په تاند ویبپاڼه کي ولووست او ښه خوند ئې راکړ. ده کښلي دي:
“موږ له شلمې پېړۍ راهيسې معمولا په دريو دليلونو د پخواني شعر په معنا كې تصرف كړى دى: يا مو د خپلې زمانې او تېر وخت د ژبې، سبك او فكر تر منځ فرق هېر كړى دى، يا مو د خپلو اوسنو نظريو د تاييد لپاره د پخوانو د نظرونو په معنا كې ګوتې وهلي دي او يا مو ګومان كړى دى چې كه د خپلو پخوانو مشرانو نظرونه د اوسني وخت له منل شويو نظرونو سره ورته وبولو، دا به مو د مشرانو حق په ځاى كړى او دوى به مو په اوسنيو خلكو منلي وي”.
)۱( کابل مجله: ۲کال، ۳ گڼه.
د استاد هوتک د لیکنو دا لړۍ لومړی پلا په ۲۰۱۱ م کال په تاند کې خپرې شوې وې.